#شهررمضان
مســـــــلمه! شــــهرِ رمضان راغلی
قیمتي وخت دي د غفران راغـلی
څومره سپېڅلې مبارکه میاشت ده
په کې نزول د پاک قـــرآن راغلـــی
له رحمـــــتو، او بــــــرکـــــت ډکه ده
هم له دوزخ په کي امان راغلی
سر په سجده کیږده توبې وباسه
وخت د توبې له هر عصیان راغلی
پکې طاعـات اوعبـادات ډیر کـــوه
یو لوی انعام د رب سبحان راغلی
د یوې نیکۍ ثواب یې څو چنده زیات
داسي ارشاد د خوږ جانان راغلی
اې احسان ژمنه ته هم ځان اصلاح کړه
درباندې بیا ښکلی زمان راغلی
احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid
مســـــــلمه! شــــهرِ رمضان راغلی
قیمتي وخت دي د غفران راغـلی
څومره سپېڅلې مبارکه میاشت ده
په کې نزول د پاک قـــرآن راغلـــی
له رحمـــــتو، او بــــــرکـــــت ډکه ده
هم له دوزخ په کي امان راغلی
سر په سجده کیږده توبې وباسه
وخت د توبې له هر عصیان راغلی
پکې طاعـات اوعبـادات ډیر کـــوه
یو لوی انعام د رب سبحان راغلی
د یوې نیکۍ ثواب یې څو چنده زیات
داسي ارشاد د خوږ جانان راغلی
اې احسان ژمنه ته هم ځان اصلاح کړه
درباندې بیا ښکلی زمان راغلی
احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid