غزل
چې درد مې په پرهر کې ؤ بیدار تمامه شپه
ما وکړلو داستا دلارې څار تمامه شپه
اې ستړیه لار ویه لږ دمه وکړه بیا لاړ شه
مزل به دې خسته کړي ترسهار تمام شپه
دزړه په سر مې یاد راڅرخیدو راتاویدو
له زړه نه مې هیڅ نه وتلو یار تما مه شپه
ته بیرته پرې ستون نشوې خو ماؤ درته کړی
دچم په لویه لارکې انتظار تمامه شپه
زه غلی ورته ناست وم ستا دیدن مې کړو آشنا
رڼا شیندله ستا ښایسته رخسار تمامه شپه
دژوند کیسه مې دلته بدرالدین ځلانده کړمه
دا نن شپه پاتې کیږم په دې ښار تمامه شپه
بدرالدین ځلاند
چې درد مې په پرهر کې ؤ بیدار تمامه شپه
ما وکړلو داستا دلارې څار تمامه شپه
اې ستړیه لار ویه لږ دمه وکړه بیا لاړ شه
مزل به دې خسته کړي ترسهار تمام شپه
دزړه په سر مې یاد راڅرخیدو راتاویدو
له زړه نه مې هیڅ نه وتلو یار تما مه شپه
ته بیرته پرې ستون نشوې خو ماؤ درته کړی
دچم په لویه لارکې انتظار تمامه شپه
زه غلی ورته ناست وم ستا دیدن مې کړو آشنا
رڼا شیندله ستا ښایسته رخسار تمامه شپه
دژوند کیسه مې دلته بدرالدین ځلانده کړمه
دا نن شپه پاتې کیږم په دې ښار تمامه شپه
بدرالدین ځلاند