د مالیزیا د تېلو او ګازو سترې کمپنۍ پطروناس ژمنه کړې چې د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت تخنیکي مسؤلینو ته به روزنه ورکړي او په بېلابېلو برخو کې به ورسره همکاري وکړي. پطروناس، چې په مالیزیا او په لسګونو بهرنیو هېوادونو کې لویه پانګونه لري، له افغانستان سره د همکارۍ د دوام او د کانونو او ګازو د استخراج په برخه کې د افغانستان د اقتصاد په وده کې پانګونې ته ژمنتیا وښوولي ده .
دغه همکاري کولای شي د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پرمختګ او ظرفیت لوړولو لپاره ګټوره تمامه شي، چې د افغانانو لپاره د اقتصادي فرصتونو په زیاتولو کې مهم رول ولري.
دغه همکاري کولای شي د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پرمختګ او ظرفیت لوړولو لپاره ګټوره تمامه شي، چې د افغانانو لپاره د اقتصادي فرصتونو په زیاتولو کې مهم رول ولري.