Репост из: nunn.asia
کره او ګونګ شعر
https://www.nunn.asia/?p=174715
ثاقب خپلواک
د شعر په مرموزه،حسینه رازداره ژبه ادب پوهان پوهیږي، پنځګر خپله جدي پنځونه د عام فهمه وګړو د کتنې په هوډ نه پنځوي.
زموږ د ټولنې نالوستې،له فصاحت او بلاغت نه ناخبره وګړي،چې د شعر په تمثیلي، تخیلي، کنایي، مجازي،تشبیهي،اهنګینه او سیمبولکه ژبه نه پوهېږي.
هغه خلک هر بامفهومه،مرموز،معنوي،هُنري او انځوريز شعر ته د فکر له غبار ځپلې کړکۍ د ګونګ او بې ګټې شعر په نظر کاته کوي،د ګونګ،لامفهومه شعر په تله یې تلې.
یاد وګړي په فکر کې دا انګېرې چې دا لاهنره،لامفهومه او مهمل غزل یې په کومه ژبه پنځولې.
هغه وګړي چې کره او ناکره شعر تر منځ د بیلتون کرښه نه شي کښلای، هغو ته هر قافیه،ردیف او آهنګ لرونکی کلام کره شعر ښکاري.
خو زموږ اند د جدي شاعر جدي شاعري چې د شعر په هر دور کې یې هر لیدونکي ته جدیدیت له ورایه ښکاري له هر موزون ،اهنګین کلام سره نه پرتله کوي،ځکه موږ هرې هغې پنځونې ته د کره له زوایي کاته نه کوو،چې په هغې پنځونې کې د تشبهي،مجازي،استعاري،تصوري او بدیعي نوښت څرک نه تر سترګو کېږي،هر هغه شعر چې صرف د سیلابونو،قافيې او ردیف له پلوه برابر وي،د جدي شعر په تله کې نه اچوو.
البته د ځینو پنځګرو ساده شعرونه چې په کې د احساس او عاطفې څرګند دخل وي،د خلکو پر فکرونو ژور اغېز کوي،ښکلا او کره توب یې د خلکو په فکرونو کې ځانګړې ځای پیدا کوي.
د غزل کرتوب ادبپوهان هله تسلیموي، چې د پنځګر په پنځونه کې د لفظونو، غونډلو،ترکیبونو او دورنو اوډنه د ښکلا، تخیل، پاراډاکس، حسامېزي، اسطوره مضمون او بدیعي جوړښتونو په زیور د کرتوب په چوکاټ کې سمبال وي.
باید د پنځګر شعر له هر اړخېز نوښت سره په زړه راښکونې رنګ، رنګ شوې وي،چې د خلکو پر فکرونه ښه ژور اغېز کوي
هغه توکې چې غزل د ښکلا په جامه پوښي لکه:تشبیه، استعاره، مجاز مرسل، کنایه، تصویر، سمبول، اسطوره او داسي نور،د یادو توکو په مټ شعر د کرتوب له پلوه مرموزه بڼه خپلوي؛ هر عام فهمه وګړې ادارک یې حقیقي مانا ته نه شي رسیدای،خو موږ دې سنګین، اهنګین کره شعر ته ګونګ شعر نه شو ویلای.
خو له هره اړخه له ناشنا لفظونو او بې ربطه ترکیبونو مالامال ګونګ شعر ته ښه شعر هم نه شو ویلای ،چې له پنځکر وضاحت او تشریح په پار د خپلې پنځونې وپوښته وکړې،له ځواب ویلو یې یتیم فکر لاس تر زنې کښینې،له خندا او سکوت پرته بل ځواب یې به وجود کې ځای نلري.
دا هغه ګونګ بې مانا او بې ګټې ناکره شعر دی،چې زموږ د ټولنې ځینې پنځګر یې پنځوي.