ملي راډيو تلويزيون Rta pashto


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


👆


الحاج فقير محمد درويش اصلي چينل👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/faqirdarwish1


محترمو ملګرو:
دملا فقير محمد درويش مخکيني چينل بعد له څلورو کلنو، بلاک شو نور به اینده کې دلته نوي چینل کي نشرات کوو ان شاءالله

12050 کسان وه اوس دا نوي چينل دي داخل شي

دا چینل کي به تاسو ته نوي ترانه او پخواني ترانه نشرات ګيږي


له تاسو محترمينو! څخه هيله لرم، چې دا چېنل جوائن او تر خپلو ټولو ملګرو پوري ورسوئ! مننه
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/faqirdarwish1
https://t.me/faqirdarwish1
https://t.me/faqirdarwish1
ورور مو ملا فقیر محمد دروېش


‏کرملین د فرانسې د پریکړې په اړه چې اوکراین ته زغروال وسایط ورکوي وايي، چې د فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو دغه ډول اقدامونه وضعیت نشي بدلولی او دا به یوازې د اوکراینیانو ژوند نور هم ستونزمن کړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تیره اونۍ کیف ته د ټانکونو استولو ژمنه کړې ده.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


‏د ‎#پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، چې په څمکنیو ولسوالي کې د ادا موسسې په مالي ملاتړ یو رغتون له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مسولینو په وینا؛ یاد روغتون په درېیو میاشتو کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بیارغول شوی دی.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله د دواړو هېوادونو د محصولاتو د پېر او پلور لپاره بازار جوړ شوی دی.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له هڅو وروسته د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانه ۲۹۴ افغان بندیان خوشې شول.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مصر، سوډان، لیبیا او فلسطین هېوادونو له دیني عالمانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علماوو د عالیقدر امیرالمؤمنین له لوري اعلان شوې عمومي بښنه ستایلې او ویلي یې دي، چې عمومي عفوه په افغانستان کې د زرګونه کسانو...

‏د ژوند د ژغورنې او په ټوله نړۍ کې د مسلمان امت د خوښي لامل شوې ده.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د سردار محمد داوود روغتون ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې وايي، چې د پخوا په څېر خپلو دندو ته راځي او هغه اوازې هېڅ حقیقت نه لري، چې ګواکي زموږ دندې دې ځنډول شوې وي.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


‏د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي.
ښاغلی مجاهد وایي؛ د چین سفیر ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې همکاري ته دوام ورکوي.
نوموړی زیاتوي؛ دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ښو اړیکو او پانګونې خبرې شوې دي.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې د سیند ایالت له زندانونو څخه ۳۰۳ تنه افغان زندانیان، چې۶۳ میرمنې او ۷۱ یې ماشومان دي ازاد شول.
یاد سفارت زیاتوي؛ د ازاد شویو زندانیانو ټول لګښت د سفارت او قونسلګرۍ له لوري ورکړل شوی دی.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


د سترې محکمې رییس قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني کندهار کې یوې غونډې ته ویلي، چې افغانان د اسلامي امارت د پاېښت، د ولس هوساینې او بهرنیو دسیسو پر وړاندې یو موټي دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ حاکم اسلامي نظام د اسلامي امارت د مشرانو د سرښندنو پاله ده ټول مکلف یو، چې د یادو مشرانو پیروي وکړو.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن ورځ د جینوا په کنفرانس کې ویلي، چې هېواد یې له خپلو نړیوالو شریکانو څخه د اته میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکو دریو کلونو کې د خپل هېواد د اقتصادي رکود مخنیوی وکړی.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
#دنن_لنډ_اومهم_خبرونه!
د شهزاده هري څرګندونو ته د افغانانو پراخ غبرګونونه!
افغانان له نړیوالې محکمې غواړي، چې د افغانستان د ملکي انسانانو د وژنو په اړه څېړنې وکړي او شهزاده هري دې محاکمه او عدالت ته راکش کړل شي.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


‏د هرات د طلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې دې ولایت کې د پینځم منار د ویجاړو برخو د بیا رغولو چارې روانې دي.
د مسولین په وینا؛ دغه منار به په درې فازونو کې بیا ورغول شي.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


‏د افغانستان بانګ وایي، چې د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه د روان کال د مرغومې میاشتې په ۲۱ نیټه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.
یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې په یاده داوطلبي کې برخه واخلي.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


‏د کرنې سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري له ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو له سازمانونو غوښتي،چې د امو سیند د تخریباتو په مخنیوي کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د امو سنید د څنډو ویجاړېدو له امله تر دې مهاله سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوې دي.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


‏د هلمند پوهنتون رهبري او استادانو د شاهزاده هري وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې اعتراضي غونډه کړې او له نړیوالې ټولنې یې د نوموړي د محاکمې غوښتنه کړې.
د بریتانیې د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري د خپلو یادښتونو په کتاب کې ‎#افغانستان کې د ۲۵ تنه بې ګناه افغانانو په وژلو اعتراف کړی دی.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، چې ‎#کابل ښاروالۍ په لږو امکاناتو د ښار څېره بدله کړه.
یاده ورځپاڼه زیاتوي، چې پخواني پلانونه عملي کېږي، د ۱۸۰ پروژو چارې روانې دي، هغه کوڅې چې جنګسالارانو تړلې وې بېرته پرانیستل شوې، معیاري څلور لاري جوړ شوي او هره ورځ په ښار کې نظم او نظافت لیدل کېږي.

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
‏د ننګرهار په مومندرې ولسوالي کې په شاوخوا ۷۰۰ جرېبه ځمکه د بار وړنکو موټرونو د تمځایونو جوړولو چارې پیل شوې.

نور حال راپور کې

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل
👇
https://t.me/passportafghan

Показано 20 последних публикаций.

6 520

подписчиков
Статистика канала