قاری احسان هروي


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دلته به انشاالله کله ناکله زموږ مات او گوڋ شعرونه
تاسو ته نشروم هیله لرو چی زموږ چینل په مینه در سره جوئن کڔی ستاسو کشر ورور احسان هروی

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


ای د جهان د ښکولو ښکولو خوږامام مدني
په مینه مینه کڔه قبول دورود سلام مدني
دورود سلام دورود سلام

داستا د مینې په لمبو سوی عرب او عجم
په خوله یه وې شیرین غزل د احمد نام مدني

چي ستاپه کلي کی می ژوند وَۍد روضي په څنک کي
او ښکولوۍ مي هر منار په احترام مدني

چی مدیني لوري ته واڔه ومه سترگي ګرانه
راشی د اوښکو قـافــله په صبح وُ شام مدني

ترخي شیبي د بیلتانه اوس تیروم په عجم
زڔه می نرۍ نرۍ دردیږي تل مدام مدني

د احسان هیله په ژوندون کی بس همدغه وِي تل
چي وِي دا ستا د دروازي ادنیٰ غلام مدني


نوی خوندور نعت شريف

په مينه مينه کړه قبول درودسلام مدني

آواز قاري عاکف هروي

شاعر قاري احسان هروي
@Ahakifharawi




درودشریف پرسروری کائنات پخرالموجودات محمدصلی الله علیه وسلم هیرنکڔی

*اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

*اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد


آریانا وطنه...
احسان هروي...

ته می ټاټوبۍ د نیکونو یه لیلا وطنه
په تا به سر شیندم پتمنه آریانا وطنه

ستادَ ننگونو اوجگڔو انځور نڔۍته څرگند
وَ هر اغیار ته سولي تندر له سما وطنه


ستا چوپڔتیا کي گران هیواده واڔه سر ځارَوُ
د خپلواکی په لوره درومو په بریا وطنه

ټول نڔیوال دِي پاته شوي له سیالی اتله
سر یه ټیټ کڔی دۍستاواک ته په رشتیاوطنه

خفگان ونکڔي واڔه ستونزو ته دي غر ولاڔ یو
تا به پالو په خپلو وینو سه ڋاڋا وطنه

ویاڔي احسان په تا او دا در سره ژمنه کوي
چی کڔِی تر مرگه به له تا سره ملتیا وطنه


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نوی ترانه
ده افغانســــتان په ویــاړ

کســـر
ته می ټاټوبی دنیکونویه لیلا وطنه
په تابه سر شیندم پتمنه اریانه وطنه

اواز.. مولوی ســـعدالدین ثاقـــب

شاعــر..احســـــان هروي
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_media


Репост из: قاری احسان هروي
تر ڋیره انتظار ومه...

احسان هروي...

تر ڋیره انتظار ومه جانانه ته رانغلي
مائل ستا د دیدار ومه جانانه ته رانغلي

ژڔۍ مازدیگرۍ وُ ژڔۍ لمر مخ په لویدو وُ
په غم کي راحسار ومه جانانه ته رانغلي

په ځیر ځیر مي کتله هري لوري ته چي راشي
بس دوي سترگي په لار ومه جانانه ته رانغلي

دا ستا د یادو غشي مي په زڔه وي لگیدلي
زخمي پرهار پرهار ومه جانانه ته رانغلي

خبر نوم چي لاڔ شي بیا به را نشي تر کلي
مدام به نا قرار ومه جانانه ته رانغلي

چي څرنگه احسان له ژوندون ټوله کڔه لمنه
مرگي ته انتظار ومه جانانه ته رانغلي


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

کسر

تر ڋیره انتظار ومه جانانه ته رانغلي
مائل ستا د دیدار ومه جانانه ته رانغلي

نعتخوان منور هروي
شاعر قاري احسان هروي
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_media


دلته به انشاالله کله ناکله زموږ مات او گوڋ شعرونه
تاسو ته نشروم هیله لرو چی زموږ چینل په مینه در سره جوئن کڔی ستاسو کشر ورور احسان هروی
شخصي رابطه👇
https://t.me/EHSANHRAVY


ته یي باچا...

احسان هروي...

ته یي باچا د ټول جهان مدني
ته یي رحمت د انس وُ جان مدني

دا ستا په روی سوله پیدا حبیبه
ټول کائنات ځمکه اسمان مدني

رب یی ستایلی په یاسین او طاها
هم دۍ نازل پر تا قرآن مدني

واڔه نڔۍ وه په ظلمت کی ڋوبه
تا کڔل رڹا د لمر په شان مدني

ټول مخلوقاتو ته محبوب یي گرانه
هم یي محبوب د پاک سبحان مدني

احسان به لیکمه په مینه مینه
حسین او صاف دي هر زمان مدني


زیبا کلام...

احسان هروي...

ولولــه پـه مــینه د الله کلام
دادَ ژوندانه لار ښود زیبا کلام

نشته پکي شک اونه شبهه پکي
دغـه مـنزل پـر مصطفیٰ کلام

ټوله مؤمنانوته رحمت دَ خدای
هم دۍ زخمی زڔو لره شِفا کلام

اوسي په سینو دَ حافظانو کي
بهــتر تـر دنـیا او مـا فیـها کلام

رد کــڔلو جِبـــالُ قبـــلونه یي
کڔی انسان قبول دغه اعلیٰ کلام

کڔله یه احسانه ټول کُتُب منسوخ
وِي به وَ محشر لره بریا کلام


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

کسر
ولـوله پــه میـنه د الله کـلام
دا د ژوندانه لارښود زیبا کلام

غږ. الله داد هلال
شاعر. احسان هروي
#العصرنشرياتې_اداره

https://t.me/alasar_meedia


خَــیْرُالْانَــام مدني...

احسان هروي...

ستا د دیدن ارمان لرم نبي سلطان مدني
فِــدَاکَ اَبِــی وَ اُمِّــی خَــیْرُالْانَــام مدنـي

رب ستا په روی کڔله پیدا ټوله دنیا حبیبه
واڔه نبیانو کي اعلیٰ دوست د سبحان مدني

ټول مخلوقاتو ته رحمت او هدایت یي نبي
ټول دی څادرکڔی د تیارو له دي جهان مدني

شاه د عرب هم د عجم او هر مسلم د زڔه سر
خاوند یي د حوض کوثر لوڔ دي مقام مدني

پاس د معراج په لوري و دي کڔل سیرونه یاره
شولي رسان ته بلا کیف تر لا مکان مدني

چی خپله رب او ملائیکو دۍ ویلۍ پر تا
احسان هم وایمه پر تا دورود سلام مدني


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

ستا د دیدن ارمان لرم نبي سلطان مدني
فِــدَاکَ اَبِــي وَ اُمِّــي خَــیْرُالْانَــام مدني

غږ. شهناز الرحمن آصف
شاعر. احسان هروي

#العصرنشرياتې_اداره

https://t.me/alasar_meedia


ارمان د حرم...


احسان هروي...

ارمـان مي پـه زڔه د دیــدار د حرم
یادیږي مي تل ښکولی ښار د حرم
الله رانـصیب کـڔي دیدن یه یو ځل
چي ښکل کڔم په مینه منار د حرم

چی کـلی کوڅو کـی می ذکر کوی
مشــغـول وی الله اللهُ مـی وَ یَـی
دنیا وی ټول هیره حرم مي لـیدی
ټول ژوند وی ملنگ په دیار د حرم

طواف مي کوی ټوله شپه په کعبي
غرق وی بس په عشق د الله د بیتي
حسـین اذانـونه مـي تـل اوریدی
حسیـن منــارو د سهـــار د حـرم

حجـر الأسـود مي په ناز ښـکولوی
مقـام ابراهیـم تـه پـه ناز دریــدی
رحمت د ناوی لاندی تل لمدی دی
پـه سپینــو اوبـو د بهــار د حـرم

عرفـات جگو جگو غروته ورتـلی
صـفا او مروه په میـدان گرځـیدی
زمزم ده چینی په جامـو اوبـیدی
نظـر می وی تـل په گلـزار د حرم

واصل مي کڔي ربه تر دا سپین ارمان
زخمی زڔه زما په وصال کڔی درمان
په مینه به لیکـم احسـان په هـر دم
حـسین لکـه گــل دا اشعـار د حــرم


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

ارمان مې په زړه دى ديداردحرم
ياديږي مې تل ښکلى ښارد حرم

اواز. مولوي بسم الله حيدري جان

شاعر قاري احسان هروي


#العصرنشرياتې_اداره

https://t.me/alasar_meedia


نورالهُدیٰ

احسان هروي...

دو کونو سردار نورالهُدیٰ ده مَدیني نبي
ستا په روی پیدا سوله دنیا ده مَدیني نبي

ستا په راتلو ورانه سول ده ظلم ده وحشت نڔی
جهل توری شپي سولي رڹا ده مَدیني نبي

ڔنگ دی کڔل عزا او لات منات واڔه بتانه
حق لره نصیب سوله بریا ده مَدیني نبي

پاس ده لا مکان په لوري وه دي کڔه سیرونه
ټولو مرسلینو کي اعلیٰ ده مَدیني نبي

ستر ڂښتن ستایلی په طٰا هٰا او په یاسین یه ته
په عظیم خویونو کي باڄا ده مَدیني نبي

واڔه قمرین سوله عاجز پاس په سمأکي
ستا حسین رخسار ته په رشتیا ده مَدیني نبي

سواحسان عاجز نور ستاحسین حسین صفاتوته
بس درود ســلام وایی پــر تا ده مَدیني نبي


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نوی نبوی نعت
اوز منور هروی
کسر
دو کونو سردار نورالهُدیٰ ده مَدینی نبی
ستا په روی پیدا سوله دنیا ده مَدینی نبی


شاعر
احسان هروی

#العصرنشرياتې_اداره

https://t.me/alasar_meedia


سردارالکونین

احسان هروي...

تو سردار دو کونینِ رهنمای اِنس وجانِ
تو محبوب ذُوالجلالِ نبی یَه آخر زمانِ

رحــمة للعــالمینِ بهترینِ مــرسـلینِ
خلق زه نور توپیداستُو خود زه نور رب منانِ

شُدی ناجیَ دنیا از قعر ظلمت وه تاریکی
مَملو از اُنس وه اُلفتی هدایت چراغانی

عاجز گشته قمرین هم زه زیبائیه رُخسارت
هم در خُلق وه خُویَ نیکو بی مثال در این جهانِ

صاحب مقام محمود وه ساقیه حوض کوثر
در روز بزرگ محشر تو شفیع مؤمنانِ

احسان غرقُ در گناهم کاش به روی تو مغفورشم
اُمید وارم چون که عزیز ترین بنده رحمانِ


توري سترگي...

احسان هروي..

توري سترگي هیرول څه آسان نه دِي
زڔه اورو کي سوځول څه آسان نه دِي

د غمــونـو تندریـزه بارانــو کــی
توره شپه کی لاره وڔل څه آسان نه دِي

بیلتانه کلی کی ژوند کول په هجر
د وصال له کلی تلل څه آسان نه دِي

په یاغی یاغی موجو د سمندر کي
بي لاسو لامبو کول څه آسان نه دِي

باغ د میني د زڔگي په وینو باندي
ښه سمسور مدام ساتل څه آسان نه دِي

ای احسانه په مڔژواندی ژوندانه کي
و هر چا لره خندل څه آسان نه دِي

Показано 20 последних публикаций.

29

подписчиков
Статистика канала