غزل
مودې کیږي چې ګونګه دې صدا ده ژوند پیکه ده
ویجاړه مې په تاپسې دنیا ده ژوند پیکه ده
زمونږ دچم په لاره یې خاپونه لا ړنګ ندي
شهید مې هغه دنګ طالب آشناده ژوند پیکه ده
ترسترګو مې یو څو سپینې جنډې شوې هدیره کې
دانوی قبر جوړ دلته په چا ده ژوند پیکه ده
ستا نشتون ده که زهر مې دي ګډ دژوند په شهتو
له غم څخه مې ماته نرۍ ملاده ژوند پیکه ده
په دنګو چنار قدو زلمو هروخت خزان ګډ وي
په مونږ يې د دردونو انتهاء ده ژوند پیکه ده
له هغې ورڅې ورسته تاچې کله رخست واخیست
له شونډو نه مې هم ورکه خندا ده ژوند پیکه ده
له یاد سره دې بیا نن بدرالدین ځلاند جانانه
په زوره زوره کړې ښه ژړا ده ژوند پیکه ده
بدرالدین ځلاند