⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
ـ📚 👇 📕 👇 📘 👇 📚
دچغلګرۍ اړونده عبرتناکه قصه
داچې چغلګري ډېره ستره ګناه ده او په دنيا کې هم ډېرې بدې پايلې لري ددنياوي تاوان دبيلګې دسپيانوي اړوند مې يوه قصه په ذهن کې راغله غواړم چې تاسو ته يې بيان کړم .
يوه ورځ يو سړي خپل مريی(غلام) بازار ته راوسته ددې لپاره چې خرڅ يې کړي نو غږ يې وکړ، چې دا مريی خرڅوم ډېر ښه مريى دی خو يوازې يو عيب لري هغه داچې چغلګر دی.
يوه سړي دده خبرې واورېدې دخپل ځان سره يې فکر وکړ، چې دا دومره عيب نه دی راشه دا مريى واخله نو ورغی هغه مريى يې ځنې واخست دځان سره يې خپل کور ته بوتلو ، مريي دنوي مالک سره کار شروع کړ، څه وخت يې خورا ښه کار او ښه خدمت وکړ، دڅه وخت په تېرېدو سره يې بېرته هغه خپل عادت پيل کړ، لومړى ورغى دخپل مالک مېرمنې ته يې وويل:
ستا مېړه دبلې ښځې سره اړيکې لري غواړي چې ډېر ژر دهغې سره واده وکړي او تا ايله کړي زه تاته داخبرې ددوستۍ په موخه کوم زما خبرې د ستاسره خوندي وي چاته يې بيان مه کوه.
ښځې چې دمريي خبرې واورېدې ډېره نا ارامه او خوابدې شوه دڅه وخت په تېرېدو سره مريى دخپل مالک ښځې ته وويل چې زه تاته يوه نسخه درښيم دا کار وکړه انشاء الله ستا مېړه به دبلې ښځې مينه پرېږدي ستاسره به بېرته مينه پيل کړي ، ښځې ورته وويل چې دا خو ښه خبره ده ونيسه راته وې ښيه ، مريي ورته وويل : کله چې د دشپې مېړه بيده شي نو يو چاقو راواخله دږيرې وېښتان يې يو څه پرېکړه او دځان سره يې وساته بس دا کار وکړه دخاوند به د دنورو ښځو سره مينه پرې شي يوازې به ستا سره مينه کوي ښځې ورسره خوښه کړه چې دا خو بيخي اسانه کار دی دا کار خو بيخي په اسانۍ سره کولاى شم.
مريي چې دخپل مالک ښځې ته داخبره وکړه دستي راغى خپل مالک ته يې وويل : اې باداره! ستا مېرمن دنورو نارينوو سره ناروا اړيکې لري اوس غواړي چي ډېر ژر پر تا باندي مرګونې حمله وکړي تا ووژني او خپلې اړيکې دهغو سره نورې پياوړې کړي ، مريي زياته کړه چې زه ستا دخواخوږۍ په موخه داخبرې کوم ، زما خبرې رښتيا دي هيڅ درواغ پکې نشته که ته زما خبرې نه منې نو ته نن ماښام ځان پر خوب واچوه ، مه بيديږه يوازې په ښکاره ځان بيده وښيه ، ته به وويني چې ستا مېرمن به پر تا چاقو راواخلي ، اوبل کار دا وکړه چي زما حال پټ وساته چاته مه وايه چې داخبره ده راته ويلې ده په خپلو سترګو يې ووينه، دمريي مالک چې خبرې واورېدې سخت خوابدى شو کله چې ماښام شو ځان یې په ښکاره پر خوب واچاوه سترګې يې پټې کړې ، مېرمنې يې لږ ساعت انتظار ورته وکړ، کله چې يې يقين شو چې مېړه مې بيده دی نو ولاړه شوه چاقو يې راواخيست ، مېړه چې يې دسترګو تر کونجانو ورته وکتل دماينې يې چاقو په لاس کې دی ژر ور ولاړ شو تر مټ يې ټينګه کړه او ورته وې ويل: ته غواړې چې ماووژنې؟ نورې خبرې يې ونکړې دستي یې چاقو ځنې واخيست مخکې تردې چې ماينه يې يو څه ووايي په هغه چاقو يې خپله ماينه مړه کړه ، دده دماينې قريبان چې خبر شول هغو هم راوځغستل بې پوښتنې يې پر ده باندې حمله وکړه دى یې وواژه ، لنډه داچې دواړو کورنيو يو پر بل باندې حملې پيل کړې او ترمنځ يې لويه جګړه وموښته. دا ديوه مريي دچغلګرۍ هغه بده پايله وه چې په دنيا کې يې خلکوته ورسول همدا وجه ده چې چغلګري کول ستره ګناه ده هر مسلمان بايد په کلکه ځان ځني وساتي.
مأخذ: شپږګناه ګارې ښځې
ـ👆 👆 👆 👆👆 👆 👆 👆 👆
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ @HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷͊͞خ꯭͞ا͞د꯭͞م͞ ꯭͊͞ح꯭͞ب͞ی͞͞ب꯭͊͞ی͞ ꯭ا͞ب͞را꯭͞ر͞ ͊͞ح꯭͞ف͞ظ꯭͞ه꯭͞ ال͞ل꯭͞ه꯭͞ ت͞ع꯭͞ال꯭͊͞ی͞⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉