طالبان: د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ جنجالونه ښيي، چې کابل ادار ه د پرېکړو وړتیا نه لري
https://wp.me/p54r7z-DIZ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي د سفر په تړاو ارګ او بهرنیو چارو وزارت یو د بل مخالف دریځونه ونیول؛ طالبانو دې حالت ته په کتو ویلي «کابل اداره د پریکړو او د سولې د خبرو واک نه لري».
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «د کابل ادارې د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ د سولې په تړاو متضاد دريځونه دا سلامي امارت هغه موقف ثابتوي چې د کابل اداره د سولې د خبرو او پریکړو وړتیا نه لري. دوی یوګډ مذاکراتي ټيم هم جوړ نشو کړای.»
د طالبانو په قول، دا حالت دوی ته ورښيي، چې باید په هیواد کې له مختلفو جهتونو سره خبرې وکړي.
https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1180502447174950913?s=20
طالبان داسې مهال د کابل حکومت د سولې د خبرو او پرېکړو په برخه کې بېوسه بولي، چې دوې ورځې وړاندې اسلام اباد ته د طالب استازو د سفر په تړاو د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ ناندرۍ رسنیزې شوې. بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د تللي پلاوي د سفر هرکلی وکړ؛ خو ارګ یې په غبرګون کې دا سفرونه بې ګټې وبلل او د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې یې شخصي یادې کړې.