قتل عـــام
وژنه قتل عـــــــام د ولس ښه روانه ده
دې ښار کې خـــو جګَړه ښه توده روانه ده
وتلي نومیالي دي دغه سپین سپین طالبان
کامران دي چې پرمخ یې قافلـــه روانه ده
زلمو ګټلی نن د جنګ میدان دی، له غلیمه
جهان کې یې، همدا د ننګ کیسه، روانه ده
بریاوې به لمانځو پر ترانو او پــــر نظمونو
سرود د امارت دی زمــــزمـــــه روانه ده
زما زخمي وطنه درملنه بـــــــه دې کیږي
خبره د جوړښت دې تـــــر دوحه روانه ده
غلام سړي خواره ورپکښې یو په بل اخته دي
په ارګ او پارلمان کې ډرامــــــــه روانه ده
خبردی بس یورب(ج) چې څه به کیږي څه پېښېږي
"غـالـبـــــــه" دنیا ګوره ســـرچپه روانه ده
👇👇👇
@qaledg12