د پند او عبرت ڪـــيــــسے


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


د پند او عبرت ڪـــيــــسے:
درنو ملگرو دا چینل مو ستاسو د اصلاح په خاطر جوڔ ڪڔ. پدی کانال ڪے به په زڔه پوری د پند او عبرت ݗخه دڪے ڪــیـــسے درته خپریږي.
دتبادلې لپاره
@Omar_Af
@zahidaf
@JALIBAKISI
https://t.me/joinchat/AAAAAFDuH9WhOes_wRDiUg

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


شیخ سردار ولي حفظه اللّٰه dan repost
زیری زیری زیری د شیخ سردارولي مینوالو ته په یوټيوب ڪے ڪــانال پرانستل شوه هتما یے سبسڪـــرايــب او نشر ڪــڔئ.👌👇
https://www.youtube.com/channel/UCY8I_cvo9sZXsrnIH_qMLLw?app=desktop




صداى اصلاح _ اصلاح غږ dan repost
زموږ يوټيوب چينل ته حتماً جواين شئ.

@KhaialMazal 👌👇👍
https://www.youtube.com/channel/UC9olp6APCEb6kiafbOyPTIQ


پېغله وایي: کشکي واده سم!

وايي: د جبريل علیه السلام څخه پوښتنه وسوه چي ایا ته خاندې؟
جبریل وویل: هو !
ویل : کله؟
ده وویل : انسان د خپل پیدایښت له ورځي بیا د مرګ تر وخته په داسي شي پسي ګرځي چي هغه شی په دنیا کي نه دی پیدا سوی.
پوښتنه کوونکی په تعجب کي سو او وې ویل : هغه شی چشي دی، چي انسان پسي ګرځي او هغه په دنیا کي نه دی پیدا سوی؟!
جبريل علیه السلام وویل : راحت، ارامتیا او بې غمي؛ الله جل جلاله په دنیا کي راحت نه دی پیدا کړی بلکي هغه یې په اخرت کي پیدا کړی دی خو انسان همېشه په دې دنیا کي په راحت پسي ګرځي.

ماشوم وایي: کله به لوی سم؟!
ځوان وایي: کشکي بیرته ماشوم کېدلای سوای!
سپین ږیری وایي: کشکي مي بیرته د یوې ورځي لپاره ځواني راوګرځي!
واده سوې ښځه وایي: کشکي پېغله وای!
پېغله بیا وایي: کشکي واده سم!
هغه څوک چي اولاد نه لري، وایي: کشکي مي یو ماشوم درلودلای!
او هغه چي بیا د خپلو اولادونو د شرنو څخه په تکلیف دي، وایي: کشکي مي اولادونه نه وای زېږولي!
هغه څوک چي د یوې ښځي سره یې واده کړی وي، د راحت حاصلولو لپاره په بله ښځه پسي ګرځي، مقصد دا چي ټول انسانان راحت غواړي، حال دا چي په دې دنیا کي راحت نسته نو پر موږ دا لازمه ده چي په هغه څه سره قناعت وکړو چي الله جل جلاله راته لیکلي دي او د هغو نعمتونو شکر اداء کړو چي موږ ته را کړل سوي دي او په دې باید پوه سو چي زموږ راحت د الله جل جلاله په عبادت کولو کي دی ځکه چي په آخرت کي به ارام او په راحت یو.!

وینا : مولوي عنایت الله علمي صاحب
@jalibakisi


ټکنالوژي زده کړه dan repost
مسنجر کارونکو ته زيرى اوس مسنجر ملګرو يا ګروپونو ته pdf کتابونه ولېږئ 👇
https://www.youtube.com/watch?v=IBpsbhnfIOA
په لينک کلېک کړئ او طريقه وګورئ. 👆


🌹د فقير ښايسته لور🌹لنډه کیسه👇

د يو فقیر سړي ډېره ښایسته لور وه، د هغې د واده لپاره ده او میرمنې يې وړۍ اوبدلې چې څه پیسې تر لاسه کړي، او د لور د واده بندوبس په وکړي، د فقیر کور د مصر د دیندار، مشهور، د قرآن حافظ، د حدیثو د نامتو عالم او د وخت عادل باچا د کور په خوا کې و، یوه ورځ يې خپلې لور ته وویل چې نن به بازار ته ځو او وړۍ به خرڅه وو، لور چې تر اوسه هم د کور څخه نه وه وتلي د پلار خبره يې ومنله او ورسره د بازار په لور روانه شوه، د ابن طولون د یو امیر چې فیل نومېده د کور مخته تېریدل، نا څاپه د فقیر پام په بله خوا شو او لور ځینې هیره شوه، لور يې هم هغلته هکه حیرانه ودرېدله، د حیرانتیا په دې عالم کې که ګوري د فیل په نامه هغه امیر ورباندې را برابر شو، امیر چې دې ښایسته نجلۍ ته وکتل، دستي ورباندې مین او زړه يې وبایله، لنډه دا چې نجلۍ يې کور ته بوتله، او خپلو خدمتګارانو ته يي وویل: ښه پاک کالي ور واغوندئ، او ښه خوشبو ورولګوئ، ډېرې ښایسته ګیڼې ور په غاړه کړئ، خدمتګارانو يې همدا ټول وکړل، او د ده خونې ته يې وروسته، ده ظالم د نجلۍ د عزت سپکاوی وکړ، او بکارت يې ورختم کړ.

کله چې يې پلار او مور له دې ناورینه خبر شول ډېر بې حده ورباندې درنه تمامه شوه.

د دې ځای د باچا دا عادت و، چې کله به هم یوه موهمه قصه پېښه شوه نو مؤذن به يې بې وخته اذان کاوو، ټول خلک به پوهېدل چې څه ضروري خبره پېښه شوي ده.

د خدای کارونه وو دا مؤذن د دغه فقیر پېژاند وو، هغه ته يې قصه وکړه، مؤذن فورا اذان پیل کړ، احمد ابن طولون باچا چې دا بې وخته اذان واورېد، سړی يې ورواستاوه، او قصه يې ترې مالومه کړه، وروسته ابن طولون د نجلۍ مور او پلار راوغوښتل.

کله چې د دفتر وخت راغی امیر فیل هم د خپل عادت سره سم دفتر ته حاضر شو، ابن طولون ورته وايي:
چې واده دې مبارک شه!
فیل ځواب ورکړ:
چې واده مې له کومه وو؟
ابن طولون ورته وویل:
چې دا د نجلۍ پلار او دا يې مور ده، او ته وايې چې واده مې له کومه وو؟

کله چې فیل د نجلۍ مور او پلار ته وکتل، د نورو امیرانو په مخ کې ډېر شرمنده او رسوا شو، د شرمه يې سر ښکته وځړاوو، ابن طولون ورته وویل:
چې سر راپورته کړه، بیا يې د نجلۍ مور او پلار ته وویل:
تاسو که خپله لور زما دې غلام ته ورکړئ، نو زر دیناره به اوس په مهر کې درکړو او زر به بیا وروسته؟

مور او پلار يې دواړو دا خبره ومنله، ابن طولون شاهدان راوغوښتل، نکاح يې وتړله، کله چې شاهدان ولاړو، نو ابن طولون جلات ته امر وکړ چې د فیل سر ووهئ، هغوئ هم فورا د باچا حکم پر ځای کړ د فیل سر يې وواهه، د ده په مخ کې يې کېښود.

ابن طولون د نجلۍ مور او پلار ته وویل:
چې اوس دې لور د خپل میړه نه د میراث حقداره هم شوه، ورځه د لور او د دي د میړه ټوله ترکه درسره یوسه.
ورځئ په موخه مو ښه او الله مو خوشاله لره.
@jalibakisi


🌹په زړه پوري کیسه🌹👇👇

د یوې مدرسې زده کوونکي په تفریحي سفر ووتل. په لاره کې یې موټر له تونل سره مخ شول، بس چلوونکی ورته ونه درېدی، ځکه هغه به هر وخت پر دې لار تېرېدی. خو دا ځل یې بس په تونل کې بند شو، دې کار ماشومان سخت وبیریدل. موټر چلوونکي وویل: دا موټر ولې بند شو؟ یو چا ورته وویل: سړک یې تازه جوړ کړی، ښايي راپورته شوی وي....
بس چلوونکي څو ځله موټر په بل موټر پسې غوټه کړ، خو رسۍ به پرې شوه، چا ویل: راځئ تونل ورته ووهو، چا بیا د سړک د کیندلو نظر ورکړ. په دې وخت کې له بس څخه یو ماشوم را ښکته شو چیغې يې کړې: زه بس ایستلای شم. ټول ورته حیران شول. ماشوم وویل: تېر کال موږ ته استاد ویلي ول: که تاسو له خپلو ځانونو کینه، تکبر، تمه او ځانغوښتنه وباسئ،د روح حجم به مو خپل طبعي حالت ته را وګرځي، څنګه چې الله پیدا کړی دی، بیا تاسو کولای شئ چې د دنیا له سختیو څخه په اسانۍ تېر شئ. زه د استاد دا خبره پر بس عملي کوم، له ټېرونو څخه یې لیږ هوا باسم، بس خپله را ټیټېږي او په اسانۍ به تر تونل ووځي.
له څلوېښتو کالو را هسې د ستونزو او جګړې په تونل کې زموږ د بند لاملونه ښایې همدا لويي او ځانغوښتنه وي.
@jalibakisi


🌹د فقیر ښایسته لور🌹لنډه کیسه👇

د یو فقیر سړي ډېره ښایسته لور وه، د هغې د واده لپاره ده او میرمنې يې وړۍ اوبدلې چې څه پیسې تر لاسه کړي، او د لور د واده بندوبس په وکړي، د فقیر کور د مصر د دیندار، مشهور، د قرآن حافظ، د حدیثو د نامتو عالم او د وخت عادل باچا د کور په خوا کې و، یوه ورځ يې خپلې لور ته وویل چې نن به بازار ته ځو او وړۍ به خرڅه وو، لور چې تر اوسه هم د کور څخه نه وه وتلي د پلار خبره يې ومنله او ورسره د بازار په لور روانه شوه، د ابن طولون د یو امیر چې فیل نومېده د کور مخته تېریدل، نا څاپه د فقیر پام په بله خوا شو او لور ځینې هیره شوه، لور يې هم هغلته هکه حیرانه ودرېدله، د حیرانتیا په دې عالم کې که ګوري د فیل په نامه هغه امیر ورباندې را برابر شو، امیر چې دې ښایسته نجلۍ ته وکتل، دستي ورباندې مین او زړه يې وبایله، لنډه دا چې نجلۍ يې کور ته بوتله، او خپلو خدمتګارانو ته يي وویل: ښه پاک کالي ور واغوندئ، او ښه خوشبو ورولګوئ، ډېرې ښایسته ګیڼې ور په غاړه کړئ، خدمتګارانو يې همدا ټول وکړل، او د ده خونې ته يې وروسته، ده ظالم د نجلۍ د عزت سپکاوی وکړ، او بکارت يې ورختم کړ.

کله چې يې پلار او مور له دې ناورینه خبر شول ډېر بې حده ورباندې درنه تمامه شوه.

د دې ځای د باچا دا عادت و، چې کله به هم یوه موهمه قصه پېښه شوه نو مؤذن به يې بې وخته اذان کاوو، ټول خلک به پوهېدل چې څه ضروري خبره پېښه شوي ده.

د خدای کارونه وو دا مؤذن د دغه فقیر پېژاند وو، هغه ته يې قصه وکړه، مؤذن فورا اذان پیل کړ، احمد ابن طولون باچا چې دا بې وخته اذان واورېد، سړی يې ورواستاوه، او قصه يې ترې مالومه کړه، وروسته ابن طولون د نجلۍ مور او پلار راوغوښتل.

کله چې د دفتر وخت راغی امیر فیل هم د خپل عادت سره سم دفتر ته حاضر شو، ابن طولون ورته وايي:
چې واده دې مبارک شه!
فیل ځواب ورکړ:
چې واده مې له کومه وو؟
ابن طولون ورته وویل:
چې دا د نجلۍ پلار او دا يې مور ده، او ته وايې چې واده مې له کومه وو؟

کله چې فیل د نجلۍ مور او پلار ته وکتل، د نورو امیرانو په مخ کې ډېر شرمنده او رسوا شو، د شرمه يې سر ښکته وځړاوو، ابن طولون ورته وویل:
چې سر راپورته کړه، بیا يې د نجلۍ مور او پلار ته وویل:
تاسو که خپله لور زما دې غلام ته ورکړئ، نو زر دیناره به اوس په مهر کې درکړو او زر به بیا وروسته؟

مور او پلار يې دواړو دا خبره ومنله، ابن طولون شاهدان راوغوښتل، نکاح يې وتړله، کله چې شاهدان ولاړو، نو ابن طولون جلات ته امر وکړ چې د فیل سر ووهئ، هغوئ هم فورا د باچا حکم پر ځای کړ د فیل سر يې وواهه، د ده په مخ کې يې کېښود.

ابن طولون د نجلۍ مور او پلار ته وویل:
چې اوس دې لور د خپل میړه نه د میراث حقداره هم شوه، ورځه د لور او د دي د میړه ټوله ترکه درسره یوسه.
ورځئ په موخه مو ښه او الله مو خوشاله لره.
@jalibakisi


د غټو چينلونو تبادله dan repost
غوره او ستر پښتو چينلونه

📚 کتابتون چینل 📚
ツ 《عضویت》

📘افغان کتابتون 📒
ツ 《عضویت》

📗آنلاین کتابتون ګروپ 📒
ツ 《عضویت》

📚 حقوقي کتابخانه 📚
ツ 《عضویت》

🔹د معلوماتو سمندر 🔹
ツ 《عضویت》

🔸اااااااصلاح غږږږږ🔸
ツ 《عضویت》

🔹دينـي لارښــوونې 🔹
ツ 《عضویت》

🔸جاااااااااااالبه کيسې 🔸
ツ 《عضویت》

🔹 خطاطي زده کړه 🔹
ツ 《عضویت》

🔸عربي زده کړړړړړه🔸
ツ 《عضویت》

🔸ګران افغانستان 🔸
ツ 《عضویت》

🔹 تازه خبروووووونه 🔹
ツ 《عضویت》

🔸شيخ سردارولي حفظه الله 🔸
ツ 《عضویت》

🔹. پښتو شعرونه 🔹
ツ 《عضویت》

اسلامي تعليمات ګروپ
ツ 《عضویت》

تعليم الاسلام ګروپ
ツ 《عضویت》

د پښتو چټ ګروپ
ツ 《عضویت》

انټرنېټي لارښونې
ツ 《عضویت》

پښتو پروګرامونه
ツ 《عضویت》

🔸. پښتو فونټونه 🔸
ツ 《عضویت》

هيله ده پورته چينلونه جواين او له معلوماتو ګټه پورته کړئ. او د محربانۍ له مخې ليست خپور کړئ. مننه @khidmatt


د مالداره ښځې ښکلې کیسه!

یوې ډېرې شتمنې او مالداره ښځې ته په دښته کې موټر خراب شوو، ښځه ډېره خواشینې او وارخطا د سرک پر غاړه ولاړه وه، موټرونو ته یې ډېرې اشارې وکړې؛ خو هیچا ورته موټر ونه دراوه.
وخت پرې ډېر تېر شوو، نری نری باران هم شروع شو.
نږدې وه چې پرې تیاره شي، په سوچونو کې ډوبه وه چې، اوس به څه چل کیږي؟
په ناڅاپي ډول یې مخې ته یو زوړ موټر ودرید،
چې یو ځوان هلک یې چلوونکی وو.
ښځې لمړی ځوان هلک ته وکتل، بیا یې پر موټر سترګې تیرې کړې.
زړه نازړه وه چې، موټر ته پورته شي که نه!
له دې ویریدله چې، له یوه لوري مې عزت او له بلې لوري مې په مالدارۍ څوک خبر نه شي چې، کار به یې نور هم ستونزمن شي؛ خو اخر یې پرېکړه د ختلو وکړه او موټر ته پورته شوه.
په لار کې یې له موټروان څخه پوښتنه وکړه:
-نوم دې څه دی؟
-دکوم ځای یې؟
-او څه مصروفیت لرې؟
ځوان چې د غريبۍ او بې وسۍ نښې پرې له ورایه معلومیدلې، په داسې حالت کې چې ښځې ته یې نه کتل، په ډیر آدب او احترام ځواب ورکړ:
-نوم مې (عابد) دی او مصروفیت مې دا دی چې د یوې ټکسي موټروان یم، ښځه تر یو بریده ډاډمنه شوه.
په همدې کې، ښځه خپل ښار ته ورسیده او له ځانه سره یې وپتیله چې، موټروان ترې هر څومره کرایه وغواړي ور به یې کړي.
ښځې موټروان ته اشاره وکړه چې، ودرېګه چې کوزه شم، موټروان موټر ودراوه او ښځه ترې کوزه شوه.
مالداره او شتمنې ښځې پوښتنه وکړه:
-څو روپۍ دې شوې؟
موټروان:
-نه، نه زما هېڅ روپۍ نه کیږي.
شتمنې ښځې بیا وویل:
نه، داسې نشي کیدلای ځکه؛ ماسره دې ډېر احسان وکړ چې، له لارې څخه دې راپورته کړم او تر خپل ښاره دې راورسولم.
موټروان چې عابد یې نوم وه، بیا وویل:
-بس زما کرایه دا شوه چې، په لاره کې دې هر څوک پیدا کړل، تر خپل وسه ورسره ښه وکړه!
د موټروان له دې ښه تعامل له امله ښځه ډېره حیرانه شوه او روانه شوه آن تر دې چې مخې ته یې یو هوټل راغی هلته ننوتله چې، چای پکې وڅکي، له خادمې یې وغوښتل چې، یوه پیاله کاوه چای راوړه.
خادمه یې چې تر څنګ راغله نو؛ ګوري چې خادمه ډېره ستړې او ستومانه ده.
شتمنې ښځې ورته وویل:
-ولې دومره ستړې ستومانه ښکارې؟
خادمې ښځې په مايوسۍ سره وویل:
-امیدواره یم، او د ولادت وخت مې نږدې دی.
شتمنې ښځې بیا وویل:
-ولې ارام نه کوې؟
خادمې ښځې ځواب ورکړ:
دومره مزدوري وکړم چې، د ولادت په مهال مې د ډاکټرې او ناروغۍ درملنه پرې وکړم.
شتمنې ښځې ورته د چاى روپۍ ورکړې.
خادمه لاړه چې د محاسب څخه ورته پاتی روپۍ راوړي ځکه؛ هغه روپۍ چې ښځې ورته ورکړې وې لس برابره د کاوې له قیمته زیاتې وې.
خادمه چې راغله ګوري چې شتمنه ښځه نشته.
ښي لوري چپ لوري ته ګوري خو ښځه یې تر سترګو نه شوه؛ خو پر مېز یې یوه ټوټه کاغذ ولید چې پرې لیکل شوي وو:
پاتې روپۍ زما له خوا تاته هدیه او ډالۍ شوې، کاغذ یې چې په بل مخ واړوه نو؛ پرې لیکل شوي وو، د مېز لاندې مې نورې روپۍ ایخي دي، هغه ستا د نوي راتلونکي بچي لپاره ډالۍ او هدیه ده، نږدې وه چې خادمه د ډېرې خوشحالۍ څخه چغې ووهي ځکه چې، د شپږو میاشتو تنخاؤ او معاشونو برابر ورته پیسې میلاو شوې، له خوښۍ یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې.
ژر ژر د هوټل مالک ته ورغله او اجازه یې ترې واخیسته،
په ډېره خوشحالۍ کور ته لاړه چې په خپل خاوند باندې زېری وکړي، هغه خاوند چې د خپلې میرمنې د ولادت د مصارفو په سوچ او فکر کې وو، مېرمن یې کور ته په منډه منډه ننوتله او په خاوند یې غږ وکړ.
خاوند یې فکر کوه چې د میرمن بې وخته راتګ یې ښايي له دې امله وي چې، د ولادت وخت یې رانږدې شوی وي.
خو په دې حیران شو چې، د میرمنې په خله یې د خوشحالۍ او مننې کلمات وو.
خپل خاوند یې په غېږ کې راونیو او زېری یې پرې وکړ:
-عابده! زیری مې درباندې.
الله راباندې پراخي راوسته.
(دا هغه عابد وو چې، د شتمنې ښځې سره يې ښیګڼه کړې وه)

د کیسې مطلب:
که چا سره ښه وکړۍ؛ نو ضرور به یې الله تعالى بدله درکړي.

*د ثواب په خاطر یې شریک کړئ!*
@jalibakisi


امام غزالي رحمه الله کیسه کوي ،

یو کس روان وو ، یو زمری ور پسې شو ، شاوخوا کومه ونه هم نه وه ، چې دا کس وني ته ورنه ختلی وای ، په نظر یو کوهی ورغی فکر یې وکړ راځه دې کوهي ته به کښته شې ، چې کله زمری لاړ شي ، نو بیرته به را وخېژې ، کله چې یې کوهي ته کښته کېدلو لپاره ور وکتل ، که ګوري په کوهي کې یو لوی تورښامار پروت ده ، اوس چې د شا طرف نه ورپسې زمری دی او لاندي په کوهي کې لوی مار دی بې چارې شو ، دې وخت کې یې لږ څه کښته د کوهي په دېوال کومي رېښې ته پام شو ، فکر یې وکړ راځه دې پسې به ځوړند شې ، نه به پورته یم چې زمری مي وخوري او نه به د ښامار خولې ته یم ، چې زمری لاړ شي ،نو زه به هم را وخېزم ، ځان یې په ریښه پسې ځوړند کړ ، څه شېبه وروسته یې ولیدل چې دوه مږي دي ، یوه تور رنګ لري او بله سپین رنګ لري ، د هغه رېښې په کټ کولو بوختي دي ، چې دی پسې ځوړند دی ، ددې حالت په کتو سره نهایت پرېشانه شو ، اخوا دا خوا یې وکتل که ګوري د مچیو ګبین ته یې پام شو ، دا د شهدو نه ډک وو ، خو مچۍ پکې نه وې ، فکر یې وکړ ته راځه دا وګوره چې څنګه شهد دي ، نو په یو لاس یې ريښه ونیوله او د بل لاس په ګوتو یې لږ شهد وڅکل ، شهدو خوند ورکړ ، نو د شهدو په خوړلو بوخت شو ، زمری ، ښامار او مږي یې ټول له یاده ووتل ...

امام غزالي رحمه الله فرمایي :
اې دوسته ! ستا مثال ددغه کس په څېر ده ، ملک الموت د زمري په څېر په تا پسې ده ، د قبر عذاب ددې ښامار په شان ستا په انتظار کې ده ، توره او سپینه مږه ستا د ژوند شپې او ورځي دي ، هغه ریښه ستا ژوند دی ، کوم چې مږي یې خوري ، دا دشهدو ګبین ددنیا خوند دی ، د څه په خوند چې ته بوخت شوی یې ...

لږ خپلو اعمالو ته متوجې شه ، ستا انجام به څنګه وي ؟
@jalibakisi


mohammad omar pohanpall ebrahemzai:
پنځه خبرې چې انسان بريا ته رسوي!

دا پنځه داسې ارزښتناکه خبرې دي چې، که ورته پام وشي؛ نو ان شاءالله د انسان د بريا لپاره تضمين کوي.

①اوله خبر:
-اعمل لدنياک بقدر ما تعيش فيها.
ژباړه:
-د دُنيا لپاره دومره کار وکړه څومره اندازه چې، ته په دُنيا کې ژوند کوې!

د دُنيا ژوند ډېر لږ او بې باوره دی. که هر څومره اوږد هم شي، بيا هم ژر تېرېدونکی دی. مثال یې زمونږ تېر شوی عمر دی، کلونه ژوند مو تېر کړ؛ خو هیڅ پرې پوه نشوو، داسې تېر شو لکه د سترګو په رپ سره چې تېر شوی وي.

حضرت نوح عليه السلام ته الله تعالی ډېر زيات اوږد عمر ور کړی وو، ۹۵۰ کاله يې دعوت وکړ، له دې پرته نور ژوند يې هم کړی دی.

ځينې روايتونه داسې دي چې، دده ټول عمر ۱۶۰۰ شپاړس سوه کاله وو؛ خو د مرگ په وخت کې ملک الموت ترې پوښتنه وکړه:
كيف وجدت الدنيا قال نوح: مثل دار لها بابان دخلت من هذا وخرجت من هذا (تفسير القرطبي ص: ۲۹۵ج: ۱۳)

ژباړه:
-دُنيا دې څنگه وموندله؟
نوح عليه السلام وفرمايل: د هغه سرای په څېر مې و موندله چې دوه دروازې لري، له يوې دروازې ور داخل شوم او له بلې راووتلم!!

علامه قرطبي رحمه الله ليکي:
بنى نوح بيتا من قصب فقيل له: لو بنيت غير هذا فقال: هذا كثير لمن يموت (تفسير القرطبي ص: ۲۹۵ج: ۱۳)
نوح عليه السلام له کړکانو څخه کور جوړ کړی وو، چا ورته وويل: که دې بل (ښه) کور جوړ کړی وی، ښه به وی! نوح عليه السلام ورته وفرمايل: څوک چې مړ کېږي، د هغه چا لپاره دا زيات دی!!

②دوهمه خبر:
-واعمل لآخرتک بقدر ماتعيش فيها.
ژباړه:
-د آخرت لپاره دې دومره کار وکړه څومره چې ته ژوند پکې کوې!

د آخرت ژوند تلپاتې دی؛ نو د عقل تقاضاء دا ده چې د تلپاتې ژوند لپاره ډېرې هڅې کول ضروري دي.

③دريمه خبر:
-واعمل لله بقدر حاجتک اليه.
ژباړه:
-د الله تعالی لپاره دومره کار وکړه، څومره چې ورته اړتيا لرې!

الله تعالی ته د انسان اړتيا په هر څه کې ده، ځکه د الله پاک له ارادې پرته څوک هيڅ نه شي کولی. په هر څه کې انسان ورته محتاج دی.

نو عقلمندي دا ده چې بايد د الله تعالی د رضاء لټون ته تر هر څه لومړيتوب ورکول شي.

④څلورمه خبر:
-اسأل عن الذی لايحتاج الی احد.
ژباړه:
صرف له هغه چا څخه سوال کوه، چې چاته محتاج نه دی!!

هغه الله تعالی دی، چې خزانې يې ډکې دي، په سوال او غوښتنې خوشحالېږي او په ورکړه یې خزانو کې کمښت نه راځي.

⑤پنځمه خبر:
-واعمل للنار بقدر صبرک عليها.
ژباړه:
-د اور لپاره دومره کار وکړه، څومره چې پر اور صبر کولی شې!!

يعنې څومره چې د عذاب طاقت لرې، په هغه اندازه گناوې وکړه!

د اور طاقت هيڅوک نه لري. کله چې طاقت د اور نه لرو؛ نو بايد د الله پاک له نافرمانيو څخه ځان وساتو.

ګرانو ورونو او خویندو!
دغه پنځه ارزښتناکې خبرې که په پام کې ولرو، ان شاءالله دا به مو د بري لامل شي او له گناهونو څخه د ځان ساتنه به راته آسانه شي.

الله پاک دې د عمل کولو توفيق راکړي. آمين...
کاپي
@JALIBAKISI


د ښځو آزادي!
ډیره له پنده ډکه کیسه.

یو شپونکی خپله رمه باندې ډیر مهربان و، هر وخت به یې د خپلو میږو ساتنه کوله، مازیګر به چې رمه له غر نه راوسته نو د کور ټولې دروازې به یې قلف کړې، ترڅو چې لیوان رانشي او میږو ته څه ضرر ونه رسوي.
یوه شپه چې لیوان ډیر وږي شول نو د شپونکي کور ته ورغلل ترڅو چې د خپلو خیټو چاره وکړي، کله چې د کور دروازې قلف ولیدلې نو ډیر مایوسه شول، بیا یې مشوره وکړه چې راځئ همدلته به لاریون وکړو چې ولې شپونکي میږې او بزې بندې کړې دي؟ د میږو حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي، میږې او بزې باید خپلې خوښې ته پریښودل شي ترڅو چو آزاده فضاء کې خپل ژوند څخه خوند واخلي.
میږو او بزو چې د لیوانو چیغې واوریدې نو زړونه یې باغ باغ شول، چې رښتیا هم لیوانو سره زمونږ د حقوقو غم دی، شپونکي خو مونږ ټول عمر بندیانې کړې یو، یوه ورځ مو هم خپلې خوښې ته نه پریږدي، نو راځئ چې نور د لیوانو په څېر آزاد ژوند وکړو، اوس خو هسې هم ډیموکراسي ده لیوان مونږ باندې کار نه لري.
دوهمه ورځ میږو او بزو هم چیغې شروع کړې، د لیوانو له دروغجنو شعارونو څخه متأثره شوې، نو په خپلو ښکرونو باندې یې دروازې ماتې کړې، تر دې چې د غر په لوري روانې شوې او لیوان وروسته ورپسې روان شول، شپونکي بیچاره ډیرې چیغې وکړې چې لیوان ستاسې دښمنان دي، غواړي چې دوکه درسره وکړي او د خپلو خیټو کار یې وشي، مګر میږو او بزو د شپونکي خبرو ته غوږ ونه نیوه، بالآخره شپونکی هم مایوسه شو.
کله چې میږې او بزې د غر لمنې ته ورسیدلې نو لیوانو د خپل پلان مطابق عملیات شروع کړل، د ډیر وخت راهیسې چې وږي ګرځیدل نن یې خپل زړونه یخ کړل، میږو او بزو باندې یې برید وکړ، ټولې میږې او بزې یې د سترګو په رپ کې ختم کړې، یوازې هډوکي یې پاتې شول.
نن ورځ چې غربیان او ډیموکراټان د ښځو د حقوقو او آزادۍ دروغجن شعارونه زمزمه کوي، له دوی سره هیڅکله د مسلمانو خویندو غم نشته دی، بلکې د دوی یوازینۍ موخه د مسلمانو خویندو عزت او عفت لوټل دي، ترڅو چې د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې د مسلمانو ښځو عزت هم د غربیانو ښځو په څېر لیلام شي، مسلمانه ښځه هم د هغه غربي ښځې په څېر یوازې د جنسي غریزې وسیله وګرځي، د مسلمانې ښځې عزت ته هر څوک لاس رسی ولري، ترڅو په ډیره آسانۍ سره اسلامي ټولنه په اخلاقي فساد باندې ککړه شي.
نو هر مسلمان باید پدې پوه شي چې د ښځو حقوق یوازې اسلام خوندي کړي دي.




چیغې

حکیم له خپلو شاګردانو پوښتنه وکړه:
خلک د قهر په وخت کې ولې په لوړ اواز خبرې کوي؟
شاګردانو له څه غور وروسته ځواب ورکړ؛ ځکه چې قهرجن سړی ناکراره وي پاریدلی وي
حکیم وویل: خو که هغه ورسره په خواکې وي، بیا هم په لوړ غږ او په چیغو ورسره خبرې کوي دا ولې؟
شاګردانو څه نور دلایل وویل مګر حکیم یې د دلایلو کمزوري وښوده او بیا یې خپلې پوښتنې ته په خپله ځواب ورکړ:
کله چې دوه کسه یو بل ته په قهر شي زړونه یې سره لرې شي؛ نو ددې لپاره چې لرې شوي زړونه یو بل واوري اوزونه سره جګ کړي او قهر لازیات شي څومره چې اوازونه سره جګیږي، د دوې زړونه نور هم سره لري کیږي هغوی چې له یو بل سره مینه لري، له یو بل په دې وجه کرار کرار غږیږي چې زړونه یې د یو بل اواز په اسانه اوري، که د دوو کسانو تر منځ محبت زیات شي، هغوی اکثره وخت سره پوسڼیږي.
@JalibaKisi


حرامه ګوله

بېخي نادره او رښتینې کیسه

دریمه ورځ یې هم د خوراک څه پیدا نه کړل، له ځانه سره یې کړه: اوس نو غلا او مردار هم راته روا دي، د خپلې حجرې له بامه د ورسره نښتي کور بام ته ورواښت، کور تش و، پخلنځي کې یې له پاخه دېګ نه د غوښې هډوکی راوکيښ، د لومړۍ ګولې ژوولو په مهال یې سد سر ته ورغی، له ځانه سره یې وویل: د جومات طالب یې پردې کور کې په حرامو لګیا یې! هماغه ګوله یې وغورځوله بیرته جومات ته ولاړ.

جومات کې استاد درس ویلې، دی د لوږي له لاسه په ټکي هم نه پوهیدی، درس ختم شو، د استاد خواته یوه مستوره میرمن راغله، له هغه سره له خبرو وروسته یې استاد دی وروغوښت، ورته کړه یې: واده کوې؟ ده وویل: استادګله په ګېډه پوري حیران او ستومان یم، هیڅ هم نه لرم، استاد ول: دا ځوانه کونډه هرڅه لري، خو مېړه نه لري، او د ولور حق دې پر ما.

هغه راضي شو، استاد جومات کې نکاح وتړله، له کونډې سره خپل سپینږیری تره هم و، له نکاح وروسته د ښځې کره روان شول، کورته چې ننوتل هغې پرده لیري کړه، او تر ښایسته و ښایسته وه، د ناوک کولمې لوږه مروړي او سوځوي، ښځې د ډوډۍ دسترخان ورته وغوړوه، غوښه او ډوډۍ یې مخته ورته کېښودل، په هېښتیا پوښلې موسکا یې ورته وویل: کور مې بند پرې ایښی و، اوس په دالان کې چا له دېګه هډوکی ایستلی او ناخوړلی خوړلی غورځولی دی!

ده ورته وویل: نن مې دریمه ده څکه مې هم نه ده کړې!، لیږ مخکي زه دې کور ته په غلا راواوښتم، هغه هډوکی ما ناخوړلی غورځولی، د لومړۍ ګولې ژوولو پرمهال په ځان پوه شوم چې حرام خورم، نو هغه ګوله مې هم وغورځوله، مېرمني یې ورته وویل: د الله لپاره مو یوه "حرامه ګوله" وغورځوله، مهربانه څښتن هغه دېګ، هغه کور او د کور مېرمن ټول درکړل!
┄┅━✮ @JALIBAKISI ✮━┅┄


#یــو_ســړي_قیصه_کــوي!

وایي یوه ورځ په لندن کي یو موټر ته وختم ،
موټر چلوونکي ته مي کرایه ورکړه ،
موټر چلوونکي چی کله بقایا پیسي راکړي ،
نو شل پینسه پکښي اضافه وي ،
وایي په دي وخت کي بس نفس راسره مقابله شروع کړه ،
چي دا پيسي باید بیرته ورکم که یا!
خو په همدي جریان کي مي موټر چلوونکي ته شل روپي بیرته ورکړي چي دا دي اضافه راکړي دي!
کله چی د موټر څخه کښته سوم ،
نو موټر چلوونکي خپل سر د هنداري څخه را وايستي
او راته ويي ویل!
له تا سخه ډیره مننه کوم!
ما ورته وویل:- څه خبره نه ده چي مننه وکړي!
خو هغه راته وویل:-
چي دا څو ورځي مي زړه کيږي چي ستاسو جومات ته درسم او خپل مسلماني اعلان کړم
اما بیا هم لږ شکمن وم!
نن چي کله ته موټر ته را وختي
نو ومي غوښتل چي ستا مسلماني وگورم ، نو تاته مي شل روپي زیاتي درکړي ،
چي ترڅو راته ستاسي دین معلوم سي ،
ما ويل که يي بقايا پيسي راکړي نو مسلمان به سم او که يي را نکړي نه مسلمانیږم!
وایي هغه موټر چلوونکي خو ولاړي خو وجدان مي راباندي لعنتونه ویله!
چي اوس به مي ټول اسلام په شل روپي خرڅ کړي واي

که پنځه ثانيي وخت لري لطفا د نورو مسلمانانو د اصلاح لپاره يي ضرور شير کړي.👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿
┄┅━✮ @JALIBAKISI ✮━┅┄


حافظ ابن القیم رحمة الله علیه په خپل کتاب الروح کې لیکي د یوه بزرګ واقعه لیکي چي: زه یوه ورځ چېرته په سفر تلم او په بصره کي (چې د عراق یو ښار دی) هلته مي د یو ګودر پر غاړه چې څنګ کې یې یو کلی هم وو او د کلې څنګ کې یوه مقبره هم وه نو په همدې مقبره کې مي شپه شوه، چې کله شپه شوه له مقبري نه د خره آواز راپورته شو نو فکر مې وکړ چې همدلته به چېرته خر بند پاته شوی وي.



زما په همدې مقبره کې دري شپې شوي په اخري شپه بهر راووتم او غواړم چې دغه خر پیدا کړم، ما ویل دا څنګه چې نن دریمه ورځ ده او دغه خر دلته بند پاتي شوی دی، کله چي مقبره کې د خره په پیدا کولو پسې ګرځم که ګورم له یو قبر نه د خره آواز راپورته کیږي، سهار مي ددی کلې له اوسیدونکو څخه پوښتنه وکړه، چې ای خلګو! له دی مقبري نه د خره آوازونه راپورته کیږي؟ هغوئ وخندل چې هو دلته یو قبر دی چې دا اوازونه هره شپه له دې قبر نه راپورته کیږي، ما ورته وویل، چې ولي؟ هغوی راته وویل چې ددې قبر خاوند بد عمله شخص وو، او چې کله به یې خپله مور په کور او یاهم بل کوم ځای کې غږېده نو هغه به ورته ویل، چې بس بنده شه لکه د خرې په شان مه بړیږه، اوس چې کله دا شخص موږ دفن کړی دده له قبر نه تل همدا شان آوازونه پورته کیږي.



ګرانو ملګرو! دا یو ښکاره او د سترګو لیدلی حال وو نو د مور له عواطفو سره ډېر خیال ساتئ، د مور تر پښو لاندي جنت دی او د هغې هره دعا زموږ لپاره د هر مشکل دارو دي، خو په څنګ کې یې له بد دعا څخه هم ځانونه وژغورئ، ځکه چې واقعیت یې ستاسو د سترګو په وړاندي دی.
@JALIBAKISI


کیسه

کله چی لقمان حکیم صاحب له زدکړو څخه فارغ شو نو استاد یی ورته وويل:

لقمانه ! نن يوه وزه حلاله كړه او چي هر شى یی درته ښۀ ښكاره شو هغه ماته پوخ كړه

لقمان حکیم صاحب لاړ، وزه يې حلاله كړه او د هغې زړۀ او ژبه يې په غوړيو كې ښۀ سرۀ كړل او استاد ته يې راوړل. استاد يې چي وڅكل نو ستاينه يې وكړه او لقمان ته يې وويل:

تۀ نيم كامياب شوې

په بله ورځ استاد بيا لقمان حكيم صاحب ته وويل چي نن بله وزه حلاله كړه او په هغۀ كې چي تر ټولو بدخونده شى وي هغه زما لپاره پوخ كړه.

لقمان حکیم صاحب هم لاړ، بله وزه يې حلاله كړه او د تېر ځل غوندې يې يوازې زړۀ او ژبه را واخيستل، خو دا ځل يې په داسې ډول پاخۀ كړل چي ژبه يې خوږه پخه كړه خو له زړۀ سره يې مرچ مسالې ګډ كړل او ښۀ يې تريخ كړ، بيا يې خوږه ژبه او تريخ زړۀ سره ګډ كړل او د استاد مخې ته يې كښېښوول،

استاد يې چي څكه ترې وكړه، خوند يې ور نۀ كړ او له لقمانه يې وپوښتل:

لقمانه ! دا نن دي څه شى پاخۀ كړي دي؟

لقمان حکیم صاحب وويل:

استاده ! هماغه زړه او ژبه می پاخه کړی دی خو سره موافق نۀ دي.

استاد يې چي د شاګرد ځيركتيا وليدله، ورته ويې ويل:

لقمانه ! تۀ نن پوره كامياب شوې......! پای

څومره پرځای ټاکنه وه ژبه او زړه؟

نو د كوم انسان زړۀ او ژبه چي يو وي دونيا به هم د هغۀ عزت كوي، خداى تعالی به هم ورڅخه راضی وي
او د چا زړۀ چي له ژبې سره موافق نۀ وي، دونيا به هم بد ورپسې وايي، خداى تعالی به هم ورڅخه راضی نۀ وي او هغه انسان به خپله هم هيڅكله خوشحاله نۀ وي.

سرچینه : د كتاب نوم : مغرور مېږى
ترتیب : محمد کمال کریاب !
┄┅━✮ @JALIBAKISI ✮━┅┄


یو کس عالم ته ورغی او ورته یې وویل چي زه ځوان یم، خواهشات مي زیات دي،
په ښار کي ښځو ته له کتو څخه ځان نشم ساتلی، زه څه وکړم ؟
عالم له شیدو ډکه پیاله ورکړه او ورته یې وویل چي د ښار په منځ کي به لاړ شي او دغه پیاله به فلاني ځای ته ورسوې خو چي شیدې درنه تویی نشي!

عالم په خپلو شاګردانو کي یو تن ته دنده وسپارله چي ورسره لاړ شي نظارت یی وکړی
او ورته یې وویل چي که شیدې ترې تویی شوې نو د خلکو په وړاندې ځوان ووهه.

ځوان لاړ او شیدې یې ټاکلي ځای ته ورسولې او یو څاڅکی هم ترې تویی نشوی بېرته عالم ته راغی.

عالم ترې پوښتنه وکړه: څومره ښځي دې په لاره کی ولیدې ؟
ځوان ځواب ورکړ: ښاغلیه! خوا وشا مي هیڅ نه دي کتلي، ویریدم چي هسې نه شیدې رانه تویی شي او ووهل شم او د خلکو په وړاندې رسوا شم.

عالم ورته وویل: د مسلمان حال باید تل همداسې وي، مسلمان باید د ګناه کولو پرمهال له خدایه او د قیامت په ورځ له رسوایی څخه همداسی وډارشی......!
@jalibakisi

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

968

obunachilar
Kanal statistikasi