(نوې غــــــــــزل)
پنجشنبه
بې تا مي د زړګي مانۍ ویرانه ده کړېږم
دا ستړي زندګي نن راته ګرانه ده کړیږم
شهیده په فراق کي دي زما زړه ډیر زهير شو
له سترګو مي نرۍ اوښکه روانه ده کړېږم
دروند غم دي ګوره زما پر اوږو بار شو ځوانمرګه
د ژوند هره شيبه مي له خپګانه ده کړېږم
بیګا مي ټوله شپه ستا وتصویر ته وژړله
لمبه مي پر وجود له دې نقصانه ده کړېږم
چي و مې لیدو ستا ټوک ټوک بشر شهيده یاره
لړزه مې پر زړګي له هغه آنه ده کړېږم
یادونه يادګارونه دي غمونه، نور څه نشته
سلګۍ مي ډکه ډکه له ارمانه ده
کړېږم
طالب فیضانه دا یم له ملګرو نه يې بیل کړم
ګیله مې له دې خپل قسمت ناځوانه ده کړېږم
👇👇👇👇👇
@talebfayzan1887
پنجشنبه
بې تا مي د زړګي مانۍ ویرانه ده کړېږم
دا ستړي زندګي نن راته ګرانه ده کړیږم
شهیده په فراق کي دي زما زړه ډیر زهير شو
له سترګو مي نرۍ اوښکه روانه ده کړېږم
دروند غم دي ګوره زما پر اوږو بار شو ځوانمرګه
د ژوند هره شيبه مي له خپګانه ده کړېږم
بیګا مي ټوله شپه ستا وتصویر ته وژړله
لمبه مي پر وجود له دې نقصانه ده کړېږم
چي و مې لیدو ستا ټوک ټوک بشر شهيده یاره
لړزه مې پر زړګي له هغه آنه ده کړېږم
یادونه يادګارونه دي غمونه، نور څه نشته
سلګۍ مي ډکه ډکه له ارمانه ده
کړېږم
طالب فیضانه دا یم له ملګرو نه يې بیل کړم
ګیله مې له دې خپل قسمت ناځوانه ده کړېږم
👇👇👇👇👇
@talebfayzan1887