غزل
په نه کیسه ؟دې دومره ناځواني وکړه او لاړې
تر نیمې لارې ولې دې یاري وکړه او لاړې
تازه تازه مې هیلې دوصال وې غوړېدلې
ناڅا په دې خبر دجُـدايي وکړه او لاړې
نه دومره ظلم ښه نه ؤ تاولې داسې وکړل
رَسا حمله دې زما په مات زړګي وکړه او لاړې
تراوسه مې د ذِهین په آسمان باندې ګرځیږي
داستا مخ څه دلچسپه رڼايي وکړه او لاړې
دګرمو اوښکو ډیر غمي مې تويې شول له سترګو
ستا نشتون کې مې سخته زندګي وکړه اولاړې
اې ستا له پیرزو ینې نه مننه بیا مننه
زما د هر پرهر دې تـداوي وکړه او لا ړې
غزل دبدرالدین ځلاند دې واو ریدو مسکی شوې
فتویٰ دې په هغه دلیوني وکړه او لاړې
بدرالدین ځلاند
په نه کیسه ؟دې دومره ناځواني وکړه او لاړې
تر نیمې لارې ولې دې یاري وکړه او لاړې
تازه تازه مې هیلې دوصال وې غوړېدلې
ناڅا په دې خبر دجُـدايي وکړه او لاړې
نه دومره ظلم ښه نه ؤ تاولې داسې وکړل
رَسا حمله دې زما په مات زړګي وکړه او لاړې
تراوسه مې د ذِهین په آسمان باندې ګرځیږي
داستا مخ څه دلچسپه رڼايي وکړه او لاړې
دګرمو اوښکو ډیر غمي مې تويې شول له سترګو
ستا نشتون کې مې سخته زندګي وکړه اولاړې
اې ستا له پیرزو ینې نه مننه بیا مننه
زما د هر پرهر دې تـداوي وکړه او لا ړې
غزل دبدرالدین ځلاند دې واو ریدو مسکی شوې
فتویٰ دې په هغه دلیوني وکړه او لاړې
بدرالدین ځلاند