#غزل
په بیلتانۀ به دې اسمان راسره سم ژاړي
ستا په وادۀ کې به نری نری باران کیږي
ورځه ورځه!خدای ج به مې بله څۀ چاره وکړي
ما اورېدلي ؤ چې ګټه په تاوان کیږي
که مسلسل یو څۀ وخت نور هم داسې لوند خیشت ؤ
په ګریوانۀ به مې ګلونه د ریحان کیږي
لا مې هم زړۀ د چا په مینه پسې توس وهي
لا هم په ړنګو جوماتونو کې اذان کیږي
ستا له دوکهې پس مې باور په هیچا نۀ راځي
بې مینې شوی یمه کرکه مې له ځان کیږي
لکه طوطي، مې د سینې قفس کې تنګ بریښي
ډیر په مشکله مې د زړۀ سره ګوزران کیږي
دا چې ماشوم یې له وړې ګوتې نیولی دی
همدا مې مینه ده همدغه مې جانان کیږي
ستا هیرول ښۀ دي؟ عاصمه او که مرګ ښه دی
دا فیصله خو به د زهرو په دوکان کیږي
🚶😢
په بیلتانۀ به دې اسمان راسره سم ژاړي
ستا په وادۀ کې به نری نری باران کیږي
ورځه ورځه!خدای ج به مې بله څۀ چاره وکړي
ما اورېدلي ؤ چې ګټه په تاوان کیږي
که مسلسل یو څۀ وخت نور هم داسې لوند خیشت ؤ
په ګریوانۀ به مې ګلونه د ریحان کیږي
لا مې هم زړۀ د چا په مینه پسې توس وهي
لا هم په ړنګو جوماتونو کې اذان کیږي
ستا له دوکهې پس مې باور په هیچا نۀ راځي
بې مینې شوی یمه کرکه مې له ځان کیږي
لکه طوطي، مې د سینې قفس کې تنګ بریښي
ډیر په مشکله مې د زړۀ سره ګوزران کیږي
دا چې ماشوم یې له وړې ګوتې نیولی دی
همدا مې مینه ده همدغه مې جانان کیږي
ستا هیرول ښۀ دي؟ عاصمه او که مرګ ښه دی
دا فیصله خو به د زهرو په دوکان کیږي
🚶😢