د حضرت ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی ، فرمايي:زه پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته ورغلم ، د ډېر اوږد حدیث د بیانولو وروسته ابو ذر رضي الله عنه وویل:ای د الله رسوله ! ماته وصیت وکړه؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:چي زه تاته وصیت کوم د الله جل جلا له څخه په وېرېدلو سره، بې شکه دا وېرېدل( تقوا) به ستا هر کار ته ښایست ورکړي.
بیا مي وویل: یو څه زیات وصیت راته وکړه ؟
پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: خپل پر ځان د قرآنکریم تلاوت او د الله جل جلا له ذکر لازم کړه، بې شکه دا به ستالپاره په اسمانونو یادونه او په ځمکه کي به ستا لپاره نور به وي.
بیا مي وویل:چي یو څه زیات وصیت راته وکړه؟
نو پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:چي اوږده چوپتیا غوره کړه، بې شکه دا شیطان شړی اودا به په دیني کارونو ستا لپاره مرسته کونکی وي .
بیا مي وویل: چي نور وصیت هم راته وکړه؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د زیاتي خنداڅخه ځان وژغوره، بې شکه دا(د غفلت خندا) زړه وژني او د مخ نور ختموي.
بیا مي وویل:چي د دې زیات وصیت راته وکړه؟
پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: حقه وینا کوه ،که څه هم ترخه وي.
بیا مي وویل :چي یو څه نور وصیت هم راته وکړه ؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د الله جل جلاله په اړه (دیني اعمالو کي) د چا د ملامتیا څخه مه وېرېږه.
بیا مي وویل:چي ددې څخه څه زیات وصیت راته وکړه؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:ځان وساته له دې د خلکو د عیبونو په اړه کوم باندي چي ته خبر یې.