فکري سنګر


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


فکري سنګر چینل به د ټول مسلمه أمت په نمائندګۍ هغه څه نشروي چی
مسلمه أمت ورته اړتیا لري
نو چینل درسره جوین کړئ او نشرات یی درسره شیر کوئ
که ستاسو سره کوم په زړه پورې مواد وي زموږ سره یی شریک کړئ موږ به یی ستاسو په نوم همدلته نشروو
چینل خوښ او شیر کړئ

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


طارق ابن زیاد
په دې چينل که به اسلامی عقیدوي او فقهی د اهل سنت والجماعت د منهج پر بنسټ د حنفی فقهې پر مبنا نشريات کیږی
همدا راز پر اسلام د ملحدینو او د خوارجو وهابیانو لخوا د وارده شبهاتو ته هم ځوابونه ورکول کیږی
ان شاء الله تعالی
https://t.me/Tariq_ebni_ziad56


دینی عبرتناکه قیصي📚
ښـکلي دیـني اسـلامـي اوله عبـرتونو ډک حکایات وخت پـر وخت له همـدی ادرس نه تـرلاسه کولای شـی

https://t.me/edranaacoqisi
https://t.me/edranaacoqisi




حکيم الله صابر

آيا ته ددې خبري په معنٰی پوهیږې چي کله ته فاحش (لوڅ) فلمونه ګورې نو الله تعالی او ملائکه تا ویني؟!.

آیا ته پدې خبره پوهیږې چي دغه ناروا عمل ستا په عمل نامه کي لیکل کیږي او د قیامت په ورځ به تا ته وړاندي کړی شي؟!.

آیا ته د خپل ژوند ضمانت کولی شې چي د فاحش (لوڅ) فلم د ختمیدو پوري به ته ژوندی یې؟!.

او که بالفرض ژوندی پاتي شې نو د تنګستیا ، تشویش او د نیکو اعمالو د توفیق نه درکیدو نتائج قبلوې؟!.

آیا ته پوهیږې چي په کوم حالت کي به مړ شې نو د قیامت په ورځ به د قبر نه په هغه حالت کي پاڅېږې؟!.

ایا د الله تعالٰی غضب او غوصه په خپل ځان قبلوې؟!.

آیا د غیرت ختمیدل او د خپل شهوت غلام جوړیدل قبلوې؟!.

آیا د قبر د سخت عذاب برداشت کولی شې؟!.

آیا د قیامت د لوی ورځي چي پنځوس زره کاله ورځ ده د هغې د عذاب برداشت کولی شې؟!.

آیا پدې خوشحالیږې چي ته خپله میرمن ، خور ، ورور ، ځوی ، لور او نور خپلوان په داسي حالت کي ووینې چي هغوی فاحش لوڅ فلمونه او سریالونه ګوري؟!.

نو یقني خبره داده چي د پورتنيو ټولو سوالونو جواب به د هر مسلمان په ” نه ” سره وي ، نو مسلمان به دوه حالته لري یا خو به په یو مسلمان باندي الله تعالی رحم کړی وي چي لوڅ فلمونه او سریالونه به بیخي نه ګوري ، نو د دغه شان مسلمان لپاره دي په جنت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګاونډیتوب (همسایه توب) مبارک وي.

او یا به مسلمان غافل وي او د شیطان تر سلطې به لاندي وي نو هغه دي د الله تعالی د رحم څخه نه نا امیده کیږي الله تعالی ته دي توبه نصوحه وباسي نو الله تعالی بخښونکی او توبه قبلونکی ذات دی .

الله تعالی عزوجل په قرآنکريم کښي فرمایې : «قلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ».
(سورة الزمر آیتـــ۵۳).
ژباړه: ووایه اې (پيغمبره) صلی الله علیه وسلم چي الله تعالی فرمایې : اې زما هغه بندګانو چي پر نفسونو یې اسراف کړی ! مه نا امیده کیږئ له رحمته او مغفرته د الله تعالی ! بېشکه الله تعالی بخښي ګناهونه ټول (بغیر له شرکه او د مسلمان له حقه) او په تحقیق الله تعالی بخښونکی او رحم لرونکی ذات دی.


مبایل کې قرانکریم ده هغه سره بیت الخلاء ته تلل!

م...ف...

د هغه مبائل سره بیت الخلاء ته تلل چې قرآنکریم، احادیث او نور دیني کتابونه پکې وي جائز ده خو خلاف اولی ده ښه خبره داده کې امکان وي او تکلیف نه وي چې بیت الخلاء ته دتللو وخت کې مبائل محفوظ ځای کېږدي.

(ویکره دخول المخرج) ای الخلاء (وفی اصبعه خاتم فیه شئ من القرآن) او من اسمائه تعالی (لما فیه من ترک التعظیم) و قیل لایکره ان جعل فصه الی باطن الکف، لوکان ما فیه شئ من القرآن أو من اسمائه تعالی فی حبیبه لا باس به و کذا لو کان ملفوفا فی شئ و التحرز اولی/ص ۶۰/

حاشیة الطحاوی:
تم محل الکراهة ان لم یکن مستوراً فان کان فیه جیبه فان حینذ لا باس به وفی القهستانی عن المنیة: الافضل ان لایدخل الخلاء و فی کمه مصحف الا اذا اضطر و نرجو ان لایاثم بلا اضطرار/ ص ۳۰/

فقه الاسلامی و ادلته:
الا یحمل مکتوبا ذکر اسم الله علیه او کل اسم معظم کالملائکة و العزیز والکریم و محمد و احمد، لما روی انس رضی الله عنه ان النبی صلی الله علیه وسلم کان اذا دخل الخلاء وضع خاتمه. رواه ابن ماجة و ابوداؤد) و کان فیه: محمد رسو الله، فان احتفظ به و احترز علیه من السقوط فلا باس./ج ۱/ ص ۲۰۳/


په روژه کې د ورځې په خوب کې د زنانه احتلام!

شیر کړئ مسئله...

م...ف...
۱
د روژه دارې زنانه د ورځې په خوب کې احتلام وشو روژه نه ماتېږي غسل د وکړي.
۲
په روژه کې په شرمګاه کې دوا کیښودل!
که زنانه د پیشلمي په وخت کې په عورت (شرمګاه)کې د دوا پلته کېدي او د سهار له راختلو وروسته یې بیرته لرې کړي روژې ته نقصان نکوي روژه نه ماتېږي.
او که د سهار له راختلو وروسته دوا کېدي روژه ماتېږي.
۳
په روژه کې په ورځ کې د فرج (عورت)داخل ته داو رسېدو سره روژه ماتېږي.
د پورتنې مستطیل سوري په اخر کې د ګرد سوري نه د فرج داخل شروع کېږي...
۴
د نارینه په اله تناسلي کې د دوا قطرې اچولو سره روژه نه ماتېږي..
جدید فقهي مسائل/ص۹۷/
فتاوی هندیه/ج۱/ص۱۰۴/
فتاوی رحیمیه/ج۲/ص۳۸/




*د روژې په اړه د رسول اکرم ﷺ په زړه پوري او د پام وړ خطبه*

حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه روایت کړی: چي، رسول اللهﷺ د شعبان په آخري نېټه موږ ته خطاب وکړ او ویې فرمایل” اې خلګو ! يوه با عظمته میاشت رارسېدلې ده ، مبارکه میاشت ده، په دې میاشت کي یوه شپه ده چي تر زرو میاشتو بهتره ده، ددې میاشتي روژې الله تعالی فرض کړي دي، او د شپې لخوا یې قيام تطوع (نه فرض)ګرځولې، په دې میاشت کي یو نېک کار کول دومره ثواب لري لکه په بله میاشت کي چي فرض ادا کوئ، او د یو فرض ثواب د اویاوو فرضونو د ادا کولو په اندازه ورکول کیږي.
دا د صبر میاشت ده او د صبر بدله جنت دی، دا د خپلمنځي غم خورۍ میاشت ده، په دې کي د مؤمن رزق زیاتیږي، په دې میاشت کي که څوک چاته روژه مات ورکړي دا به د هغه لپاره د مغفرت او له دوزخ څخه د آزادۍ ذريعه وګرځي، او هغه کس ته دومره ثواب ورکول کیږی لکه روژه نیوونکي ته او د روژه نیوونکي په ثواب کي به څه کمی نه راځي.
حضرت سلمان فارسی رضی الله عنه روایت کوي او وایي: چي موږ رسول اللهﷺ ته عرض وکړ، چی اې دالله رسوله؟( صلی الله علیه و سلم ) په موږ کي هر یو دومره وس نه لري چي چاته روژه مات ورکړي، هغه مبارک صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی دغه ثواب هغه چاته هم ورکوي چي اوبه ورسره ګډي لږ شیدې یا خورما یا فقط یو غوړپ اوبه چي چاته يې په روژه مات ورکړي هم په دې ثواب او اجر کي شاملیږي، ( د خطبې په دوام کي یې وفرمایل ) څوک چي ( تر روژه مات وروسته ) کوم روژه نیوونکی په نس موړ کړي هغه به الله تعالی زما له حوض څخه داسي اوبه کړي چي بیا به جنت ته تر تلو پوری تږی نه سي، (او په جنت کي بېله هغه تنده او لوږه نسته)
د دې میاشتي اوله برخه رحمت ده، دوهمه برخه یې مغفرت ده او دریمه برخه یې د دوزخ څخه د آزادۍ ده، چا چي په دې میاشت کي له خپل غلام څخه کارونه سپک کړل الله تعالی به ورته بخښنه وکړي، په بعضي روایاتو کي داسي هم راغلي چي رسول الله ﷺ په دې وخت کي دا هم وفرمایل: په دې میاشت کی څلور کړني زیاتي کوئ، په هغو کي دوې داسي کړني دي، چي تاسو به خپل رب جل جلاله پرې راضي کوئ، او دوه له هغو داسي دي چي تاسو هیڅ چاره نه ورڅخه لرئ، هغه دوه کارونه چي د الله تعالی رضا پرې ترلاسه کیږي دادي:
۱- د لا اله الا الله ذکرکول ۲- له الله تعالی څخه دبخښني غوښتنه کول ( استغفار ویل). او هغه دوه کړني چي تاسي چاره نه ورڅخه لرئ دادي: ۱- د جنت غوښتنه کول ۲- له دوزخ څخه پناه غوښتل”
(مشکوة المصابيح ص۱۷۳)
وَ عَنْ سَلْمَانَ الْفَارْسِیِّ رَضِیَ اللهُ تَعَالی عَنْهُ قَالَ: خَطَبَنَا رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيْ آخِر ِيَوْمٍ مِنْ شَعْبَانَ فَقَال:َ يَا اَيُّهَا النَّاسُ قَدْ اَظَلَّکُمْ شَهْرٌ عَظِيْمٌ شَهْرٌ مُبَارَکٌ شَهْرٌ فِيْهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِّنْ اَلْفِ شَهْر ٍجَعَلَ اللهُ صِيَامَهُ فَرِيْضَةٌ وَقِيَامَ لَيْلِهِ تَطَوَّعًا مَنْ تَقَرَّبَ فِيْهِ بِخَصْلَةٍ مِّنَ الْخَيْرِ کَانَ کَمَنْ اَدّی فَرِيْضَةً فِيْمَا سِوَاهُ وَمَنْ اَدَّی فَرِيْضَةً فِيْهِ کَانَ کَمَنْ اَدّی سَبْعِيْنَ فَرِيْضَةً فِيْمَا سِوَاهُ وَهُوَ شَهْرُ الصَّبْر، ِوَالصَّبْرُ ثَوَابُهُ الْجَنَّة ُوَشَهْر ُالْمَوَاسَاةِ وَ شَهْرٌ فِيْهِ يُزَادُ فِيْهِ رِزْقُ الْمُؤْمِنِ، مَنْ فَطَّر َصَائِمًا کَانَ مَغْفِرَةً لِذُنُوْبِهِ وَ عِتْقَ رَقَبَتِهِ مِنَ النَّارِ وَ کَانَ لَهُ مِثْلُ اَجْرِهِ مِنْ غَيْر ِاَنْ يَّنْقُصَ مِنْ اَجْرِهِ شَیْءٌ
قُلْنَا: يَارَسُوْلَ اللهِ! لَيْسَ کُلُّنَا نَجِدُ مَا نُفَطِّرُ الصَّائِمَ، فقال رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: يُعْطِی اللهُ هَذَا الثَّوابَ مَنْ فَطَّرَ صَائِمًا عَلی مَذَقَةِ لَبَنٍ اَوْ تَمْرَةٍ اَو ْشَرْبَةٍ مِّنْ مَّآءٍ وَ مَنْ اَشْبَعَ صَاِئمًا سَقَاهُ اللهُ مِنْ حَوْضِیْ شَرْبَةً لَّايَظْمَأُ حَتَّی يَدْخُلَ الْجَنَّةَ وَ هُو َشَهْر ٌاَوَّلُهُ رَحْمَةٌ و َاَوْسَطُهُ مَغْفِرَةٌ و َاخِرُهُ عَتْقٌ مِّنَ النَّارِ مَنْ خَفَّفَ عَنْ مَمْلُوْکِهِ فِيْهِ غَفَرَاللهُ لَهُ وَ اَعْتَقَهُ مِنَ النَّارِ کذا فِی المشکوة.عن البهيقی فی شعب الايمان وزاد المنذری فی الترغيب
فَاسْتَکْثِرُوْا فِيْهِ مِنْ اَرْبَعِ خِصَالٍ خَصْلَتَيْنِ تُرْضُوْنَ بِهِمَا رَبَّکُمْ وَ خَصْلَتَيْنِ لَاغِنَاءَ بِکُمْ عَنْهُمَا فَامَّا الْخَصْلَتَانِ اللَّتَانِ تُرْضُوْنَ بِهِمَا رَبَّکُمْ فَشَهَادَةُ اَنْ لَّااِلهَ اِلَّا اللهُ و َتَسْتَغْفِرُوْنَهُ وَ اَمَّاَّ الْخَصْلَتَانِ اللَّتَانِ لَاغِنَاءَ بَکُمْ عَنْهُمَا فَتَسْئَلُوْنَ اللهَ الْجَنَّةَ و َتَعَوَّذُوْنَ بِهِ مِنَ النَّارِ. (اخرجه فی المشکوة عن البهيقی والمنذری فی الترغيب والترهيب)




*درمضان المبارک د ښه استقبال لپاره ۳۰ مهم نصیحتونه*

۱: د فرائضو او واجباتو په سمه توګه اداکول.د توبه او اسغفار زیاتوالی.
۲: د روژی مبارکی میاشتی مسائل ذده کول او نورو ته ښودل.
۳: خپل نفس دی پر تقوی باندی پاپند کړه.
۴: پر صله رحمۍ کې مخکې والی وکړه.
۵: زړه دی له کینی،بغض،نفرت او حسد څخه پاک کړه.
۶: د تیرو روژو قضائي که درباندی پاتی وي.
۷: دعاء خپل عادت وګرځوه.
۸: د صدقه ورکول خپل عادت وګرځوه.
۹: د قران شریف تلاوت ډیر کړه.
۱۰: د قیام اللیل خاص اهتمام وکړه.
۱۱: له انټرنیټ او اجتماعي رسنیو څخه استفاده محدوده کړه.
۱۲: د تلویزون له لیدلو څخه ډډه وکړه.
۱۳: د کورنۍ لپاره د روژی څخه مخکی غذایې مواد برابر کړه.
۱۴: د روژی لپاره دی دنیاوي کارونه سپک کړه.
۱۵: د ورځني ژوند لپاره منظم تقسیم اوقات جوړ کړه.
۱۶: پر خادمانو او مزدورانو باندی مو کارونه سپک کړئ.
۱۷: که توان او طاقت مو وي عمری ته لاړ شئ.
۱۸: تر ټولو ډیر وخت پر مسجد کې تیر کړه.
۱۹: خوب دی کم کړه.
۲۰: تر ۴۰ ورځو پوری د تکبیر اولی سره لمونځ وکړه.
۲۱: له نشه یې توکو څخه ځان وژغوره.
۲۲: د خلکو سره د لیدلو سلسله کمه کړه.
۲۳: کوښښ وکړه چې د قرآن شریف کوچني سورتونه حفظ کړی.
۲۴: ماشومانو ته مو د روژی نیولو عادت ورکړئ.
۲۵: د کم خوراک عادت جوړول.
۲۶: دا روژه مو له تیری روژی څخه په اعمالو غني کړئ.
۲۷: د شعبان د میاشتی ورځی وشمیرئ.
۲۸: د مالي حقوقو اړوند مسائل ذده کړئ.
۲۹: د شپی لخوا پر وخت د ویده کیدلو عادت وګرځوئ.
۳۰: پر دعاګانو باندی خاص تمرکز او اهتمام کول.
اللهم بارک لنا رجب وشعبان و بلغنا رمضان.


ښځې ته له روژې نیولو وروسته حیض راتلل!

م...ف...
۱
که زنانه ته په روژه کې د ورزې حیض راغی دغه ورځ روژه ماته شوه قضا یې واجب ده که روژه فرضې وه که نفلي.
۲
که زنانه ته په فرض لمانځه کې حیض راغی لمونځ فاسد شو د دغه لمانځه قضا نشته او که په سنت یا نفل لمانځه کې حیض ورته راغی لمونځ فاسد شو له پاکوالي وروسته قضا هم واجب ده.

نوربیا ان شاأللّٰه

جوهرة النیرة/ج۱/ص۳۲/
بهشتې زیور/ج۲/ص۵۹/


که په روژه کې زنانه له حیضه پاکه شي!

م...ف...
۱
که زنانه په روژه کې په ورځ کې له حیض نه پاکه شوه واجب ده چې تر ماښامه پورې خوراک چکاک جماع اونکړي له روژه دارو سره د مشابهت وکړي او د دغې ورځې د روژې قضا هم اورباندې واجب ده.
۲
زنانه په رمضان کې په شپه کې له حیض نه پاکه شوه!
که چیرته زنانه رمضان کې په شپه کې له حیض نه پاکه شوه سهار به روژه نېسي که په شپه کې غسل هم اونکړي روژه به نېسي غسل د سهار وکړي.
او که سهار وختي له حیض نه پاکه شوه د روژې نیت نشې کولی خو ترماښامه خوراک هم نشې کولی.
که له سهار راختو نه لیییږ مخکې هم پاکه شوه د روژې نیت به کوي.

نور بیا ان شاأللّٰه
جوهرة النیرة/ج۱/ص۱۴۸/
شرح الوقایه/ج۱/ص۱۲۹/




دروژي غوره والی
دحضرت ابوهريرة (رضي الله عنه ) څخه روايت دي چي داسلام سترلارښودحضرت محمد(صلي الله عيله وسلم) فرمائلي : قال الله عز و جل (( كل عمل ابن آدم له إلا الصيام فإنه لى و أنا أجزى به , و الصيام جُنة فإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يصخب ولا يجهل فإن شاتمة أحد او قاتلة أحد فليقل إنى صائم , مرتين , و الذى نفسى بيده لخلوف فم الصائم أطيب عند الله يوم القيامة من ريح المسك , و للصائم فرحتان يفرحهما : إذا أفطر فرح بفطرة , و إذا لقى ربه فرح بصومه )) ::: رواة أحمد و مسلم و النسائى ::: ,
ژباړه: الله پاك فرمايي : دانسان هرعمل دهغه لپاره دي ، مګريوه روژه نه ، ځكه هغه زماده اوزه يي بدله وركوم ، روژه سپردي، كله چي ستاسوديوه دروژي ورځ وي نوبدرددي نه وايي ، اونه دي هم جګړه كوي ، اوكه چاورسره لفظي شخړه كول اويايي ورسره جنګ كاوه نودي دوه واره ورته ووايي چي زه روژاتي يم ، زمادي په هغه زات سره قسم وي چي زمانفس يي په واك كي دي ، دروژاتي دخولي سوړبوي خداي ته دقيامت په ورځ دمشكوتربوي هم غوره دى ، اوروژاتي لره دوي خوشالياني دي ، كله چي روژه ماته كړي نوپه رژه مات خوشاله سي او څه مهال چي بيادخپل خداي سره ملاقي سي نوپه خپله روژه خوشاله سي .
د عبد الله بن عمرو رضى الله عنهما څخه روايت دي چي داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عيله وسلم) فرمايلي : الصيام و القرآن يشفعان للعبد يوم القيامة , يقول الصيام : أى رب منعته الطعام و الشهوات بالنهار فشفعنى فية و يقول القرآن : منعته النوم بالليل فشفعنى فية فيشفعان
ژباړه : روژه اوقران دواړه دقيامت په ورځ دبنده لپاره شفاعت كوي ، روژه وايي : اي خدايه ! ماپه ررځ كي پرهغه خوراك اوشهوت منعه كړي و،نومايي په حق كي شفيع كړه ، اوقران وايي : ماپه شپه كي پرهغه خوب منعه كړي ونوزماشفاعت يي په حق كي ومنه ، بياخداي ددواړوشفاعت قبول كړي .
د أبى امامة رضى الله عنه څخه روايت دي فرمايي : أتيت رسول الله صلى الله عليه و سلم فقلت : مُرنى بعمل يدخلنى الجنة , فقال : عليك بالصوم فإنه لا عدل له ::: رواة أحمد و النسائى و الحاكم و صححه :::
ژباړه : زه دالله پيغمبر(صلي الله عيله وسلم) ته ورغلم ورته ومي ويل : ماپه داسي يوه عمل وګماره چي جنت ته مي ننباسي ، هغه وفرمايل: روژه ونيسه ځكه دهغي لپاره كوم انډول نسته .
د أبى سعيد الخدرى رضى الله عنه څخه روايت دي فرمايي : داسلام سترپيغمبر(صلي الله عيله وسلم) وفرمايل : لا يصوم عبد يوماً فى سبيل الله إلا باعد الله بذلك اليوم النار عن وجهه سبعين خريفاً ::: رواة الجماعة إلا أبا داوود ::: ,
ژباړه : يوبنده چي دالله په لاره كي يوه ورځ روژه ونيسي نوخداي ددي يوي ورځي په سبب دده له مخه اوياكاله اورليري كوي .
د سهل بن سعد رضى الله عنه څخه روايت دي چي نبى صلى الله عليه و سلم فرمايلي : إن للجنه باباً يقال له الريان , يقال يوم القيامة : أين الصائمون ؟ فإذا دخل آخرهم أُغلق ذلك الباب ::: رواة البخارى و مسلم :::
ژباړه : دجنت يوه دروازه ده ، ريان نوميږي ، دقيامت په ورځ به وويل سي ، روژاتيان چيري دي ؟كله چي وروستي روژاتي ننوزي بيابه نودادروازه وتړل سي .


د لمر لویدو په فکر روژه ماتول!

م...ف...
۱
روژه دار په دې نیت چې لمر لویدلی روژه ماته کړه خو وروسته معلومه شوه چې لمر لا نه ؤ لویدلی روژه ماته شوه قضا واجب ده کفاره نشته.
همدارنګه د پیشلمي په وخت کې هم دغه حکم ده چې:
که روژه دار خوراک کاوه په دې فکر چې شپه لاباقي ده خو وروسته معلومه شوه چې سهار کې یې خوراک کړی روژه ماته شوه قضا واجب ده کفاره نشته.
۲
قی او احتلام نه وروسته قصداً روژه ماتول!
روژه دار قی وکه یا یې په ورځ کې احتلام وشو( شیطان خطا که) فکر یې دا ؤ چې روژه ماته شوه نور یې قصداً خوراک چکاک وکه روژه ماته شوه قضا واجب ده کفاره نشته.
شیر.....
نور بیا ان شاأللّٰه..

شامي/ج۱/ص۱۴۰/
فتاوی دارالعلوم/ج۶/ص۴۳۶/
هدایه/ج۱/ص۲۰۷/


حاملې ښځې ته( چې په نس یې بچی وي) روژه خوړل!

م...ف...

۱
حاملې ښځې ته چې د ځان یا نس کې بچي ته د ضرر او تکلیف غالب ګمان وي روژه نه نیول جائز دي.
او که نیت یې کړی وو بیا په ورځ کې تکلیف جوړ سو بیا هم د روژې خوړل جائز دي قضا واجب ده کفاره نشته.
۲
حاملې ښځې ته د درد له وجهې روژه ماتول!
که چیرته روژې نیولو سره مور یا نس کې بچي ته ضرر وو روژه دې نه نېسي او که نیولې وي ماته د کړي قضا واجب ده کفاره نشته.
۳
شیدو ورکونکې ښځې ته روژه خوړل!
کومه زنانه چې خپل ماشوم ته یا پردي ماشوم ته مفت یا په اجرت شیدې ورکوي که چیرته غالب ګمان وو چې له روژې نیولو سره شېدې کمېږي یا وچېږي نو زنانه ته روژه نه نیول جائز دي قضا واجب ده کفاره نشته.
او که چیرته د بل چا ماشوم ته مفت شېدي ورکوي او ماشوم ته د شېدو لپاره بله زنانه هم شته بیا روژه نیول ضرور او خوړل یې جائز نه دي.

نور بیا ان شاأللّٰه

عالمګېري/ج۲/ص۳۳/
احسن الفتاوی/ج۴/ص۴۴۲/
علم الفقه/ج۳/ص۳۶/
فتاوی دارالعلوم/ج۶/ص۴۶۴/




(لوڅ) فلمونه او فاحش سریالونه کتل
ګرانه مسلمانه وروره!
آيا ته ددې خبرې په معـنٰی پوهـیږې چې کله ته فاحش (لوڅ) فلمونه ګورې نو الله تعالی او ملايکې تا ویني؟!.
آیا ته پدې خبره پوهیږې چې دغه ناروا عمل ستا په عمل نامه کې لیکل کیږي او د قیامت په ورځ به تا ته وړاندې کړی شي؟!.
آیا ته د خپل ژوند ضـمانت کولی شې چې د فاحش (لوڅ) فلم د ختمـیدو پورې به ته ژوندی یې؟!.
آیا ته پوهیږې چې په کوم حالت کې به مړ شې نو د قیامت په ورځ به د قبر نه په هغه حالت کې پاڅېږې؟!.
ایا د الله تعالٰی غضب او غوصه په خپل ځان قبلوې؟!.
آیا د غیرت ختمیدل او د خپل شهوت غلام جوړیدل قبلوې؟!.
آیا د قبر د سخت عذاب برداشت کولی شې؟!.
آیا د قیامت د لويې ورځـې چې پنځوس زره کاله ورځ ده د هغې د عذاب برداشت کولی شې؟!.
آیا پدې خوشحالیږې چې ته خپله میرمن ، خور ، ورور ، ځوی ، لور او نور خپلوان په داسې حالت کې ووینې چې هغوئ فاحش لوڅ فلـمونه او سریالونه ګوري؟!.
نو یقني خبره داده چې د پورتنيو ټولو سوالونو ځواب به د هر مسلمان په ” نه ” سره وي ، نو مسلمان به دوه حالته لري یا خو به په یو مسلمان باندې الله تعالی رحم کړی وي چې لوڅ فلمونه او سریالونه به بیخي نه ګوري ، نو د دغه شان مسلمان لپاره دې په جنت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګاونډیتوب (همسایه توب) مبارک وي.
او یا به مسلمان غافل وي او د شیطان تر سلطې به لاندي وي نو هغه دې د الله تعالی د رحم څخه نه نا امیده کیږي الله تعالی ته دې توبه نصوحه وباسي نو الله تعالـی بخښونکی او توبه قبـلونکی ذات دی .

د ثواب په نيت يې له ملګروسره شريک (( شیر )) کړی




که مرحوم لوی ملاصاحب نه وای راپاڅیدلی

ـ د زرداد په پاټک به اوس هم انساني سپیان غپیدل.
ـ شفیع دیوانه به اوس هم کابلیان په دیوالو میخ کول.
ـ قمبرلنګ به اوس هم له کابلیو ښځو تیونه غوڅول.
ـ اسد مارخور
به اوس هم د شاه شهید په کوڅو کې د جنسي داړه مارۍ لپاره ګرځیده.
ـ کومندان صالح به اوس هم د پاشمول په پاټک هراتي هلکان کوزول.
ـ تجارتي باربري موټر
به اوس هم د عام سرک په ځای د دکندهار د ریګ په دښتو تر ویشه رسیدل.
ـ ګیلم جمو به اوس هم د شمال په خلکو سپږې خرڅولې
ـ که لوی ملاصاحب نه وای
تراوسه به د کابل او نورو ښارونو ولاړ دیوالونه څه بلکې شاوخوا غرونه هم د جګړو له زوره نړیدلي وای.
ـ تراوسه به د جنګلک او سروبي بند د ملي زیربناوو په شان د کابل او نورو سیمو ټول ملي تاسیسات پرزه په پرزه او خښته په خښته ټوټه شوي، لیلام شوي
او د لاهور او کارخانو په کباړیانو پلورل شوي وای.
ـ اوس به د کوڅه په کوڅه او کلي په کلي جګړې له زوره دلته انسانان نه وای پاتې،
بلکې د جګړه مارو،پوډریانو او ټوپکیانو یو ځنګلي نسل به د افغانستان د مالکیت دعوه دار وای.
ـ اوس به افغانستان نه وای، بلکې د هزارستان،سیافستان، دوستمستان،
زردادستان او مسعودستان په نوم به ګڼ مختلف پاټکستانونه اباد وی.
ـ که د لوی ملاصاحب پاڅون نه وای
اوس به موږ او تاسو د فیسبوک لیکلو په ځای په پوستو کې د چرسو په پخولو ورځ اړولی.
ـ که د ملاصاحب پاڅون نه وای اوس به موږ د شل کلن جهاد،هجرت،
جهادي ثمره،
اسلامي نظام او داسې نورو خبرو په ځای په دې غم کې وای چې څرنګه د خپلو شهیدانو
قبرونه راوسپړو تر څو د پاکستان دهډوکو له سوداګرو ورباندې د چرسو لپاره پیسې پیدا کړو .
او که د لوی ملاصاحب
پاڅون نه وای ...
نور به څه شوي وای؟
هیله تاسو خپل نظرونه راسره شریک کړئ .

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

555

obunachilar
Kanal statistikasi