د زړه له درده
د زړه له درده دا یو څو کرښي لیکم درپسې
پلونه دی څارمه اشنا زه هم درځم درپسې
دومره اسانه نه ده ګرانه چي ته لاړې اوبس
هجر دي زور دی ای جانانه زه خو مرم درپسې
ستا د فراق له اسمان اورې مي پر زړه غمونه
زړګی مي شو اوبه اوبه دریاب د غم درپسې
لکه د ورک بلبل په شاني زه ډیر وکړېدم
د میني یاره ستا لپاره ګرځیدم درپسې
دزړګي باغ مي دی وهلی د فراق خزانو
لکه د ژمي پاڼي داسي رژېدم درپسې
د زړه قراره ستا غمونه دﻱ درانه راباندﻱ
په لاره تلمه یو خوا بل خوا ځنګیدم درپسې
زه ژمن احسان دﻱ له فراقه سم شاعر شوم اشنا
یاد په غزلو کي دﻱ ګرانه زه ساتم درپسې
احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid
د زړه له درده دا یو څو کرښي لیکم درپسې
پلونه دی څارمه اشنا زه هم درځم درپسې
دومره اسانه نه ده ګرانه چي ته لاړې اوبس
هجر دي زور دی ای جانانه زه خو مرم درپسې
ستا د فراق له اسمان اورې مي پر زړه غمونه
زړګی مي شو اوبه اوبه دریاب د غم درپسې
لکه د ورک بلبل په شاني زه ډیر وکړېدم
د میني یاره ستا لپاره ګرځیدم درپسې
دزړګي باغ مي دی وهلی د فراق خزانو
لکه د ژمي پاڼي داسي رژېدم درپسې
د زړه قراره ستا غمونه دﻱ درانه راباندﻱ
په لاره تلمه یو خوا بل خوا ځنګیدم درپسې
زه ژمن احسان دﻱ له فراقه سم شاعر شوم اشنا
یاد په غزلو کي دﻱ ګرانه زه ساتم درپسې
احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid