اغیار په پښتانه کې دی/ مستغفر
مولوي امان الله مستغفر
یار په پښتانه کي او اغیار په پښتانه کي دی
سم به درته ووایم ټول کار په پښتانه کي دی
غم د پښتانه خورم پرما وار هم پښتانه کوي
ماته چي تابوت جوړکړي نجار په پښتانه کي دی
دین جومات آذان ممبر محراب په پښتانه ودان
بیاهم چیغي مرګ جنګ او بمبار په پښتانه کي دی
پل مو په خپل کلي کي دی غل موپه خپل کلي کي
هغه مو د لستوڼي کوچه مار په پښتانه کي دی
څو پوري به بل ته ګوته نیسو پړه به نه منو
زما د سر قاتل پښتون غدار په پښتانه کي دی
بلي خواته مه ځه مستغفره هرڅه دلته دي
زما د دښمنانو څوکیدار په پښتانه کي دی