حافظ شهاب ځدراڼ


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


Sahab zadran

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
بیګه دې یاره یوسړی دغم له زور را ړنګ وو
سپوږمۍشاهده ده یوڅوک دِ پرآنځور راړنګ وو

اواز حافظ شهاب ځدراڼ
شاعر افتاب ځدراڼ

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_5531


Репост из: مشفق امارتی ډیزاینر
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
انتظار مو نور ختموم !
واخلۍ یوځل بیا دمېني نه ډک ځنګولی ترنم !

اوریدل یی مه هیره وۍ ؟

کســـر
مینه متم مینه جنون دی اوجنون دی پویار
عاشق بیللی خپل ژونددی اوژوندون دی په یار

ترنم 》حافظ شهاب ځدران
بدرګه 》مولي محمد شاه مسرور
شاعر 》مولي محمد شاه مسرور

https://t.me/Mushfiqemarti


Репост из: مشفق امارتی ډیزاینر
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
مجاهد اشنا ته دي دا یوڅو کرښې ډالۍ وي !

وای الکه مجاهده دسنګر په ګردو خړه
سـل پیغلې نازولي جنکۍ درنه لوګی شه

ایډیټ 》مشفق امارتي

مشفق امارتی دټلیګرام ادرس 👇
https://t.me/Mushfiqemarti


ملک الموت به د جنت او دوزخ تر منځ ولاړ شي او یوه هیبت ناکه چیغه به یې له خولې ووځي، که الله تعالی خپل بندګان مړه کړي نه وای؛ نو ټول به د عزرائیل علیه السلام د چیغې له سختۍ او تندوالي څخه مړه شوي وای.

بیا به الله تعالی بلاکیفه دنیا ته ور وګوري او وبه وایي:

-ای دنیا! چیرې دي ستا ویالې، ونې او ودانۍ؟
-چیرې دي پاچاهان او د پاچاهانو اولادونه؟
-چیرې دي جبارین او د جبارینو اولادونه؟
-چیرې دي هغه کسان چې، زما رزق به یې خوړه، زما په نعمتونو کې به یې چړچې کولې او عبادت به یې د نورو کوه؟
نن ورځ پاچاهي د چا ده؟

هیڅوک به ځواب ورنه کړي، بیا به الله تعالی خپله ووایي:

الملک لله الواحد القهار.

نن پاچاهي د الله تعالی ده، هغه چې یک تنها ذات او قهار دی.

مأخذ؛
ابن الجوزي؛ (بستان الواعظین و ریاض السامعین).

الله تعالى په قرآن کریم کې فرمایي:
-«كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ، وَيَبْقٰى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْإِكْرَامِ»
ژباړه:
-هر څه چې پر دغې ځمکې باندې دي، فنا کېدونكي دي او یواځې ستا رب چې د جلال او درناوي خاوند دی، باقي پاتې كېدونكى دى.

ګرانو وروڼو او خویندو!
مرګ هغه ستر حقیقت دی چې، کفار یې هم مني؛ خو راځئ چې موږ او تاسې ورته ځانونه چمتو کړو!

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!


ملائکې څنګه مري؟

کله چې اسرافیل علیه السلام د لومړي ځل لپاره د صور شپیلۍ پو کړي؛ نو ځمکه به د سختې زلزلې له امله ټوله اواره او برابره شي؛ د ځمکې ټول اوسېدونکي به هلاک شي؛ د اوو اسمانونو ټولې ملائکې به مړې شي؛ تسبیح ویونکې او صف درېدونکې ملائکې به هم ټولې مړې شي؛ عرش پورته کوونکی او د الله تعالى تمجید او بزرګي بیانوونکي فرشتې به هم مړې شي او څلور مقربې ملائکي جبریل، میکائیل، اسرافیل او ملک الموت علیهم السلام به پاتې شي.

د جبریل علیه السلام مرګ:

الله تعالی به وفرمایي:

ای د مرګ ملائکي! څوک پاتې دي؟ سره ددې چې الله تعالی ته به د هرڅه علم وي.

ملک الموت (عزرائیل علیه السلام) به ووایي:

ای زما پروردګاره تاته ښه معلومه ده. اسرافیل، میکائیل، جبریل او ضعیف و ناچاره بنده ملک الموت دې پاتې دي.

الله تعالی به ورته وفرمایي:

-ورشه جبرئیل ته او روح یې قبض کړه. ملک الموت به ولاړه شي او جبریل علیه السلام به د سجدې په حالت کې ومومي، بیا به ورته ووایي:

ای مسکینه! ته له هغه څه څخه کوم شي غافل کړی یې، د څه چې له تا څخه غوښتنه کیږي؟ د آدم ټوله اولاده، د دنیا او ځمکې ټول اوسېدونکي، مرغان، درندې حشرات، د ځمکې اوسېدونکي، د عرش او کرسۍ پورته کوونکي او د سدرة المنتهی اوسېدونکي ټول مړه شول او الله تعالی ماته امر وکړ چې، اوس ستا روح قبض کړم.

هغه مهال به جبریل علیه السلام وژاړي او په زاریو به الله تعالی وایي:
یا الهي! د زنکدن سختۍ راباندې اسانه کړه!

[ای پروردګاره! چې د جبریل غوندې مقربه ملائکه زارۍ کوي او له الله تعالی څخه غواړي چې، د مرګ سختۍ پرې اسانه کړي، په داسې حال کې چې، یوه لحظه یې هم د الله تعالی نافرماني نه ده کړې؛ نو زمونږ بشر به څه حال وي چې، مرګ مو بیخي هېر دی]

ملک الموت به جبریل علیه السلام ځان ته راټینګ کړي او مړ به پر ځمکه ولوېږي ګ.

جبار ذات به بیا ووایي: ای ملک الموت! څوک پاتې شو؟

عزرائیل علیه السلام به ووایي: زما پروردګاره، میکائیل، اسرافیل او ستا کمزوری بنده ملک الموت پاتې شو.

د میکائیل علیه السلام مرګ:

[هغه فرشته چې پر باران او اوبو باندې مقرره ده]

الله تعالی به ووایي: ورشه میکائیل ته او روح یې واخله.

ملک الموت به میکائیل علیه السلام ته ورشي او هغه به په داسې حال کې ومومي چې، د باران او اوبو انتظار به کوي، تر څو هغه پر وریځو باندې توزیع کړي. ملک الموت به هغه ته ووایي:

ای مسکینه! ته له هغه څه څخه کوم شي غافل کړی یې، د څه چې مطالبه درڅخه کیږي؟ نه د بني آدم، نه د حیوانانو، نه د درندو او نه د حشراتو رزق پاتې شوی دی. د اسمانونو او ځمکو اوسېدونکي ټول مړه شول؛ د عرش، کرسۍ او ټولو اسمانونو تسبیح کوونکي ملائکې هم مړې شوې؛ اوس الله تعالی ستا د روح د قبض کولو حکم راته کړی دی.

میکائیل علیه السلام به هم هغه مهال په ژړا شي او له الله تعالی څخه به په زاریو غواړي چې، د مرګ سختۍ پرې اسانه کړي.

ملک الموت به هغه په غیږ کې راټینګ کړي او په داسې حال کې به مړ پر ځمکه ولوېږي چې، روح به یې وتلی وي.

الله تعالی به بیا ووایي: یا ملک الموت! څوک پاتې شو؟

عزرائیل علیه السلام به ووایي: ای زما ربه! اسرافیل او ستا عاجز بنده ملک الموت پاتې دی.

د اسرافیل علیه السلام مرګ:

[ هغه ملائکه چې، د صور د شپېلۍ پر پوکلو مأموره ده]

الله تعالی به ووایي: ورشه اسرافیل ته او روح یې وکاږه.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام ته د الله تعالی د امر مطابق ورشي. ( اسرافیل علیه السلام د ډېر ستر جسامت او بدن څښتن لویه فرشته ده) عزرائیل علیه السلام به هغه ته ووایي:

ای مسکینه! څه چې له تا څخه غوښتل شوي دي، له هغه څخه څه شي غافل کړی یې؟ مخلوقات ټول مړه شول او هیڅوک هم پاتې نه شو، اوس الله تعالی حکم راته کړی چې، ستا روح واخلم.

اسرافیل علیه السلام به ووایي: پاک دی هغه ذات چې مخلوقات یې په مرګ سره خاموش کړل؛ پاک دی هغه ذات چې په بقاء سره یې ځان ځانګړی کړ. ای پروردګاره! د مرګ سختۍ او تریخوالی راته اسانه کړه.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام هم ځان ته راټینګ کړي، روح به یې واخلي او بې روحه ستره مجسمه به یې پر ځمکه ولوېږي. که د اسمانونو او ځمکې ټول اوسېدونکي ژوندي وای؛ نو د اسرافیل علیه السلام د لوېدلو له سختۍ او شدت څخه به ټول مړه شوي وای.

د ملک الموت عزرائیل علیه السلام مرګ:

[هغه ملائکه چې د ارواحو پر قبض کولو مأموره ده]

الله تعالی به پوښتنه ترې وکړي چې، څوک پاتې شو ای ملک الموت؟

ملک الموت به ووایي: زما ربه او زما پروردګاره، ستا عاجز بنده ملک الموت پاتې شو.

الله به ووایي:

زما دې په خپل عزت او جلال سره قسم وي، چې زه به په تا هغه څه څکم، څه چې تا زما په بندګانو وڅکی، د جنت او دوزخ تر منځ ولاړ شه او ومره.


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


Репост из: الکوثر اسلامي اداره
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
‏مقصد فکر مو وي!!

کله چې د ګناه په فکر کې وی

نو دغه ۳ ټکي ما هیروئ

۱:  الله(ج) مو وینې
۲:  ملایکې یې لیکي
۳: په هر حال مرګ راځي

الکوثر اسلامي اداره چینل لینک 👇
https://t.me/Allkawsarlslamiidara


دالعصر خپرندویه اداري له خوا وړاندي کیږی

کــســر
دنیا کـــــــــــــــــــې بې له تا زما زندګي مشکله ده
هرڅه بــه خدای ج اسان کړي دا بیخي مشکله ده

اوازحافظ شهاب ځدراڼ
شاعـــــــــــرغمجن بهیر


#العصر_ترانو_ستر_مرکز
https://t.me/alasar_531


Репост из: Alasar channel


Репост из: عادل ټايپسټ Adil Typist
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
ډير خوندور ترنــم .!

دنیا کـــــــــــــــــې بې له تا زما زندګي مشکله ده
هرڅه بــه خدای ج اسان کړي دا بیخي مشکله ده

غــــږ [ حافظ شهاب ځدراڼ ]
شاعر [ محتــرم غمجن بهیر ]

عادل ټايپسټ ټلګرام چينل لينک 👇
https://t.me/AdilTypist_Pashto_Tarani


اناشیدالامارة
دلته به تاسوته دکیوبیس اف اِل سټوډیوترانی نشریږي
لکه
مولوي عصمت الله جهادمل
مولوي حکمت الله حاکمي
حافظ نقیب الله همدرد
مولوي نصرت الله نصرت
عــــــــبدالله اکبـــــري
قاري منصورغزنوي
مولوي عبدالواسع صمیم
قاري عتیق الله اسیر
مولوي حسان احساني
طالب العلم عاقب قادري
حافظ شهاب ځدران

https://chat.whatsapp.com/F0F3qrajSCb4DrrzQL73od


Репост из: مــــــــــــــــــــــظلوم 🌹فدأ🌹
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
دغره لمن وی زه او ته وی او کیږدۍ وی ارمان
سړه چینه نرۍ هوا سپینه سپوږمۍ وی ارمان

اوازحافظ شهاب ځدراڼ
مهاجرمسجون

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_531


Репост из: Alasar channel


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

که غواړئ چه نوی اوجالب طرزونه په ویډیویی شکل وګورئ نوزموږ
چینل درسره سبسګرایب کړی ملګرو ستاسو ورورمظلوم فدآ ډیزاینر

https://t.me/mazlom33


د العصر خپرندويه ادارې له خواه وړاندې کېږي

کسر
له سپین بـیـرغ سـره عجیبه ښکاري
اوس ښکـلی شــوی ده کابـل عــمره

ترنم/ حافظ شهاب ځدراڼ
شاعر/ محمد یعقوب شجاع


#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_0055


Репост из: Alasar channel


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
لــــه ډیرې مینې مـــــا د ستا د لاس یادګار ساتلی
عاشق زړګــی مـې آن تر اوســـه پرې خُمار ساتلی

اواز حافظ شهاب ځدراڼ
شاعر غمجن بهیر صیب

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_531

Показано 20 последних публикаций.

773

подписчиков
Статистика канала