تر څو یو وضعي اساسي قانون چې لارښود یې کتاب او نبوي سنت او حنفي فقه وي تدوین او ترتیب کړي او جرګې ته یې د غور او تصویب لپاره وړاندې کړي.
دا قانون د نظام د اداراتو اړیکې او د وګړو او نظام د حقوقو او وظایفو څرنګوالی تشریح کوي.
-جرګه د قضا او څارنوالۍ د دندو د تنظیم په موخه جیدو قاضیانو او مفتیانو او دیني علماوو ته دنده ورسپاري تر څو د افغانستان د جزا قانون د کتاب الله او نبوي سیرت او حنفي فقهې په رڼا کې تدوین کړي او د تصویب له پاره یې جرګې ته وړاندې کړي.
-جرګه د جرم او جنایت سره د مبارزې له پاره دیني عالمانو او متخصصو څارنوالانو ته او مسلکي دینداره پولیسانو ته دنده سپاري تر څو په بیړه د داخلي وزارت له دیني اصولو سره سم اصلاح کړي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر احکام پلي کړي. دغه ډله پر عادلانه اجراأتو جرګې ته مسؤله ده.
-جرګه به مشر هم ټاکي، مشر باید په دو ثلثو رایو وټاکل شي.ساده اکثریت ستونزې راوستلی شي.
مشر مسوول دی، مشر واجب الاطاعة دی.
مشر واجب الاحترام او غیر مسؤل شخص نه دی. مشر هر وخت د سوال او پوښتنو مورد ګرځیدلی شي.
مشر د جرګې له خوا د خپلو کړنو په باب پوښتیدلی شي او مکلف دی چې ځواب ورکړي.
مشر اصلا د جرګې د فیصلو تیار سئ مجری او عملي کوونکی دی نه مطلق العنانه ټولواک.
مشر باید شرعي عیبونه او د غدر او خیانت داغونه او د اداري او اخلاقي فساد جرمونه ونه لري.
مشر باید د هر افغان مشر وي، نه د کومې ډلې، قوم یا فرقې مشر. فیصلې باید په بیړه ونه کړي. دده دندې باید د حل او عقد جرګې له خوا تل وپلټل شي تر څو عدل اجراء شي.
د عدل پلي کول د یوه اسلامي نظام اصلي موخه ده. متعادله، متوازنه دیني، دنیايي ټولنه جوړول. ښوونه او روزنه کې هم باید عدل حاکم وي. اقتصادي، ټولنیز، سیاسي، ادبي، کرهنه او هر عام المنفعه او خصوصي هڅو کې باید د عدل اړخ رعایت شي او دا صرف په پوهاوي او تعلیم او تعلم کیدلی شي.
الله شاهد دی زښت نور مسایل دي چې هغه هم په کې راګډ کړم خو لیکنه اوږدیږي.
پورتني وړاندیزونه ددې لپاره ضروري ګڼم چې زمونږ په دیموکراسۍ مین تکنوکراتان او شریکان لګیا دي بیا طرحې جوړوي او حا یې توحید ته ملا تړلې ده هرخوا له شلو زیاتو طرحو کې ټول له سیکولر جمهوریت نه نۀ تیریږی او هغه ته یې د تقدس مقام ورکړی دی. بلې خوا غرب د جمهوریت خریدار دی خو زمونږ خلک یې د بوسو په بیه هم نه اخلي.
بیا وایم: ای مستو مدهوشو دیمکراتانو!
وطن خطر کې دی؛ هغه وژغورئ، دیموکراسي افغانستان کې د ژغورلو نه ده.
تابوت یې د ناټو پوځيان له ځان سره لویدیځو هیوادونو ته بیايي، په سد شئ او له نشې را ووځئ.