انځور او ليکنې ته ښه په غور سره وګورئ ، دا د افريقا د براعظم يا لويې وچې عمومي يا ټوله نقشه ده ، تاسو اقليتو ده به دا معلومات وي چې افريقا څرنګه وچه ده او د اوس لپاره په سیاست اقتصاد پرمختګ روابطو او په ټوله کې په نړۍ کې يي حيثيت څه دی ، که په تاريخ لرغونتوب ښکلاکانو طبيعي زيرمو سيندونو ځنګلونو رودونو دښتو وچو مرطوبو سيمو ځنګلي يا وحشي حيواناتو ژبو دودونو کلتورونو عناناتو سره شي نو افريقا په نړۍ کې له دې هر څه څخه برخمنه ده ،، ددې لويي وچې انسانان په 1000 مختليفو ژبې خبرې کوي ، په تشکيل کې 54 بيلابيل واړه او غټ هيوادونه ځاي لري ، څه کم او زيات يونيم ميليارد انسانان په کې ديره دي ، له تيلو نيولې بيا بيرته تر سروزرو طلا سپينو زرو ډبرو سکرو بيا تر سلګونو ډول مختلفو قيمتي اجسامو هرڅه پکې په پيخر دي اما پوهيږي چې بيا هم د نړۍ له اوو سترو لويو وچو څخه تر ټولو ورسته پاتې لويه وچه ده ، په دې ستره ښکلي لويه وچه کې يواځې 3 داسې واړه مستقل هيوادونه دي چې په اصل کې يي انسان نه په هيوادونو کې شميرلای شي او نه يي په دې ستره لويه وچه کې ، او ادارې تشکيلات يي يواځي له څو څو وړو ټاپوګانو يا جزيرو څخه جوړ دي او د جهان په نقشه کې يي يواځې زما غوندې کسان چې په نړۍ کې يي يو څه ريسرچ او څیړنې کړې وي ورته معلوميږي چې دا واړه هيوادونه چېري قرار لري او څرنګه ځايونه دي اقتصاد يي پر کومه اندازه دی څومره پکې امن دی معلوميږي ، دغه واړه هيوادونه چې له ټاپوګانو يا جزيرو څخه تشکیل دي او ځانته هر يوه خپل مستقل قانون اصول مقرارت ملي سرودونه بيرغونه نظامونه جوړي کړي دي په ټوله دې لويه قاهره کې تر ټولو ښېرازه پر پښو ولاړ او د نړۍ تر ټولو د زياتې پانګونې سياحت چکر منظرو ورتګ مرکزونه دي ، دغه واړه هيوادونه چې د خاورې جغرافيايي مساحت له نګاه ددي نورو لويو سترو هيوادونو د کوچنیو کليو بانډو غوندي هم دي اما ددې لويو هيوادونو خلګ په ډير تکلیف ور پريږدي ، يعني پداسې شکل يي ورپريږدي چې له ډيرو ضمانتونو يي نور پر پزه ور ولي وايي نور نه ورځم ، تر دې سفر تير يم ، دا واړه هيوادونه چې ما سرې کړۍ ترې را تاوکړي دي د همدغو سرو کړيو په مينځ کې قرار يا موقيعت لري ، دا هيوادونه داسې را پنځيدلي دي لکه هغه يو وخت چې به مونږ خټه را واخیسته له ځمکې سره به مو وهله تر څو ټک په وکړو ، هغه ډيره برخه دالته نژدې پاتې شوه خو هغه وړې وړې زرې به يي زمونږ او ستاسو له سترګو پنا شوي بس همغسې مثال لري ،، خو نن د همدې د زرو په شکل د وړو هيوادونو د پاسپورټونو لرونکي کسان په نړۍ کې و 155 هيوادونو ته پرته له ويزې تللی شي ، نو خبره مې دا کوله چې قصه ده کونټيټي quantity يا مقدار نه ده بلکې خبره د کواليټي quality يا کيفيت ده وطنداره ،،، سر مو په خلاص شو ،