ای نسیمه پر جانان مې سلام وایه
هاشمي نبي سلطان مې سلام وایه
ورسه هلته د زړه سره بختوره
ځارپرشاهي د خوبان مې سلام وایه
منور مې کړه زړګی په قبله تینو
پر مکې د رب منان مې سلام وایه
اصحابو علاقې کې ګرانه هلته
پرصدیق عمر عثمان مې سلام وایه
چی یې نور او تجلا تل پورته کېږئ
پر هغه کلی هر زمان مې سلام وایه
مؤمنان چی یې دیدار د ربه غواړي
ځارپر هغه علي شان مې سلام وایه
په مینه ور روان چې ټول حاجیان دي
باغِچې ته ځار د ګران مې سلام وایه
د منصور شراف الدین امانت واخله
دزخمي زړو پر درمان مې سلام وایه
https://t.me/sharahfudinmansor