پروان ولایت کې نږدې ۱۸ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې
د پروان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د نږدې ۱۸ زره الکترونیکي تذکرو په وېشلو سره توانېدلی چې شاوخوا ۴میلیونه او ۳ سوه زره افغانۍ عواید را ټول کړي.
د دې ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي شفیق الله شهزاد وايي چې له وروستیو بدلونونو وروسته په یاد ولایت کې دوې وېش څانګې فعالې دي چې په ورځني ډول څه باندې ۴۰۰ غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د ښاغلي شهزاد په ویناپه یادو وېش څانګو کې د نویو تذکرو د وېش تر څنګ له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي چې هېوادوالو ته د تذکرې د مثنی، د ودونو، زېږونونو او د کورنۍ د پاتو غړو ثبت خدمتونه وړاندې کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش په برخه کې هېوادوالو ته چټک او پر وخت خدمتونه ترسره کړي او د بېلابېلو اسانتیاو په برابرولو سره هڅه کوي چې د دې ملي پروسې د پلي کېدو بهیر لاچټک کړي.
د یادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د یوې الکترونیکي تذکرې بیه ۳۰۰ افغانۍ او د یوې مثنی بیه ۵۰۰ افغانۍ ده، او له دې پرته هېڅ لګښت نه لري.