بين الافغاني ناستې ته لنډ وړاندیزونه
https://www.nunn.asia/?p=184443
عبدالغفار سربڼ
شک نه شته چې افغانان باید د بهرنیانو له څرګندو او ناڅرګندو لاسوهنو پرته سره وغږیږي او يوې فيصلې ته ورسیږي.
ددې موخې لپاره لازمه ده چې ټولې ډلې په دې توافق وکړي چې د خپلو غوښتنو د لاس ته راوړلو لپاره فقط پر خپل مټ او طاقت تکیه ولري او له بهرنیو ځواکونو نه د فشار د وسیلې په توګه ګټه پورته نه کړي.
دا اوس اوس بهرني پوځیان ددې لپاره پر هوایي بمبار کې برخه اخلي تر څو پر طالبانو هغه څه ومني کوم چې طالبانو دا ۲۶ ویشت کاله نه دي منلي. هغه خواوې څه حکومتي او څه غیر حکومتي تنظیمي چې د ناټو او امریکا له حمایت نه برخمن دي بالاخره باید پوه شي چې نن بهرنیان حاضر نه دي چې په هر قیمت دوی وساتي.
نن د تورونو او بهانو توفاني سمندر وچ شوی او د غربي نړۍ په کارخانو کې هم تور او بهانه لکه پخوا نه جوړیږي کوم چې یو وخت یې بازار تود و.
تروریزم هغسې نه پلورل کیږي چې د یوه سړي د سر بیه پنځوسو ملیونه ډالرو ته جګه شي او د بل پنځه ویشت ملیونو ته. باید د ژوند حقایق ومنل شي.
په ورزش کې یوه مقوله ده چې با تهذیبه لوبغاړی هماغه دی چې خپله ماتې او بايلات په سړه سینه او صبر ومني، نه دا چې لج او سرکشي وکړي.
زه په خواشینۍ سره باید دا ووایم چې د ناټو وطني انډيوالانو کې یو خصلت عام دی هغه دا چې د دوی تاریخي اطلاعات یا ناقصه دي او یا هغه د قدرت د نشې په غبار کې نه شي لیدلی، ځکه:
افغانستان د خپل قومي، جغرافیایي او تاریخي او خصوصاً دیني او بیا اقتصادي جوړښت له کبله او له اړخه له بل هیڅ بل کوم هیواد سره پرتله کیدلی نه شي.
فدرالېزم، جمهوریت او دیموکراسي دغه هیواد تجزیه کوي.دغه خاص جوړښت افغانان مجبوروي چې فقط په یو واحد، مرکزي او د ټولو قومونو په خوښه اسلامي نظام موافقه او دعا وشي.
دغه هیواد نه ترکیه دی، نه تونس، نه ايتوپيا، نه ایران او نه پاکستان... بلکې د زر ګونو کلونو په لړ کې یې د مرکزي نظام په مرسته خپله بقا ساتلې. هره قومي، ولایتي خود مختاري د همسایه هیوادونو د بې ثباتۍ سبب ګرځېدلی شي.
لاندې څرګندونې د وړاندیز په توګه راتلونکو ناستو ته ضروري ګڼل کیږي:
-د نظام انتخاب باید ددی سبب نه شي چې هیواد له داسې بی ثباتۍ سره مخامخ شي چې جغرافیې ته یې خطر وي.
-خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره ټول بهرني خواخوږي او مرستندویان باید حذف او هیر کړل شي.
-بندیان پرته له شرطونو ازاد شي.
ټول بندیزونه باید د طالبانو پر مشرانو لغو شي، تورلیست باطل اعلان شي.
-پر دې باید موافقه وشي چې اینده نظام اسلامي وي.
-ازمایل شوې نسخې باید مردود وګڼل شي.
-دسیسه او توطئه او کودتا باید د ټولو ډلو له خوا واک ته د رسیدلو د وسیلې په توګه نا روا وګڼل شي.
-د ناستې ګډون کونکي باید پس له اوږدو خبرو لاندې مسایل حل کړي او پر هغو تړون وکړي:
۱.یوه متخصصه کار پوهه متعهده او امینه کاري ډله په همدې غونډه کې باید جوړه شي تر څو د يوې پراخې جرګې (ستره ملي جرګه ) چې دیني عالمان یې اکثریت وي او نور قومي مشران دنیوي عالمان معلمان او استادان او د صنعت او حرفي استادان ولسي خیر خواهان او نیکنامي اشخاص په دې جرګې کې راوبلل شي.
دغه جرګه دې د قندهار تاریخي ښار کې (د معاصر افغانستان د تاسیس او قیام یادګار)د يوې نوې امنیتي لښکر تر څارنې لاندې جوړه شي.
(دغه امنیتی لښکر دې د امارت او کابل ادارې فوج له افرادو تشکیل شي.)
د دغې جرګې ګډون کوونکي باید فقط دا یو تعهد او هوډ وکړي چې راتلونکی نظام به اسلامي مرکزي نظام وي او د هغه د راتګ له پاره به خپله دنده په امانت تر سره کوي.
یاده شوې ډله دنده لري چې د لويې جرګې د تدوین کار د امارت اسلامي د محلي اداراتو او د کابل د ادارې د محلي اداراتو په مرسته تر سره کړي.
۲.د سترې ملي جرګې دنده داده چې:
-یوه دایمي جرګه د دیني علماوو او متخصصو کار پوهانو (له طب او زراعت او وترنرۍ او مالدارۍ او معدن او صنایعو نیولې بیا تر فارمسي او نورو پورې)نه جوړه کړي چې غړي یې د خیانت او فساد داغ پر تندي ونه لري.
غړي یې باید د مهارت او کارپوهنې په بناء وټاکل شي. څوک به شاید دغې جرګې ته د حل او عقد جرګه او شورا وایي خو نوم یې له عمل نه کم اهمیت لري.
-همدغه جرګه د یو متعهده دینداره امین پوځ پر جوړولو غور او فیصله کوي. شک نه شته چې پرته له غدارو جنرالانو افسرانو د کابل حکومت فوج به هم ددې تشکيل برخه شي او لازم شرعي او دیني روزنه به ورکړل شي.
-بیا جرګه پر دایمي اوربند مشوره او فیصله کوي.
-همدا جرګه په ډیر دقت د افغانستان د بهرنیو اړیکو سیاست څیړي او دې هیواد ته به یو با ثباته مستقله او ناپېيلی بهرنی سیاست ټاکي چې د هغه په رڼا کې به هيڅ یو په اسلامي ضد او اخلاقي ضد او ملي ضد تړون یا انډیوالۍ او ایتلاف کې نه شامليږي.
-جرګه یوه کاري ډله چې دیني متخصصین او مسلکي ماهران یې غړي وي ټاکي