📚 حدیث شریف 📚
مسلم کي روايت دي له محمد مصطفی
حسـاب د درو کســانو ته وګــورئ پر عقـبی
الله به په قیامت کي يو بنده ته شي ګويانه
دنـياکي ډيرمریـض وم تامي ونکړئ فرسـانه
بنده به ورته ووايي اې زما غني سبحـانه
ستاذات خومنزح دئ له مرض اوله خفګانه
الله به ورته ووايي مریض ؤ فلان انسانه
پوښتني ته يې ولې نه ورتلې اې مسلمانه
هلته به تا زه او زما رضا واي فيداکړي
که ته ولاي تفـوس ته ورغلـی پر دنيا
دويم کس نه به رب العزت داوکړي پوښتنه
چه تږی وم له تا مې د ابو وکــړه غوښتنه
تانه کړمه اوبه زمادي نه کړه پوره ږمنه
بنده به ورته ووايي اې زما پاکـه څښــتنه
چي ته کله وې تږی او زما داسي وه کړنه
الله به ورته ووايي چي غوښتي وي يوتنــه
تانه کړلئ اوبه نه دي ورماته کړله تنده
که تاوای اوبه کړئ وه نصيب دي زما رضـا
دریم کس ته به داسي پاک څښتن وکړي وينا
چي غوښته مي ډوډۍ ګوره طلب مي کړه لَتا
تاسوال نه کړی منظوراونه دي موړ کړم برملا
بنده به ورته ووايي اې زما لويه الله
چي ته کله وې وږی اوما موړنه کړې مولا
الله به ورته ووايي بنده وږئ ؤ زما
تا ورنکړه ډوډي اونه دي موړنه دي اوبه کړی
که تا وای مهمان کړئ مهـماني به وه نن سـتا
تري پند واخلئ حديث دپيغـمبر دی مسلمانو
پوښتني ته ورځئ حق دی پرموږ د مريضانو
سخيان جوړکړئ ځانونه په خيرات دغريبانو
د پاکو اوبو ډير دي ثوابونه مؤمينانو
ملګري شئ په ژوند د متقيانو صالحـانو
تل يون کوئ پرلاره ده ګلانو اصحابانو
”شبيرشادان“ ته عفوه د ګناه وکړې څښـتنه
هروخت مي په لاسو کي دا دعـاوي په ژړا
شاعر
قاري شبیرشادان
https://t.me/Shabirshadan