روسي او اوکرایني پوځیان په ماریوپول ښار کې د ملکي وګړو د وتلو لپاره په مؤقت اوربند سلا شول د ماریوپول ښاروال ودیم بویچنګو ویلي چې دا وګړي به له ټاکلو لارو څخه د خپلو شخصي موټرونو او یا هم د ځانګړو بسونو په مرسته بهر کړل شي. دا مهال زرګونه کسان د ودانیو په لاندنیو پوړونو کې پټ دي