Репост из: پښتو شعرونه pashto sherona
پر مدرسه چاپه ده
مظلوم کوچی
دلته د دین پر شعائرو هره شپه چاپه ده
پر کلینک باندي بمبار پر مدرسه چاپه ده
ډم خانه خلاصه ده او ډم ارتي تڼۍ ګرزېږي
ملا مجرم ده پر مسجد او حجره چاپه ده
له مکتبونو جوړي کړې دي پوستې عسکرو
ددې وحشیانو پر تعلیم او تربیه چاپه ده
غربي تهذیب دا سریالونه او منفي تبلیغات
دا مو پر فکر او پر سپینه عقیده چاپه ده
کلي ته مه راځه جانانه بې ګناه دي وژني
زموږ د کور یې کړله ماته دروازه چاپه ده
داسي وحشت یې ده جوړکړی هرخوا ډزي کوي
اوچته وای نه شي څوک خپله جنازه چاپه ده
مظلومه دا ده ده غربیانو د بیان اذادي
پر حق پرسته شعرقلم او کتابچه چاپه ده
@pashto32
مظلوم کوچی
دلته د دین پر شعائرو هره شپه چاپه ده
پر کلینک باندي بمبار پر مدرسه چاپه ده
ډم خانه خلاصه ده او ډم ارتي تڼۍ ګرزېږي
ملا مجرم ده پر مسجد او حجره چاپه ده
له مکتبونو جوړي کړې دي پوستې عسکرو
ددې وحشیانو پر تعلیم او تربیه چاپه ده
غربي تهذیب دا سریالونه او منفي تبلیغات
دا مو پر فکر او پر سپینه عقیده چاپه ده
کلي ته مه راځه جانانه بې ګناه دي وژني
زموږ د کور یې کړله ماته دروازه چاپه ده
داسي وحشت یې ده جوړکړی هرخوا ډزي کوي
اوچته وای نه شي څوک خپله جنازه چاپه ده
مظلومه دا ده ده غربیانو د بیان اذادي
پر حق پرسته شعرقلم او کتابچه چاپه ده
@pashto32