*د اسلامي نظام ځيني ځانګړتياوې:*
ـــــــــــ
۱ ـ اسلامي نظام خپل ولس مړوي ځکه چي فساد او بې عدالتي ورک کوي چي لزوما د ولس مړېدل او بډاي کيدل ورسره راځي.
۲ ـ اسلامي نظام په خپل فوج او مأمورينو ولس ساتي ځکه شرعي نظام د خلګو لپاره جوړ وي تنها د مأمورينو او مشرانو لپاره جوړ نوي.
۳ ـ اسلامي نظام د ولس لپاره او د ولس په ګټه واکمن وي پر ولس جبري مضر حاکميت نکوي.
۴ ـ اسلامي نظام شخصيتونه او علمي کدرونه زېږوي ځکه د شرعي نظام هدف د خلګو خدمت وي او هغه بېله شخصيتونو نسي کېدلای.
۵ ـ اسلامي نظام ته واک او چوکې نده مهمه بلکي خپلواکي، عزت او آبرو ورته مهم دي نو ځکه د چوکۍ دومره خيال نه ساتي لکه د خپلواکۍ، عزت او آبرو چي خیال ساتي.
۶ ـ په اسلامي نظام کي تعليم او تربيه دواړه وي يعني هم د خلګو د تعليم د کچي لوړول يې هدف وي او هم يې په هره برخه کي د خلګو روزل هدف وي.
۷ ـ د اسلامي نظام ګټه هر چاته رسيږي داسي نده چي يواځي څو محدودو خلګو ته يې ګټه رسيږي آن تردې چي دشرعي نظام ګټه اهل ذمه کفارو ته او د دښت او ځنګل حيواناتو ته هم رسيږي.
۸ ـ اسلامي نظام قصدا هيچا ته تاوان نه رسوي ځکه شرعي نظام صرف د خلګو د ساتني او ګټي رسولو لپاره جوړ وي.
۹ ـ په اسلامي نظام کي ورځ تر بلي عدالت وده کوي چي په سايه کي يې ټول ولس وده او ترقي کوي.
۱۰ ـ په اسلامي نظام کي د مجرم سره محاسبه او قانوني چلندکيږي چي په نتيجه کي د جرمونو کچه او د مجرمينو شمير را کميږي.
۱۱ ـ په اسلامي نظام کي به زندانونه خالي وي ځکه مجرمين نسته چي بنديان يې کړي.
۱۲ ـ په اسلامي نظام کي به ښه خلګ هڅکه غاړه ګرځي او مجرمين به شرميږي ځکه په شرعي نظام کي به د ښو خلګو ستاينه او تقدير کيږي.
۱۳ ـ په اسلامي نظام کي به قانون پر ټولو خلګو بېله کوم تبغيضه حاکم وي.
۱۴ ـ په اسلامي نظام کي به د خلګو ضرورتونه پورته کيږي او ختميږي.
۱۵ ـ په اسلامي نظام کي پوره انسانيت مطرح وي ځکه نو هر انسان ته د هغه حق ورکول کيږي.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG