وروستۍ برخه
ميرويس نيکه سهار وختي پر آس پښه واړوله، له ليرې يې د چاودنې ځای ته وکتل، پراخه ساحه تکه توره ښکارېدله. په هديره کې د خسرو خان وژل شويو پوځيانو ته سلګونه نوي قبرونه کيندل کېدل.
د خسرو خان په لښکر کې وېره خپره شوه، يوولس مياشتې محاصرې له لوږې او نا اميدي پرته بل څه نه لرل.
يوه ورځ خسرو خان ته خپل څو قوماندان ورغلل، وړانديز يې دا و چې محاصره ماته او بېرته د هرات خواته حرکت وکړي.
د خسرو خان له خولې لاړې باد شوې، ورغلي قوماندان يې توپ ته وتړل.
دې کار د ډېرو جنګياليو روحيه لا پسې کمزورې کړه، په ستړي او وږي لښکر کې ګډوډي ډېره شوه، ډېرو پوځيانو دا محاصره بې فايدې ګڼله…په سر تېرو کې به برالا چيغې اورېدل کېدې چې موږ خپلو کورونو ته ځو.
له خسرو خان سره مخالفتونه ډېر شول، مجبور و، محاصره يې ماته کړه، درويشت زره ورپاتې پوځيان يې د ښار جنوبي څنډو ته ورټول کړل.
* * *
ميرويس نيکه له خپلو پنځو زرو جنګياليو او له خوراکي موادو ډک کاروان سره ښار ته ننوت. کاروان ته په زرګونو تور، خيرن او ډنګر لاسونه ور وغځېدل. سپرو په پاستو کې پيچلې پخې غوښې ورکولې.
کورونه ړنګ ول، دېوالونه تور ښکارېدل، د زرګونو وړو_ زړو، ښځو او ماشومانو د غومبرو هډوکي را ختلي ول.
ميرويس نيکه له آسه کښته شو، په ړنګو دېوالونو کې سره لمر ته پرتې ماشومې ته ور وګرځېد. کېناست، يوه شېبه يې د ماشومې ببرو وېښتو، شکېدلو جامو او په ډنګر، سپېره مخ کې تر پټو سترګو را ګرځېدلو تورو حلقو ته وکتل. غاړې ته يې لاس ور ووړ، سړه وه.
يودم يې ماشومه له ځمکې را پورته کړل، د هغې سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه. غريو واخيست.
ماشومه يې د يوه ړنګ دېوال سيوري ته پرې اېسته. ودرېد، شاو خوا يې وکتل، په خاورو کې ښځې او ماشومان ناست ول، له چاودو، خيرنو ، ډنګرو ګوتو يې غوړ څڅېدل، پر پخو غوښو يې بې واره خولې لګولې…
ميرويس نيکه يوه بام ته وخوت، د بازار او کورونو ړنګ دېوالونه لوګو وهلي ول…
له بامه کښته شو، آس ته ور وګرځېد، پر اوږه يې لاس ولګېد، په بېړه يې مخ ور واړاوه. څلور هډوکي، ډنګره پېغله ولاړه وه.
ميرويس نيکه په ځير ځير ورته وکتل.
نجلۍ په غريو کې وويل:
_ابا! زه يم، زينبه!
ميرويس نيکه يو دم خپله لور په غېږ کې ونيوله، زينبې په چيغو چيغو وژړل…
د ميرويس نيکه په سترګو کې اوښکې ډنډ وې، يوه شېبه يې خپله لور په غېږ کې ونيوله، بيا يې پر ککرۍ ښکل کړه، په غريو کې يې وويل:
_نور چېرته دي؟
يو غږ يې واورېد:
_ابا!
ور ويې کتل. محمـود او حسين دواړه ولاړ ول. په لاسونو کې يې ټوپکې ښکارېدلې.
ميرويس نيکه تر درېيو واړو اولادونو يو ځای لاسونه را وګرځول. ټولو يوه شېبه اوښکې تويې کړې، بيا يې يو يو پر ټنډه ښکل کړل. پر خپلو لندو سترګو يې لستوڼۍ تېر کړ، ويې ويل:
_مور مو ښه ده؟
زينبې وويل:
_هو، د نارنج په ماڼۍ کې د ناروغو ښځو او ماشومانو خدمت کوي.
ميرويس نيکه يو ځل بيا خپلو اولادونو ته وکتل، له اوښکو ډکې سترګې يې وځلېدې، يودم يې وخندل:
_حسينه! ته ډېر نه يې خراب شوی، تر زينبې او محموده يو څه په غوښه پټ يې، د نورو حق خو به دې نه وي خوړلئ!
زينبه په ژړا کې خندا واخيسته: :
_نه ابا! مور او محمود ورور مې موږ دواړه په ګېډه ماړه ساتلو، خپله برخه وچه ډوډۍ به يې راسره نيموله.
ميرويس نيکه يو ځل بيا خپل اولادونه په غېږ کې ونيول. ويې ويل:
_وروسته به په کراره کيسې سره کوو، هلئ! اوس وږي ماشومان ماړه کړئ!
درې واړو د خپل پلار لاسونه ښکل کړل.
ميرويس نيکه پر ټولو کلاوو را وګرځېد، نيمايي ښار ړنګ و، د کلاوو برجونه اودېوالونه توپونو خوړلي ول. د چهل زينو د غره په لمنه کې د ښار عمومي هدېره څو ځله لويه شوې وه.
ميرويس نيکه د جنګي کلا زېرزميني ته ور کښه شو، په سلګونو ناروغان پراته ول، طبيبانو نوي راوړي درمل ورکول…په دوهمه ورځ يې د نارنج د ماڼۍ په لوی سالون کې قوماندانان او د قبيلو مشران را ټول کړل. د ټولو زړونو ته لوېدلې وه چې خسرو خان پر ښار وروستۍ حملې ته تياری نيسي.
دوی پوهېدل چې دا جګړه برخليک ټاکونکې ده. ماته خوا به له رېښو راخېژي.
ميرويس نيکه له ټولو قوماندانانو راپور وغوښت. يو ساعت وروسته وپوهېد چې شپاړس زره جنيګالي لري او د توپونو ګولۍ هم د يوې زورورې حملې له پاره کفايت کوي.
ده غوښتل چې دا ځل له ښاره د باندې پر دښمن حمله وکړي. ميرويس نيکه پوهېده چې د خسرو خان جنګياليو ته کال مخکې جنګي روحيه نه ده ور پاتې. وږي او نهيلي دي. ده په لومړي او ناڅاپي بريد کې خپله ګټه ليده.
ميرويس نيکه خپلو قوماندانانو ته د جګړې د تياري امر وکړ. هغوی ته يې وويل، مخکې تر دې چې خسرو خان خپل لښکر تيار او پر ښار راشي، موږ له ښاره ور وځو.
دوی تر نيمې شپې د جګړې پر نخشه وغږېدل. په سبا يې د چهل زينو او جنګي کلا پرته نور توپونه د ښار مينځ ته راوړل، د ماښام په تياره کې له پلان سره سم، عزيز خان نورزی له