کیسه
کله چی لقمان حکیم صاحب له زدکړو څخه فارغ شو نو استاد یی ورته وويل:
لقمانه ! نن يوه وزه حلاله كړه او چي هر شى یی درته ښۀ ښكاره شو هغه ماته پوخ كړه
لقمان حکیم صاحب لاړ، وزه يې حلاله كړه او د هغې زړۀ او ژبه يې په غوړيو كې ښۀ سرۀ كړل او استاد ته يې راوړل. استاد يې چي وڅكل نو ستاينه يې وكړه او لقمان ته يې وويل:
تۀ نيم كامياب شوې
په بله ورځ استاد بيا لقمان حكيم صاحب ته وويل چي نن بله وزه حلاله كړه او په هغۀ كې چي تر ټولو بدخونده شى وي هغه زما لپاره پوخ كړه.
لقمان حکیم صاحب هم لاړ، بله وزه يې حلاله كړه او د تېر ځل غوندې يې يوازې زړۀ او ژبه را واخيستل، خو دا ځل يې په داسې ډول پاخۀ كړل چي ژبه يې خوږه پخه كړه خو له زړۀ سره يې مرچ مسالې ګډ كړل او ښۀ يې تريخ كړ، بيا يې خوږه ژبه او تريخ زړۀ سره ګډ كړل او د استاد مخې ته يې كښېښوول،
استاد يې چي څكه ترې وكړه، خوند يې ور نۀ كړ او له لقمانه يې وپوښتل:
لقمانه ! دا نن دي څه شى پاخۀ كړي دي؟
لقمان حکیم صاحب وويل:
استاده ! هماغه زړه او ژبه می پاخه کړی دی خو سره موافق نۀ دي.
استاد يې چي د شاګرد ځيركتيا وليدله، ورته ويې ويل:
لقمانه ! تۀ نن پوره كامياب شوې......! پای
څومره پرځای ټاکنه وه ژبه او زړه؟
نو د كوم انسان زړۀ او ژبه چي يو وي دونيا به هم د هغۀ عزت كوي، خداى تعالی به هم ورڅخه راضی وي
او د چا زړۀ چي له ژبې سره موافق نۀ وي، دونيا به هم بد ورپسې وايي، خداى تعالی به هم ورڅخه راضی نۀ وي او هغه انسان به خپله هم هيڅكله خوشحاله نۀ وي.
سرچینه : د كتاب نوم : مغرور مېږى
ترتیب : محمد کمال کریاب !
┄┅━✮ @JALIBAKISI ✮━┅┄