داغ دمیني
ته د ښـکـلـو یې ســـردار
کړم ښایست دي زه خمـار
رانه وړی دي زړګی دی دمیئن زړه یې سالار
الله هـو هـو هـو زمـا یـار زمـا دلــدار
ای حسینه غنمرنګه
څومره یې خوشبولونګه
ته دعِشق یې پتنګه
راشه کینه مي تر څنګه
ته مي ژوند یې ګلالیه ټول وجود مي شه در زار
یاره ما چي در کتلای
تا میده میده خندلای
تا قیصه راته کولای
ما دي حِس دمیني کړلای
ته ملنګ زه دي مرید وای تل به ناست ستا په دربار
رقیبــا ن مـو ګـرځي خواته
چي مو نه کړي یو بل شاته
پام دي ډیر راسره ساته
یــاري پـالـو تـر حیـاته
په نشتون به دي رنځور شم او رامات لکه چنار
په څهري دي داغ دمیني
معلومیږي له هـرکـړني
ستا وحسن ته وګـړي
فکر وړي لاس تـر زني
په اوصافو دي عابدعزیر لیکمه تل اشعار
عابدعزیر
@qariAabidAzir
ته د ښـکـلـو یې ســـردار
کړم ښایست دي زه خمـار
رانه وړی دي زړګی دی دمیئن زړه یې سالار
الله هـو هـو هـو زمـا یـار زمـا دلــدار
ای حسینه غنمرنګه
څومره یې خوشبولونګه
ته دعِشق یې پتنګه
راشه کینه مي تر څنګه
ته مي ژوند یې ګلالیه ټول وجود مي شه در زار
یاره ما چي در کتلای
تا میده میده خندلای
تا قیصه راته کولای
ما دي حِس دمیني کړلای
ته ملنګ زه دي مرید وای تل به ناست ستا په دربار
رقیبــا ن مـو ګـرځي خواته
چي مو نه کړي یو بل شاته
پام دي ډیر راسره ساته
یــاري پـالـو تـر حیـاته
په نشتون به دي رنځور شم او رامات لکه چنار
په څهري دي داغ دمیني
معلومیږي له هـرکـړني
ستا وحسن ته وګـړي
فکر وړي لاس تـر زني
په اوصافو دي عابدعزیر لیکمه تل اشعار
عابدعزیر
@qariAabidAzir