نعتیه
تۀ ېې بس تۀ ېې د آرمان کیسه دا دوه ټکي ده
زړه کې دېره مې د جانان کیسه دا دوه ټکي ده
چې د وصال هیله مې زړه کې وه اوس هم راسره
بخته! زما د تېر زمان کیسه دا دوه ټکي ده
ګای یې تعبیر ښکلې څهره کړم په ګلاب او ریحان
د یار دوصل او هجران کیسه دا دوه ټکي ده
یو بیوسې شي او له بلې خوا شدت د جنون
زما د عشق او زما د ځان کیسه دا دوه ټکي ده
ساه ډوبی تاسره پالم دچا د دید په امید
ژونده! په تا کې ګزران کیسه دا دوه ټکي ده
که مې کوثر په نصیب نشو د ساقي له لاسه
د شهامت شعیب د زیان کیسه دا دوه ټکي ده
شعیب شهامت