لیکوال: مفتی محمدګل سعید شیخ الحدیث مولوی عبدالستارجان
شیخ الحدیث مولوی عبدالستار د خپل وخت لوى صوفى او نوميالى عالم ؤ،چې خپل ټول عمريي دديني علوموپه زده کړه ،ښوونه اوددين په خد مت کې تيرکړی دی . دی دشیخ الحدیث مولوی عبدالغفارزوی دشیخ الحدیث مولوی عبدالحنان لمسی دملااحمدګل کړوسی په خټه حسين خیل په ۱۳۲۸ل کال مطابق (/۱۳۶۹ق ۱۹۴۹م کال ) دګران هیوادافغانستان دکابل ولایت دموسهي ولسوالۍ دحاجي خیلوکلي په یوه عالمه اوفاضله کورنۍ کې زیږیدلی دی .
نوموړي ديني زده کړې په خپل کاله کې له خپل بزرګوار تره شيخ الحديث فقيه العصراستادکل مولوی محمد نبى جان (د سهاکو اخونزاده صاحب) ،له خپل فاضل اوعالم پلارشيخ الحديث مولوی عبدالغفار،له خپل دتره زوی شيخ الحديث مولوی عبدالقدوس جان اودکابل دکمريوله مولوی عبدالصبورنه څخه سرته ورسولې ،په ۱۳۵۴ل (۱۹۷۵م/۱۴۹۵ق) کې یی دکابل دګذرګاه په غوثیه مدرسه کې داحادیثودوره وکړه اودشیخ المشایخ مولوی عبدالقدوس جان نورالله مرقده په لاس ورته د اجازې سند ورکړل شو .
شيخ الحديث مولوی عبدالستارجان چې کله د مروجه ديني علومو د زده کړې څخه فارغ شو نوپه تدريس يې شروع وکړه اوپه مختلفوځايونوکې يي دديني علوموپه زړه پورې تدريس وکړچې ټوله موده دتدريس يي ۴۱کاله کيږي. دتدريس ځايونه يي دادي:
(۱)دحاجي امین الدوله مدرسه دکابل په کارته نوکې.
(۲)دقلعه نصرومدرسه دپروان په کوه دامان کې.
(۳)دارالعلوم اسلاميه عربیه د پاکستان د ضلع هنګو په دورړی کې .
(۴)دمولوی نقیب الله صاحب مدرسه دپيښورپه څمکنوکې.
(۵)دارالعلوم سراج الاسلام دهنګوپه کاهي کې.
(۶)جامعه منبع العلوم په میرانشاه کې .
(۷)منهاج العلوم مدرسه دهنګوپه نریاب کې.
(۸)تعلیم القران مدرسه دضلع اټک په ویسه کې
(۹)جامعة العلوم الاسلا مية دهنګوپه زرګري کې.
ارواښادشیخ صاحب دظاهري علوموترڅنګ په تصوف کې هم لوی لاس درلود.ده دجناب شمس العارفین مولانامحمداکرم بدخشاني(داملاصاحب) علیه الرحمة اودجناب مولانامحمداسحاق افغاني (مردان خلیفه صاحب) لاس نیوی کړی ؤاوپه څلوروواړوطریقوکې دخلافت لوړمقام ته رسیدلی ؤ.
ارواښادشیخ صاحب خپل ټول عمرددیني علوموپه زده کړه ،تدریس اودمسلمانانوپه باطني اصلاح کې تیرکړی ؤاوبې شمیره مریدان اوخلیفه ګان یی درلودل چې دیوڅوشاګردانونومونه یی دادي:
(۱)شیخ الحدیث مولینامعلم جان حنفي د پکتیا
(۲)حضرت مولینانورالله نوراني دشیخ صاحب ورور
(۳)شیخ الحدیث حضرت العلامه مولانامیرمحمدفاروق دلوګر
(۴)شیخ الحدیث مولینامولاجان مطمئن
(۵)شیخ الحدیث مولوی احمدشاکر
(۶)شیخ الحدیث شهیدمولوی زین العابدین دپکتیا
(۷)حضرت مولیناضیاءالحق دموسهي
(۸) مولوی عنایت الحق دموسهي
(۹)شیخ الحدیث مولوی مسلمین راشد
(۱۰)شیخ الحدیث مولینانصیب خان اورکزئ
(۱۱)شیخ الحدیث مولیناطالب جان ادیب
(۱۲)شیخ الحدیث مولینابشیراحمدمروت
(۱۳)حضرت مولیناعزت الله احمدي
ارواښادشیخ صاحب دوه کرته دحج فریضه اداکړې وه اودرې ځلې یی دعمرې سعادت په برخه شوی دی.
نوموړی متقي،پرهیزګاره اومتواضع عالم ؤ.په نقلي اوعقلي علوموکې یی لوی لاس درلود.دنیکواخلاقواوښواوصافوخاوندؤ. تواضع ،دنفس انکساراونرم طبیعت یی درلود.له هرچاسره یی ښه اخلاق اودشفقت نه ډک چلندکاوه.ددوۍ کورنۍ په ټول هیوادکې په علم اوعرفان مشهوره ده اوخلک ورته داحترام په سترګه ګوري .
ارواښادشيخ صاحب د ټولو فنونو جامع، په معقولو او منقولو کې د نوم خاوند و، د هېواد په لرو بر کې شاګردان لري او زياتو خلکو ورڅخه استفادې کړي دي .دى دښه خوى، نرم طبيعت، رسافکر او فصيح نطق خاوند ؤ، خوږه ژبه، ورين تندى او په خلکو کې يي خورا محبوبيت درلود.
مړینه اوهدیره: ارواښادشیخ صاحب د۶۶کلونوپه عمرد۱۳۹۴ل کال داسدپه ۸مه دپنجشنبې په ورځ چې د۱۴۳۶ق کال دشوال دمیاشتې له ۱۴مې سره سمون خوري داوږدې ناروغۍ نه وروسته دپيښورپه رحمان روغتون کې په حق ورسید ،دهنګودخسارې کیمپ په جهازمیدان کې یی جنازه دمشرزوی مولوی عبدالرحمان رحماني په امامت په داسې حال کې اداکړی شوه چې زرګونوعوامواوخواصویی جنازه کې ګډون کړی ؤ،بیایی جسدله هغه ځای نه خپل هیوادته يوړل شواودکابل ولایت دموسهي ولسوالۍ دقلعه عبدالرؤف په لویه هدیره کې دخپل استادشیخ الحدیث مولوی عبدالقدوس جان ترڅنګ خاوروته وسپارل شو.
اولادونه: ارواښادشیخ صاحب پنځه ځامن درلودل ،چې نومونه یی دادي:
(۱)مولوی عبدالرحمان رحماني
(۲)مولوی لطف الرحمان حنیف
(۳)مولوی سعیدالرحمان شاکر
(۴)مولوی عنایت الرحمان عارف
(۵)مولوی ضیاءالرحمان فاروقي
دارواښادشیخ صاحب دوروڼونومونه دادي:
(۱)حضرت مولاناعبدالجمیل صاحب
(۲)مولوی نورالله نوراني
(۳)مولوی محمدسردار
(۴)مولوی فیض الرحمان
(۵)مولوی رحمت الله
(۶)مولوی منیراحمدقادري