شهیدې سترګې:
ـــــــــــــــــــــــــ
مات لکه هنداره دی زره -زره ژوبلی زړۀ
ستا دبېلتانۀ شمال وهلی، غریو نیولی زړۀ
دا سې لکه سور ګلاب چې پاڼې -پاڼې، پاڼې شي
دغسې مې تاپسې دانه -دانه لوېدلی زړۀ
څۀ وکړم پۀ صبر -صبر نۀ کېږي اوتا غواړي
خدای خبر چې تا! پۀ څۀ، او څنګه نازولی زړۀ؟
اوس یې دسکوت څادر اغوستی نغمې نۀ وایي
اوس لۀ هغه شوره او لۀ شرنګه غورځېدلی زړۀ
څنګه یې نو صبر کړم، او څۀ وکړم؟ تۀ ؤ وایه!
زما خبره نۀ مني، دعشق پۀ اور داغلی زړۀ
بیا یې دخوښۍ دمسکا څلي نړېدلي دي
ستا دفراق زور دی، بیا سلګیو کې اغږلی زړۀ
ستا شهیدې سترګې د منصور درمان دزړۀ ارمان
هیلې یې لمبه -لمبه، لۀ تابه یې وتلی زړۀ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
1442/8/4 چهارشنبه