محمداکرم معصوم


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


زوړ چینل مې بلاک شو هیله ده د چینل په نشرولو کې راسره مرسته وکړﺉ ورور مو محمد اکرم معصوم
https://twitter.com/masoomghaznavi1ټویټر ټلګرام
https://t.me/joinchat/AAAAAEDHpmJt38-FPBTa8g

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


*غـــــــزل*
ـــــــــــــــــــــــــ

راتلونکې خلګ دې د تللو نه عبرت واخلي
امکان یې نشته چې له ژونده دې لذت واخلي

ورته مې مفته مشوره ده چې ځه پښې سپکووه
یادې مغزو ته ساپټویر د انسانیت واخلي

هم به پرزیږي هم به خیژي پر ړانده ماینونو
پردغه لار چې څوک قدم په حماقت واخلي

پر سپین لباس به یې تورداغ راشي پاکیږي به نه
چې هرڅه پریږدي او لالچ د مال دولت واخلي

بیا به غلام نشي او نه به هم سرټیټی ګرزي
څوک چې آزاد شي او سند د حقانیت واخلي

ژوند بې ذیوال وي دخوښي سره به نکړي پیدا
څوک چې ازار یا دمورکۍ یا د ملت واخلي

چې زما یارشي بس فداشي مایوازي پریږدي
*معـصومه* ډیر ژر غیږه راکړي اجازت واخلي

#معصوم_غزنوي

👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12


غــــزل
ـــــــــــــــــ

یاره په ریښتیا زندګي نه کیږي
نه کیږي بې تا زندګي نه کیږي

ته مې دوجود یې یوه حصه یاره
ځکه خو جلا زندګي نه کیږي

ماته ځان دتا او ته دځان ښکارې
بل رقم زما زندګي نه کیږي

تاپوري تړې زندګي ده زما
بلچاسره زما زندګي نه کیږي

ته څنګه یې لږ حال راته ووایه؟
مانه خو تنها زندګي نه کیږي

نې کړم ترغاښ لاندي نه خلاف وایم
وایمه صفا زندګي نه کیږي

راشه نن وه ژوند ته یوه معنا ورکړو
داسي بې معنا زندګي نه کیږي

ته چې نه یې بس دایوه لار لرم
چې مرګه مرحبا زندګي نه کیږي

کلي ته درځمه نور نو ستړی شوم
نور مې پر سحرا زندګي نه کیږي

دلته ګام پرګام دعشق سپایان ولاړ
ځکه خو په غلا زندګي نه کیږي

دلته ورور ولي ده که راځې اشنا
دلته د خودخوا زندګي نه کیږي

دلته کړه *معـصومه* دوفا کیسې
دلته په جفا زندګي نه کیږي

#معصوم_غزنوي

@masoomghaznavi12


(غـــــزل)

واورین موسم دی دلته ښه زورور بام دی پکار
حساس پړاو دی ګوره هر ټکي ته پام دی پکار

ناموزه پاڼ دی ترې را ایسته شه ترې لاندې نشې
یاره ژوند ښکلی دی وه ژوند ته احترام دی پکار

پټی جونګړه مې وتاته درکړو ته یې پاله
دقوالې وه وضاحت ته ستا احکام دی پکار

ټپي لالیه راشه درکړمه درمل او پټۍ
زخمي وجود ته دې یوڅه وخت لا آرام دی پکار

داد وحشت او دجالت لړۍ به پای ومومي
د ظلم ضد مبارزینو ته سلام دی پکار

د ورځي مه راوزه یاره غمازان دې ویني
سهار چې نه کیږي هم هغه کار ماښام دی پکار

چې پر بل بد لګي او خپل ته وي فایده ورپکې
دداسي کار نوبیا *معـصومه* تل دوام دی پکار

#معصوم_غزنوي

@masoomghaznavi12


غــــــــزل
ـــــــــــــــــــــ

وایم صفا د دلالانو سره نه یمۀ جوړ
خپله خاین نه یم خاین سره مې نۀ لګیږي

چې څوک صادق ساده پاده وي او فریب نلري
دداسي کس سره مي خوشي چټي زړه لګیږي

دا چې بیا نه راځي او تللي وي خواږه ملګري
شیرین یادونه یې بس زهرشي ترخه لګیږي

سترګې مي خپلي اوښکې خپلي او ګریوان مې خپل دی
خو غم د بل دی اوښکې زماپر ګریوانه لګیږي

دچا له قصده وایم ښه یمه غمجن نه یمه
کنې له غمه پرما بده ښه وراسه لګیږي

دنیا یو سان ده لوړ سرونه پکې ځای نلري
دشریعت توره بیاپرهسک سر خورا ښه لګیږي

*معصومه* خپل راخپلوه د پردو لاس مه نیسه
دپردو غشي دې د خپل یار پر کاله لګیږي

#معصوم_غزنوي

https://t.me/masoomghaznavi12


غــــــــــزل
ــــــــــــــــــــ

نوبه خلاس له ډیر عذابه یمۀ خوښ یم
ستاپه عشق کې چي غرقابه یمۀ خوښ یم

چې مي سترګي وي ستاسترګو کې تل خښي
په امان چې له دریابه یمۀ خوښ یم

سره ګرمي او ستادحسن دا یخ سوری
پکې پټ چې له افتابه یمۀ خوښ یم

زما د عشق چې اندازه او حساب ورک شي
او مین چې بې حسابه یمۀ خوښ یم

که وتاته درغلې لار کډي وي
زه دې سم پر دې خرابه یمۀ خوښ یم

نور څه نه غواړم ستادید مې سترآرمان ؤ
چې ستا دید باندي سیرآبه یمۀ خوښ یم

بختور یمه *معـصومه* بې له شکه
دا چې یار دې زه جنابه یمۀ خوښ یم

#معصوم_غزنوي

https://t.me/masoomghaznavi12


غــــــزل
ـــــــــــــــــــ

ته څه شوې؟ سه یو ځلي خو ښکاره،د زړه قراره
ته چیري یې؟بې تامې زخمي زړه، دزړه قراره

غمجنه دنیاګۍ ده د سکون ځای پکې ورک دی
د یاد دې راسره وي تل لانجه.دزړه قراره

راځه د شهادت عظیم مقامه راعطا شه
ریښتیا مې کړه د رب سره وعده،دزړه قراره

ستاکور هم اوبو یووړ او زما کورهم اوبو وړی
کوي مو دې بس پاک الله پرده،دزړه قراره

ستاغچ مظلومه اخلي ستا بادار فکر یې مه کړه
فام پرې نږدې د حق مبارزه،دزړه قراره

کري دې غلی کینه د ریبلو وخت بې راشي
حساب به بیا ضرور کړي تسویه،دزړه قراره

ورځه معصومه یاره شهادت دې په نصیب شه
پر وخت د شفاعت مې یادوه،دزړه قراره

#معصوم_غزنوي

👇👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12


یو څو.ویل شوي ترانې
ترانه خوانان مختلف
شاعري زما ده




شهادته
یاری ته دی لیوال یمه راځه راځه راځه
بلا دی مینوال یمه راځه راځه راځه

اواز
د ترنم بلبل.محترم قاری نعمت الله ظهیر ځلاند

شاعر معـــــــصوم












ویـــونـــکـی
سمـیع الله پـــردیـــس

شـــاعــر
معــصوم


ده گیلان ده سپیڅلی اتلانو په یاد کی

اواز مولوی سیدسبحانی اغا

شاعـــر مـعـصوم


*❤️نوې خوندوره ترانه❤️*
بیړه وکړه په تلوار اذادۍ راشه
*,,,,,,,,,🎵آواز🎵,,,,,,,,,,,*
محترم عبدالله شاهد زلمی صیب
*,,,,,,,,🖋شاعر🖋,,,,,,,,,*
محترم معصوم غزنوي صیب

*🌱الخیبر خپرندویه اداره🌱*
👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Alkhaibarmedya
واټس آپ ګروپ👇👇👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/E75MNMTQxUy2tR7vVCrKC8


*❤️نوې خوندوره ترانه❤️*
بیړه وکړه په تلوار اذادۍ راشه
*,,,,,,,,,🎵آواز🎵,,,,,,,,,,,*
محترم عبدالله شاهد زلمی صیب
*,,,,,,,,🖋شاعر🖋,,,,,,,,,*
محترم معصوم غزنوي صیب

*🌱الخیبر خپرندویه اداره🌱*
👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Alkhaibarmedya
واټس آپ ګروپ👇👇👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/E75MNMTQxUy2tR7vVCrKC8


*❤️نوې خوندوره ترانه❤️*
بیړه وکړه په تلوار اذادۍ راشه
*,,,,,,,,,🎵آواز🎵,,,,,,,,,,,*
محترم قاري عبدالبصیر صدیقي صیب
*,,,,,,,,🖋شاعر🖋,,,,,,,,,*
محترم معصوم غزنوي صیب

*🌱الخیبر خپرندویه اداره🌱*
👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Alkhaibarmedya
واټس آپ ګروپ👇👇👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/E75MNMTQxUy2tR7vVCrKC8


*❤️نوې خوندوره ترانه❤️*
خفه زړو ته خوشحالي وه هرچم ته نیک فالي راوړه اختره
*,,,,,,,,,🎵آواز🎵,,,,,,,,,,,*
محترم الله داد هلال صیب
*,,,,,,,,🖋شاعر🖋,,,,,,,,,*
محترم معصوم غزنوي صیب

*🌱الخیبر خپرندویه اداره🌱*
👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Alkhaibarmedya
واټس آپ ګروپ👇👇👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/E75MNMTQxUy2tR7vVCrKC8

Показано 20 последних публикаций.

305

подписчиков
Статистика канала