په هوا کې دي روانې، لکه سرې او ژېړې زاڼې
د رنځور حُسن تمثیل دی، د خزان رنګینې پاڼې
ناخبر له سیاسته، بزګر بوخت په کرونده کې
چای ډوډۍ پر سر اخیستي، غنمرنګې تورې سکاڼې
په آسمان کې الوتکه، به د کومې پاچهۍ وي
دي په سر کې را روانې، څه پوښتنې دي ناجاڼې
سېلۍ راغله کتارونه، ورپسې دي غبارونه
لکه اسپې وي په منډه، شاته شاته پسې بیاڼې
هی افغانه رډه بډه ، د حکمت اسپه دې ګوډه
وړې به کوم طرف ته کډه، ټینګوه د خره وُستیاڼې
دا وطن دې خزانه ده، که یې خپل شې که دې خپل شي
خامخا به درته ګل شي، چنارونه او بکیاڼې
جنغوزي دي که زعفران ستا ملګري دي یاران دي
معشوقې دې شه کاروانه، دا ګورګورې او مماڼې.
پيرمحمدکاروان
@storipalamanki