شاهین: د تاوتریخوالي کمولو مانا؛
د امریکایانو وتلو ته زمینه برابرول دي، نه اوربند
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی په دوحه کې د روانو خبرو په لړ کې پر څلورو موضوعاتو توافق ته رسېدلي دي. هغه یادو موضوعاتو ته په اشارې ویلي، دا موضوعات له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د تاوتریخوالي کمول، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول او دغه راز د بین الافغاني خبرو پیلول دي. هغه د تسنیم په نامه له ایراني اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د تاوتریخوالي کمولو مانا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابرول دي نه اوربند. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکایانو غوښتنه څه وه ویلي، د امریکایانو لومړۍ غوښتنه اوربند و خو دوی نه ده منلې او ټینګار کوي چې دوی به د امریکایانو وتلو لپاره تاوتریخوالی کموي او له امریکا یې هم غوښتنه کړې ده چې هغوی هم باید د دوی پر وړاندې عملیات ودروي. شاهین ویلي، هوکړه بشپړه شوې او په خبره یې وبه کتل شي چې څه وخت ورباندې د دواړو لورویو له خوا لاسلیک کېږي. د یاونې ده چې افغان حکومت پر اوربند ټینګار کوي او له هغه پرته د سولې لپاره روانې هلې ځلې بې پایلې بولي.