مهاجر زاهد ساپي


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


السلام علیکم
محترمو دغه زما شخصي کانال دی چې د اسلام د مقدس دین لپارہ د شعر او د ترنم په ژبه یو عاجزانه او کمزورې هڅه ده الله دې وکړي چې راسره مل وسئ او په تشهیر کې راسره مرسته وکړئ، لوی څښتن مو راته بریالي لره

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


غزل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کۀ امن مې راوړی و کۀ شر مې دوی ته راوړ
چې هر څۀ و پخپل وخت برابر مې دوی ته راوړ

پردیو سرہ جنګ کې پۀ ما خپل وو بد ګمانه
دښمن ته مې چې سر پرېښود، باور مې دوی ته راوړ

د شپو تاړاک کم شوی و احوال د مېدان دا و
سهر زه ژوندی پاتې وم خبر مې دوی ته راوړ

چې دوی قاتل اخیستي و پنا مې ورته ورکړه
چې غشي یې رامخکې کړۀ ځیګر مې دوی ته راوړ

د ګډ دښمن لاسونو ته مې سپاري لاس تړلی
چې دلته د پنا لپاره سر مې دوی ته راوړ

دوی ترک کړه ګنې پاتې د خلاصون لاره همدا وه
زاهده د دښمن وړاندې خنجر مې دوی ته راوړ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپی


Репост из: عزیز شکیب
زه بـه ټپــه شــم تـه نغمــه شـه راتـه وږغــيږه.....
زه بـه شپيلۍ شمه آؤ ته مي ساز د نـل جوړوه.....

الســلام علیـکم ورحــمةالله وبرکاته.
ګلونو ملگرو هیله لرم چې د صحت پہ جامو کی به پټ یاست
دا چینل مو خاص ستاسو لپارہ جوړ کڑي دہ
تر څو تاسو مو له مات ګوډ شـــعر خوند واخلي
ستاسو خادم ستاسو ورور..عـــزيزشکيب

دا هم د ګران آؤ محترم نازک خيال شاعر..(مخلص کډوال صاحب) چينل تاسو يی له ښائسته اشعارو خوند واخلي
👇👇✍👇👇
@M_kadwaal

https://t.me/A_Shakeeb


بیا به مو ارمان کړي ...

ګډ ترنم: مولوي طاهر بهار احرار، مولوي عمران الله نصرت وزیر
ــــــــ
شعر: بنده
👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


بیا به مو ارمان کړي...

غږ: مولوي عبدالصمد صمیم
بدرګه: عبدالنافع نعمان
ـــــــــــ
شعر: مهاجر زاهد ساپی

👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯






دوران!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیا به مو ارمان کړي، زمانې ته ور په زړه به یو
مونږه به سپېرې خاورې اغوستې وي ویده به یو

دا د وخت زامن به مو په قتل زېري وېشي خو
مونږہ مېلمانۀ د یوۀ نوي ژوندانۀ به یو

پاکه به مو رب سره وي خپله معامله د ژوند
خیر کۀ اوس د دوی پۀ فکر څۀ به یو او څۀ به یو

اوس کۀ دې بې قدره وخت هیڅ قدر راته رانکړ
څو زمانې وروسته څۀ غښتلي پښتانۀ به یو

کړی بغاوت مو دی د دین او د ولس پۀ ننګ
دا دی ستاسو وړاندې یو چې ښۀ به یو کۀ نۀ به یو

مونږ کډې تړلي دا دی ځو دا زمانه او دوی
دوی ته غلامي ښه ده چې دوی وایي چې ښۀ به یو

یاد به مو زاهده د تاریخ پۀ لمن پاتې وي
داسې لکه شنۀ واښۀ پخپل قبر راشنۀ به یو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپي
ــــــــــــــــــــــــــــــ


👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


یو درد به مې په زړه کې ایسار هغسې ساتلو
نظر به مې ځیر تاته په لار هغسې ساتلو

غږ: علی محمد ذاکر
شاعر: مهاجر زاهد ساپی


کېف د جنون بدل بدل وي له سهر نه مخکې
کله چې یاد د لم یزل وي له سهر نه مخکې

غږ: علی محمد ذاکر
شاعر: خالد خراساني


غږونه ورکېدل او انګازه پاتې کېده
یوه هیله د مات ژوند به راسره پاتې کېده

غږ: علی محمد ذاکر
شاعر: خالد خراساني






غزل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مات او رامات د چا پۀ پلۀ سړی دی
د مینې لار ده، زړۀ نا زړۀ سړی دی

خوشحالي هم کله راپېښه کوي
غم چې دی دا مې د کالۀ سړی دی

زهر پۀ ګوړه کې راشیندي راته
ناست مې د کور پۀ دېوالۀ سړی دی

زه چی حق وایم نو باغی سړی یم
دی چې حق نۀ وایي نو ښۀ سړی دی

نۀ خپله ځي نه چاته لاره پرېږدي
مړه رقیب څۀ دی خو نۀ سړی دی

اوتر اوتر به خود پۀ ښار کې ګرځي
دا مهاجر زاهد د غرۀ سړی دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپي

👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯






ساه ګۍ مې پۀ وجود کې دېرش کلنه ګرځوله
خو زړۀ کې به مې ستا د مینې ژمنه ګرځوله
زاهد
ـــــــــــــــــــ
سپینې هوارې لارې مۀ بېلوئ
د عشق لۀ لارې، لارې مۀ بېلوئ
خالد خراساني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د محترم ورور عمران الله نصرت وزیر په غږ راسره دغه دوه شعرونه واورئ

👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


غزل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا کرم به وي کۀ شومه مسلمان، مړ
په سپېڅلې عقیده او سپین ایمان مړ

زما قتل دې کړو پېټی د محشر دروند
ګوره زه دې شومه څومره پۀ تاوان مړ

څوک پښتون به وي حتماً چې لاوارث دی
دا چې پوځ غورځولی لۀ زندان مړ

لۀ کلو ورکه د کوم زندان خوراک شوې
راشه تا حسابوي دلته یاران مړ

امکان نۀ لري چې تۀ بېرته راګرځې
دا امکان لري چې شمه له خفګان مړ

پۀ خوږه مسکۍ خبره دې زه پایم
لۀ کږو کږو خبرو دې قربان! مړ

کۀ د دین په سر کې مړ دی خو شهید دی
د رواج په ننګ کۀ مړ دی نو ارزان مړ

غړېدلې سترګې ستا پۀ لورې پاتې
یو زاهد دې دی د وصل په ارمان مړ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپی

👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


غزل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې وځم په بریا له هر حالته، ضرورته
زما سرمایه ته یې محبته، ضرورته

د یو کاروان وګړي وو په نورو لارو لاړل
تر منځه مو ته رانغلې وحدته، ضرورته

دوی خوښ کړ د بلا تر سیوري لاندې یو غلام ژوند
مونږ ته خوښ کړلې ځار شم بغاوته، ضرورته

پردی وطن، اختر، په ډک بازار خالي لاسونه
بچیانو ته مې ډېر یم ملامته، ضرورته

تمام ضرورتونه دې درځار شي په دا خوښ یم
چی ته مې ضرورت شوې ضرورته، ضرورته

زاهد خپل مقام پرېښود او بل لوی مقام یې خپل کړ
چې ته یې خدای نصیب کړلې هجرته، ضرورته
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپی

👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


غزل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ساه ګۍ مې په وجود کې دېرش کلنه ګرځوله
خو زړه کې به مې ستا د مینې ژمنه ګرځوله

احساس به صدقه کړ رانه مال برخه په نورو
غربت به مې بیا ستا درته لمنه ګرځوله

په غرونو کې بې قبره، بې کفنه وجود ښه یم
ما خپله زندګي هم بې وطنه ګرځوله

چې ما غوښتل له لارو یې پاشلي اغزي ټول کړم
نو دوی مې په تڼاکو پسې ستنه ګرځوله

شوه پټه د حالاتو په غبار کې رانه ورکه
هغه څېره چې زړه کې مې ترننه ګرځوله

زاهده څوک یې خپل کړۀ، څه قیمت یې و د مهر
د چا د وینو خال پسې یې زنه ګرځوله؟
ــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه!
د BaHar AyaAr ورور په وال مې په همدې قافیه او ردیف د شعر مطلع یو وخت لوستې وه چې یوازې مطلع وه نور غزل یې پسې نه و لیکلی خو مانه ورپسې دغسې کرښې ولیکل شوې تاسو یې وګورۍ..!

👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


ضرورت!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ننګ ضرورت هم و د پښتو ضرورت هم
وو دَور ته زمونږ د قربانو ضرورت هم

ما وکړ بغاوت او دوی بیا قتل کړم بس خلاص
زما ضرورت هم و، د هغو ضرورت هم

چې دی مونږ ته د تېرو زمانو ضرورت ډېر
شو مونږ به د راتلونکو زمانو ضرورت هم

له څومره ازمایښت وروسته چې را یې کړلې ته
نو ژوند ته و د دومره حادثو ضرورت هم

چې ثبت یې تاریخ د ژوند هویت کړي مکمل
مخونو ته و ډېر د آینو ضرورت هم

زاهده ستا مقام، د دوی حسَد او تربګني
څراغ ته نو حتماً وي د تیارو ضرورت هم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپی

👇👇👇👇
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
👉 @MohajirZahid 👈
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯

Показано 20 последних публикаций.

587

подписчиков
Статистика канала