د یتـــــــیم سَـــــــوِي آهـــــــونه
لـــــــړزوي د عـــــرش برجـــونه
له ژړا یې ســـــترګي ســـرې دي
ځــــي د اوښـــــــکو یې رودونه
اخ نازونــــــه بې څوک واخــلي
دِي پـــــر زڑہ یـــې ارمانـــــــونه
د اخـــــــتر نېکــــــمرغه ورځ دہ
نـه لـــــــري نـــــــوي بوټـــــــونه
*١*
د اخــتر جامې یې نشــــــته
ولاړ مــــــورته دی ژړیژي
د شهــــید بابا له غــمـــه اخ
بې اوره ســــــوځل کیږي
سر ببر او ګریوان څــــــېري
کاڼي زړونه پرې نرمــیژي
وچ شونډان ملال ملال دی
په لــیدو یې زڑہ دردیږي
*اخ پر ســـــــپین ګلابي مـخ یې*
*دي پراته ســـــــپېره ګرځــــونه*
*٢*
په فــــــکرونو كي دی ډوب
رهي پرخوا د قبرستان دی
اخ غــمونو را اخــيـــــستی
دی زهـــــیر او پرېشان دی
په زړګي كـــــي یې دیره د
خپل شهــید بابا ارمان دی
د ابد په ســــــفر تللی ترې
د ســــــر هغه سائیوان دی
*ځي د ګــــــران پلار خړ مزارته*
*ورکـــــــوي د زڑہ حـــالـــــــونه*
*٣*
د اخــــــتر ښائسته ورځ دہ
له خوښۍ ډکي شـــېبې دي
خوار یتیم په یبلو پښو دی
اوجامې یې هــــــم زړې دي
دی ولاړ ګوري همــــزولو ته
د هـــــــرچا ښه جامـــې دي
پر زړګـي یې تاؤ د ســــــوز
او د ویرونــو قافلـــــــې دي
*کړي ګـردش یې تَصَــــوُّر کي*
*هغه تېر د خوند وخـــــــتونه*
*٤*
لیري ګرځي له هلکوانو څوک
یې نه پرېږدي وه خـــواته
ماشومان ځي وه میــــلو ته
شو یتـــیم یـــــــوازي پاته
زڑہ یې ډک له ارمانـــونو اخ
کړي تش به یې وه چـــاته
یو الله تــه یې اُمـــــــید دی
نه لري بل څــوک وه شاته
*زوروي یـــې کـــــــړوي یـــې*
*وار پـــه وار د پلار یادونــــه*
*٥*
خـــــــدایه راولــې دې وران
مالت ته ښــــــکلي بهارونه
خوار اولس مو پر قرار کړې
مسافــر کــــــړې خزانـــونه
په خــــپل فضل ترینه لیري
کړې سِــــــتم او وحـشتونه
په سپېڅلي قـــــرآني نظام
ټکـــــــور کړې زخمي زړونه
*د زړګـــــــي لــــه درده کـــــــڑم*
*درته ´ذاکــــرځــــلاند` سوالونه*
https://t.me/zakirzaland33