پښتو ادب او شعرونه.!):


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


یوازی پشتو شعرونه📝
غزل📇
نظم📚
تصویرنه⁦🖼️⁩
سندری🎧
ویډیو🎥
پشتو ادب، درسونه، کتابونه 📚📖
ادمین👇👇
@seratAFG
#تعلیمی_سفیران

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




بعضو ته ډالی


تسبیح په لاس کي په ظاهره دتقوا خلگ دي
زه پـري پوهیږم چي دا بعضي دریا خلگ دي

که یې په سترگو درته وخندل اول دیدن کي
یاره پري پوه شه چي داښُکلي درضاخلگ دي

که یې ویـله چي زه داسي کوم داسي کوم
صــــرف دخبرو دا دکیـک او دحلوا خلگ دي

که یې تعبیـر دهغو تللو پـــه ژوندیو وکړی
ددي غازي وطـــــن سپیڅلي شُهدا خلگ دي

مُلا مسجونه که دي څنگ تـه بی ویلو راځي
فام به پري ډیر کوي اکثره بي وفا خلگ دي


# ملا ذاکر مسجون


╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


د آخر نبي امت کې دې پیدا کړم
درته ګران یم په رحمت کې دې پیدا ګړم
❤👑❤




╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


‏لکه سپرلى چې وي روان له گلابونو سره
څومره ښايسته ښکاري جينۍ له کتابونو سره

سالک



╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


حیران یم چی تشبِه درسره څه ڪړمه ته وایه
ښڪلا وې دي په سترګو ڪې تمامې دي قربان





╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝
‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌


مینه څه ده؟

بس یو درد دی
رسوایي ده

یو پیغور دی
بې وسي ده

یو ماتم دی
جدایي ده

یو وحشت دی
بې خوبي ده

یو ستم دی
بېزاري ده

یو سزا ده
تل ژړا ده

انتظار دی
شوګیره ده

زه خبر یم
مینه څه ده

تباهي ده
تباهي ده!


‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌


╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


دواړه به رنځيږو په يو بل پسې.
دا قيصه به دهغسي نيمګړې وی
💔




╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


ننگ مې له بې ننگو سره ډېر وکړ
اوس راته ارمان په خپلو ښو راځي





╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


ما به ژامې د اورنګ وې ماتې کړې
‏ولې څه وکړم پښتون واړه بې ننګ دي

( خوشحال بابا )




╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


چې په خوله مې ښکلول پرې نازېدلم
د هغو د خولې مې واورېدې ښکنځلې

خوشال بابا




╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


‏د يار په سترګو کې اثر دى
خلک په ځان باندي په زور مئينوينه
🥀



╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


کافره موسيقې په مقدس ميدان کښې غاپې
تاويږې ورته دم په دم ډمانې مسلمانې
🤍❤🤍





╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


که محفل دی کـــــــه جانانــــــه تنهائي ده
په هر ځائې ستا ضرورت دی ستا کمي ده

زۀ رښتیا بې قــــرار زړۀ تـــــــه ملامت یم
ما ورکـــــــــړې د دروغـــــــــــو تســـلي ده

اختلاف مو پــــــــــه خبــــرو کې لازم دی
تا کتاب لوستی ما لوستې زنــــــــدګي ده

دلته پېغلې مزدوریـــو کې ځوانۍ خوري
دې ماړۀ وطــــن کې ډېــــــــره غریبي ده

ممتاز ومني د زړۀ کــــــــــه د حالاتــــــــو
چې ورپــــــورې نامه ستا د لېــــــوني ده

#ممتاز_اورکزی🍁



╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


خزان پــه منډه شو  بهار راغلی
دتــیارو کلي تـــــه سحار راغلی

ددی ملنګ سړي لــیدو ته زړونه
دهیــــلو لــمر طالب نګار راغلی

چي د توحــید بیرغ وزر ووهه
لکه عمرچي ترخپل ښار راغلی

مسجون قلم باندي غزل به لیکی
یوچاپري غګ کړله چي یارراغلی

#ذاکرمسجون


╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


د تعليمى سفيرانو کتابتون📚
دلته به تاسو ته:
1: ډول ډول علمى، اسلامى، سياسى... کتابونه په پشتو او دری نشر شي📚
2: علمى، اسلامې ليکنې📝
3: مقالې او نور ګټور معلومات نشر شي📙📖🕤
زموږ سره اوسى❤️
ادمین
@seratAFG

#تعليمى_سفيران
https://t.me/Book_EA_Afg


لومړۍ بڼه یې ناپښتو دویمه بڼه یې پښتو ده.

1- موافقه نامه = هوکړه لیک
2- غنوان = سرلیک
3- سرنوشت = برخلیک
4- افتتاح نامه = پرانستلیک
5- قیمت نامه = بیلیک
6- تصدیق نامه = بریلیک
7- اجازه نامه = پرېښلیک
8- فهرست = لړلیک لیکلړ
9- یاداشت نامه = یادلیک
10- روغلیک(د سولې یا روغې لیک)
11- تاییدلیک( د تاییدولو سند لیک)

سرچېنه: پوهاند احمد زیار
راټولوونکی :نصیب "شېرزاد"

╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝




خبرتيا!
درنو عزيزانو لکه څنګه چې پوهېږۍ د ( پښتو ادب او شعرونه) چينل د تعليمي سفيرانو د ګروپ له خوا تعليم ته د خدمت په موخه او پښتو خوږې ژبې د عام کولو او ودې لپاره جوړ شوی. نو د هغې ورونو او خويندو څخه چې د پښتو ادبياتو محصل يا فارغ شوي غواړو چې زموږ سره همکار شي د پښتو ژبې اړوند خپل (لنډ ګرامري معلومات, شعرونه, لنډې مقالی, کيسې, داستانونه يا لنډ علمي معلومات, کتابونه ويډيوګانې ) موږ ته ولېږي موږ به يې د نوم ليکلوسره نشر کړو.
هم به ستاسو ليکوالي قوي شي او هم به ډير خلک ستاسو له ليکنو څخه ګټه واخلي.
مننه

اډمين
@seratAFG


╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


بېلتانه دې د هر چا په غم شریک کړم
یار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم!

😢



╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝


په زندګۍ کي مي دا یوځلي تاوان کړی دی.
پر بی غیرته مي د نر سړي ګمان کړی دی.





╔••••🦋✿❣✿🦋••••╗
@pashtosharonaa◈◈
╚••••🦋✿❣✿🦋••••╝

Показано 20 последних публикаций.

5 415

подписчиков
Статистика канала