⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


👈🏾داسلامی نشراتوسرچینه👉🏾
👈🏾نبـــــوی احــادیـث👉🏾
👈🏾د اولیــــاء کیســی👉🏾
👈🏾دلمــانځـه احـــکام👉🏾
👈🏾غــوره مســــــــائل👉🏾
👈🏾غــــــوره ویـــناوی👉🏾
👈🏾غــــــوره بیــانــات👉🏾
👈🏾غـــــــــوره قصـص👉🏾

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


په رمضان میاشت کي د نفلی عباداتو اجر و ثواب


څوک.چې د رمضان په دی میاشت کې د الله ﷻ د رضا او قُرب حاصلولو لپاره نفلي عبادت وکړي نو دا د هغه کس پشان دی ، چې هغه په نورو میاشتو کې فرض اداء کړي . ( یعني په د میاشت کې د نفلو ثواب په نورو میاشتو کې د فرضو د ثواب برابر دي) .

او څوک چې په دی میاشت کی یو فرض اداء کړي نو دا د هغه کس پشان دي چې هغه په نورو میاشتو کې ۷۰ فرض اداء کړي وی . ( یعني په دی میاشت کي د یو فرض ثواب د نورو میاشتو د ۷۰ فرضو برابر دی ) .

روژه_د_صبر_میاشت_ده

ځکه روژه دار په دی کي خوراک ، څکاک ، او نفسی خواهشاتو نه ځان منع کوي . او د صبر بدله جنت دی .

دا د همدردئ / غمخوارئ میاشت ده ، نو په دی کی د فقیرانو / غریبانو / او یتیمانو سره نیکي او احسان کوئ .

روژه_دار_له_روژه_ماتی_ورکولو_ثواب

نبی کریم ﷺ فرمایی ....

څوک په دي میاشت کي د الله ﷻ د رضا لپاره په یو روژه دار باندي روژه ماتي وخوري نو دا به دده لپاره د ګناهونو د مغفرت او د جهنم نه د آذادیدو ذریعه وګرځي . او ده ته به د روژه دار برابر ثواب ملاویږی خو د هغي په ثواب کي به هیچ کمي نه رازي .

صحابه کرامو وفرمائل !

چې مونږ نبی کریم ﷺ ته عرض وکړ !

" ای د الله ﷻ رسوله ﷺ !

" په مونږ کی خو هر نفر دا وس یا طاقت نلري چې په روژه دار باندي روژه ماتي وخوري ، نو آیا دا غریبانان به ددې لوي / عظیم ثواب نه محروم وی ؟

رسول الله ﷺ وفرمائل !
الله ﷻ دا ثواب هغه جاته هم ورکوي ، چې هغه په روژه دار باندی د شودو په یو ګُوټ یا صرف به اوبو باندي روژه ماتي وکړي .

او.کوم کس چې په روژه دار باندي په مړه ګیډه خوراک وکړي ، نبی علیه السلام فرمایي ...

" الله ﷻ به ده لره زما په حوض کوثر باندي داسې سیراب ( موړ ) چې ددینه وروسته به دی هیڅ کله نه تږي کیږي ، تر دي پوري چې دي جنت ته داخل شي .

دا_داسی_میاشت_ده_چې

ددی اوله برخه اول ۱۰ ورځي د مسلمانانو لپاره د رحمت دي ، مینځیني ۱۰ ورځي یي مغفرت دي ، او آخیري ۱۰ ورځي یې د جهنم نه د آذادئ ده .

د چا بوج کمول یا مرسته کول

څوک چې په دي میاشت کې د خپل غلام او خادم نه یو بوج سپک کړي ، یعني د هغه په کار کی تخفیف راولي ، نو الله ﷻ به دده مغفرت وکړي او د جهنم د اُور نه به ورتهدنجات ورکړي .


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


رسول الله ﷺفرمایي:
که چا دعذر اوناورغۍ پرته روژه وخوړله که ټول عمر روژه ونېسي دهغې روژې ثواب ته نه شي رسېدلی.



ــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ــــــــــــــــــــــــــ



رسول الله ﷺ فرمائي: پینځه وخته لمونځونه، د یوې جمعې څخه بیا تر بلی جمعې پورې، د یوې روژې څخه بیا تر بلې روژې پوری د ګناهونو کفاره ده، ترڅو پوری چی د لویو ګناهونو څخه پرهیز وسي.

صحیح مسلم ۲۳۳



ــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ــــــــــــــــــــــــــ



رسول الله ﷺ فرمايې: د دین په کارونو کې آساني کوئ، سختي مه کوئ، خلکو ته زیری ورکړئ، خلک مه متنفره کوئ

يَسِّرُوا وَلا تُعَسِّرُوا وَبَشِّرُوا وَ لا تُنَفِّرُوا

صحیح البخاري


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


روژې ماتولو دعا
اللَّهُمَّ اِنِّيْ لَكَ صُمْتُ ، وَبِكَ أَمَنْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ.

د روژې ماتولو وروسته دعا:

ذَهَبَ الظَّّمْأُ وَابْتَلَّتِ الْعُرُوقُ وَ ثَبَتَ الْاَجْرُ اِنْ شَآءَاللهُ.
ژباړه: تنده ولاړه، رګونو لانده سوه او که الله وغواړي اجر یې حاصل سوی دی.

📚رواه ابوداود


د روژې نیولو دعا
وَبِصَوْمِ غَدٍ نَّوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَّمَضَانَ .


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


‏د سترې محکمې د اعلان په اساس،
سبا شنبه د رمضان المبارک د میاشتې لومړۍ ورځ او په ټول هیواد کې روژه ده.
په دې مناسبت ټولو ته مبارکي وایو.

به اساس اعلام ستره محکمه،
فردا شنبه اول ماه مبارک رمضان می باشد که در تمام کشور روزه است.
به همین مناسبت به تمام هموطنان خود تبریکی میگوییم.
ذبیح الله مجاهد


عاجل! ❤️
د شهادتونو له پلټنې وروسته د افغانستان اسلامي امارت د مياشتې ليدنې کميټې سبا شنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.
مبارک علينا وعليکم الشهر الفضيل


اعلان اعلان

د افغانستان اسلامی امارت ستری محکمی اعلان وکی چی سبا د شنبې ورځ د روژی مبارکی اوله ورځ ده

زما له طرفه دی ټولو مسلمانانو ته مبارک وی


حقیقت
د امارت اسلامي په قیام کیدو سره دسعودي حاکمانو محبوبیت د اسلامي نړی په وړاندي له خطر سره مخ دی ځکه یې سږ کال د روژې اعلان مازديګر مهال وکړ او روژه یې اعلان کړه ځکه اسلامي نړۍ اوس یواځې امارت اسلامي ته د امید سترګي لري.


ملګــــرو انتظار سې
اعلان لاندی سوې
الحمد په ګران افغانــــستان کې نن اسلامې نظام دی
نور سعودی انتن نه ورکوې

زموږ مشران به دروژې او اختر اعلان درته کوې


تر سعودی عربستان وروسته،
‏قطر هم سبا شنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

عمان، مالیزیا، اندونیزیا او برونای هیوادونو بیا یکشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د #یادونې وړ ده چې د افغانستان سترې محکمې تر اوسه اعلان نه دی کړی.

‏نور موږ د بل په اعلان نه روژه او نه اختر جوړوو،
الحمدلله زموږ علماء او ولس د نورو هيوادونو تر علماوو او ولسونو ډير ديندار او تقوا لرونکي دي.

          


مونږ خپل علماء د ټولو هیوادونو په دولتي علماؤ نه ورکوو
تقوا او دیانت یې په ټول جهان کې وتلی او منلی ده باید پریکړې ته یې انتظار او درناوی وکړو


د افغانستان ولس باید د خپل هیواد د سترې محکمې اعلان ته منتظر شي اوس شکر اسلامي او مستقل نظام لرو.
زموږ مبارزین دې د سعودي اعلان ته دومره کوریج نه ورکوي چې بیا زموږ ستاسې د حکومت اعلان پکې ورک شي.

نو خپل حکومت ته انتظار شئ چې کله اعلان وشو نو بیا هر مبارز دې هغه اعلان د حکومت له ادرس نشر کړي او ښه کوریج دې ورکړي.

نړیوالو ته یي باید وښیو چې دادی شکر اسلامي او مستقل نظام لرو فیصلې مو خپلواکې دي د چا تر تاثر لاندې نه یو او ټول ولس راسره ولاړ دی.


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


دا صدقه نه قبليږي !
عبدالغفار جبير
کله چي پر شتمنو کسانو باندي د الله عذاب راځي يوه وجهه يې داده چي دغه شتمن د بې وزلو، يتيمانو او کونډو سره تعاون نکوي په قرآنکريم کي راځي :

وَأَمَّآ إِذَا مَا ابْتَلٰىهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَهٰنَنِ

او كله چي هغه په ازمېښت کښي واچوي او روزي يې پر تنګه کړي، نو هغه وايي: "زما رب زه ذليل کړم."

كَلَّا ۖ بَل لَّا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ

هیڅكله نه، بلکي تاسي له يتيم سره د عزت چال چلند نه كوئ؛

وَلَا تَحٰٓضُّونَ عَلٰى طَعَامِ الْمِسْكِينِ

او مسكين ته د خوړو په وركولو يو بل نه هڅوئ؛
(سورت الحشر ١٧- ١٩)
يو ځل خو ډېر لږ کسان د خداى لپاره خپل زکات يا صدقات و مستحقينو ته ورکوي، په دې کي داسي کسان سته چي هرڅه د شريعت مطابق کوي، د زکات يا خيرات په ورکولو کي نه مسکين زهيروي، نه بد ورته وايي او نه هم د کومې مسلمانې خور عفت او عزت اخلي، خو ځيني بيا د يو کيلو وړو او يوه بوتل غوړو په مقابل کي يوه محجوبه مسلمانه خور له کوره راباسي تر څو عکس يې وانخلي دغه يوه کيلو وړه نه ورکوي .
که دغه پتمنه خور شتمنه واى د خپل يوه وېښته حيا بې په يوه ميليون ډالر نه واى ښکاره کړي خو تا اى ظالمه د يو کيلو وړو په مقابل کي بې ستره او د ريا لپاره و پرديو ته ښکاره کړه، که دي فرض زکات ورکړ صرف فرض ادا سول نور ثواب دي نسته همدغه عکس دي اجر دى او که خيرات په داسي شان ورکوې پوه سه چي په اخرت کي د ثواب څخه خلاص همدغه عکس او ريا در ورسېدل .
په قرآنکريم کي راځي :
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقٰتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذٰى كَالَّذِى يُنفِقُ مَالَهُۥ رِئَآءَ النَّاسِ
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 264]
اې مؤمنانو! خپل خيراتونه په احسان بارولو او ازار رسولو، د هغه چا په څېر مه خاوري كوئ، چي خپل مال محضي خلكو ته د ښودلو لپاره لګوي
داچي دا مسکينه مسلمانه ښځه يا دي د خور پر ځاى، يا د لور پر ځاى او يا دي د مور پر ځاى ده ولي يې له خپل کوره راباسې، چي راودي ايستل بيا نو ظالمه عکسونه ولي ورڅخه اخلې. الله دي هدايت که.


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


سوال: ایا په حرام مال کي زکات سته؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
حرام مال باید ټول خیرات کړل سي، په هغه کي زکات نسته.
قال العلامة ابن عابدین رحمة الله علیه: فی القنیة لو کان الخبیث نصابا لایلزمه الزکوة لان الکل واجب التصدق علیه فلا یفید ایجاب التصدق ببعضه اه، و مثله فی البزازیه (رد المحتار ۲: ۲۵). (احسن الفتاوی ۷: ۵۰۶)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د رمضان مبارکه میاشت څه ډول استقبال کړو؟



د ارزښتناک ژوند د لرلو لپاره په ژوند کې د هدف ټاکل او هغې ته د رسیدو لپاره هڅې کول اړین دي.

هغه انسان خپل عمر د باد په خوله ورکوي چې پخپل ژوند کې د ځان لپاره موخې ونلري او د هغوی د لاسته راوړو په موخه زیار و نه باسي.

دا خبره د ټولو انسانانو په اړه ریښتنې ده که هغه مسلمان وي یا کافر. مګر د مسلمان لپاره دا ډیره ارزښتناکه موضوع ده چې د خپل ژوند تر ټولو مهم هدف یې د اللهﷻ د رضا حاصلول او د جنت لاسته راوړل وي.

ځکه نو ریښتنی مسلمان باید پخپل ژوند کې د ځان لپاره هدف ولري. البته د ژوند په دواړو مرحلو کې، د پوره ژوند هدف او د هرې هغه دقیقې لپاره هدف کوم چې دی یې د ځمکې پر سر تیروي.

هیڅوک لدې انکار نشي کولای چې انسان د یوه ټاکل شوي هدف لپاره پیدا شوی، د هغه هدف لپاره کوم چې الله پاک یې پدې توګه بیانوي:
(ما ندي پیدا کړي جنیات او انسانان مګر دا چې زما عبادت وکړي) (سوره الذاریات 55

اللهﷻ خپلو بندګانو ته هر وخت موقع او فرصت ورکوي تر څو دوی د الله پاک لوري ته ستانه شي. چې یو له هغوی نه د روژې میاشت ده تر څو مسلمانان په نوموړې میاشت کې خپل نیک اعمال زیات او د ګناهونو څخه لاس واخلي، چې پدې توګه دوی ته د جنت د لاسته راوړلو زمینه برابره شي.

روژه هغه میاشت ده په کومه کې چې الله پاک د نیکو کړنو  بدله دوه چنده ورکوي او همدارنګه د روژې میاشت پر شیطان باندې د غالبیدو تر ټولو ښه چانس دی. نو د ځان لپاره هدف وټاکه او د هغې د لاسته راوړلو لپاره زیار وباسه. پدې میاشت کې داسې هدف و ټاکه چې د دوزخ له اوره د وژغوري او د اللهﷻ د رحمت وړ د وګرځوي.نوموړي هدف ته کولای شې په لاندې توګه ځان ورسوې.

د روژې په نیولو سره: په روژه کې دا د ځان لپاره هدف وټاکه چې د ټولو هغه شیانو څخه به ځان ساتې له کومو چې اللهﷻ منع کړی یې.نو د خیانت، درواغو، غیبت، غصې …. نه ځان وساته.
د روژې لپاره دغه درې کړنې ډیرې مشهوره دي.

①د خوړلو، څښلو او مقاربت نه ځان ساتل.
②له ګناهونو څخه د سترګو، غوږنو، ژبې، لاسونو، پښو …. ساتل
③زړه د بلې هرې مشغولتیا نه ساتل او یوازې د الله پاک یادول.

اوس نو کوم شیان دي چې تا اللهﷻته ورنژدې کوي او یاده شوې دریمه کړنه درته محیا کوي.

د شپې لمونځ : دا د ځان لپاره هدف و ګرځوه چې کم تر کمه به ۶ـ۸ رکعاته د تهجد لمونځ کوې.
هیڅ عذر ته اجازه مه ورکوه چې تا د نوموړې کار څخه منعه کړي.

قرانکریم: دا هم د ځان لپاره خپل هدف و ټاکه چې کم تر کمه په روژه کې باید یوار د قرانکریم ختم وکړې. که د قرانکریم په لوستلو کې مشکل لرې نه یې شې لوستلای نو غوږ ورته ونیسه چې کولای شې دا کار د رادیو او یا نورو وسایلو له لارې وکړې.

خپلوي پالل: د روژې په میاشت کې باید د خپلو خپلوانو سره راشه درشه زیاته  کړې، البته د هغو خپلوانو سره چې د ژوند مصروفیتونو ته د هغوی نه لرې کړی یې. د دې چارې تر سره کولو لپاره یوه اندازه پیسې بیلې کړه شاید ته وکړای شې د ۱۰۰ روپیو په مصرف سره ځان خپلو خپلوانو ته ورنژدې کړې چې پدې توګه د اللهﷻرضا هم لاسته راوړل کیږې.

صدقه: د خپلو پیسو یوه اندازه دې د صدقې لپاره بیله کړه او د الله پاک په نوم یې مصرفوه. دا د له یاده ونه وزې چې هر نیک عمل ته په روژه کې دوچنده اجر ورکول کیږي.

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  فرمایي: د صدقې په ورکړې سره ځان د دوزخ له اوره وساتئ (تبراني)

که چرې دا د ځان لپاره ورځنی هدف نشې ټاکلی درته ستونزمن وي نو په ۱۰ ورځوکې د صدقې لپاره پیسې بیلوه او بیا یې یوه ورځ د اللهﷻپه نوم ورکوه.

ذکر: خپله ژبه د اللهﷻ په یاد لمده وساته د ذکر په واسطه ځان الله پاک ته ورنژدې کړه کوم شی چې کول یې ډیر اسانه او اجر یې ډیر زیات دی.

دعا: په هرحالت کې ریښتنی مسلمان بایدد مؤمنانو نوموړې سلاح(دعا) استعمال کړي. په روژه کې ډیره دعا کوی ځکه چې په نوموړې میاشت کې مسلمان د عبادت په وجه الله ﷻ ته ورنژدې وي او دعا یې قبلیږي. او دا هم له یاده مه باسه کومه دعا چې د زړه له خلاصه وشي الله پاک یې بې ځوابه نه پریږدي.

نو د روژې په میاشت کې خپلې دنیوي مشغولتیاوې کمې کړه او آخرت ته پام وکړه ترڅو ځان د دوزخ له اوره وژغورې. په یادشویو ټکو عمل کول ډیر آسانه دي د هغه چا لپاره چې اللهﷻ آسانه کړي وي.


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


ایا و زکات اخستونکي ته ....
سوال: زه خپلوانو ته زکات ورکوم، ځیني داسي خپلوان مي دي چي زه ورته ووایم چي دا د زکات افغانۍ دي دوی یې نه اخلي حال داچي مسکینان او مستحق هم دي، نو که زه د زکات ورکولو پر مهال ورته و نه وایم چي دا زکات دی، ایا دا درست دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په زکات ورکولو کي مهم شرط نیت دی، زکات ورکونکی باید دا نیت وکړي چي زه دغه رقم افغانۍ د زکات په ډول سره ورکوم، دا ضروري نه ده چي هغه مستحق ته ووايې چي دا زکات دی، داسي هم صحیح ده چي هغه مستحق کس ته ووايې چي دغه رقم په قرض واخله، یا د ورکولو پر مهال ورته ووایې چي دا عطیه او بخشیش دی،  او ستاسو نیت د زکات وي، په دغو صورتو کي هم زکات اداء سو.
( لان المعتبر نیة الدافع، و لذا جازت، و ان سماها قرضاً اوهیبة فی الاصح. رد المحتار علی الدر المختار، کتاب الزکوة باب المصرف. ج: ۳، ص: ۲۹۳)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


سوال: د زکات ورکولو پر مهال  د جنس کوم قیمت اعتبار لري، چي موږ په رانیولی دئ او که هغه قیمت چي موږ یې خرڅوو؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
یادونه: دغه سوال ډېر دوکاندارانو، تجارانو او کار خانو والاؤ رالېږلی دئ، لطفاً یې شیر کړئ.
کله چي د تجارت د جنس کال پوره سو، د هغې ورځې د بازار او مارکیټ عمومي قیمت اعتبار لري، نه هغه قیمت چي تاسو په رانیولی وي، که تاسو ګران رانیولی وي او که ارزانه، د بېلګي په ډول سره:
تاسو یو شی په ۱۰ افغانۍ رانیولی دئ، د زکات د اداء کېدو پر مهال ددې شي عمومي د بازار قیمت ۱۵ افغانۍ وو، نو زکات به د (۱۵) افغانیو له قراره ورکوئ ، برعکس که دغه شي چي تاسو په ۱۰ افغانۍ رانیولی دئ د زکات د اداء کېدو پر مهال یې قیمت ۵ افغانۍ دئ، نو تاسي به د (۵) افغانیو له قراره خپل زکات اداء کوئ.
(و عنده تعبر قیمة یوم الوجوب و قالا یوم الاداء الخ. ویقوم فی البد الذی المال فیه (در مختار) و فی المحیط یعتبر یوم الاداء بالاجماع و هو الاصح (رد المحتار باب زکوة الغنم. ج ۲/ ص: ۲۳)
( فتاوی مفتی محمود ټوک: ۳، پاڼه: ۲۵۰، فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶، پاڼه: ۱۰۸، فتاوی رحیمیه ټوک: ۷، پاڼه: ۱۵۰، فتاوی محمودیه ټوک: ۹، پاڼه: ۳۸۰)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


ایا زه مخکي زکات ورکولای سم؟
زما یو کال د زکات پوره دی، اوس غواړم چي د راتلونکي کال زکات هم اداء کړم، ایا دا په شریعت کي درست دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
تاسي کولای سئ چي د تېر کال او د راتلونکي کال زکات اداء کړئ.
و لو عجل ذونصاب زکاته لسنین او لنصب صح لوجود السبب. (الدر المختار: ج۲، ص: ۲۹۳/ کتاب الزکاة. سعید)
فتاوی هندیه:
و یجوز تعجیل الزکاة بعد ملک النصاب. (الفتاوی الهندیة: ۱/ ۱۶۷، الباب فی صفة الزکاة)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


زه د کرایې په کور کی اوسېږم...
سوال: زه دوه لکه افغانۍ لرم، مګر خپل کور نلرم، اراده مي ده چي رانیسم، ایا اوس زکات پر ما واجب دی که یا؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
که ستاسو اراده وي او تر اوسه مو نه وي رانیولئ، او ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ لرئ او کال پر تېر سوی وي، پر تاسو زکات واجب دی، داچي تاسي اوس د کرایې په کور کي اوسېږئ او خپل سرای نلري دا شرعي عذر نه دی، ځکه ستاسو حاجت اوس د کرایې په کور کي پوره دی، لهذا تاسي به ددغو دوو لکو افغانیو (۵۰۰۰) افغانۍ په زکات کي ورکوئ.
(و) لا الی (غنی) یملک قدر نصاب فارغ عن حاجته الاصلیة من ای مال کان. الدر المختار علی صدر المحتار، کتاب الزکوة: ج۳، ص: ۲۹۵، ۲۹۶)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚

غــــټ افتـــونه کلـــه راځــــي؟

عبدالله ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې،
رسول اکرم ﷺ وفرمايل :
ای مهاجرينو! پنځه شيان داسې دي که چيرې تاسې پکې بوخت شئ نو په غټو افتونو به مبتلا شئ او زه د الله تعالی نه فناه غواړم!!!

۱: يو فحاشي، بدکاري چې په کوم قوم کې خپره شي نو په هغوی کې به نوې نوې ناروغۍ پيدا شي چې مخکې به هېچا نه وي ليدلې!!!

۲: کوم خلک چې په تول او ترازو کې کمی کوي، پر هغوی به د وچکالۍ تکليف راشي او ظالم واکمن به پرې مسلط شي!!!

۳: کوم قوم چې زکات نه ورکوي په هغوی به باران ودرول شي، که حيوانات نه وی نو يو څاڅکی به هم و نه ورېږي.(حيوانات چې څرنګه د الله تعالی بې ګناه مخلوقات دي، د هغوی لپاره به څه باران کېږي) !!!

۴: کوم څوک چې د وعدې مخالفت کوي پر هغوی به نور قومونه مسلط شي او د هغوی مال او سامان به اخلي!!!

۵: کوم کسان چې د الله تعالی د قانون په خلاف حکم چلوي په هغوی کې به کورنۍ جګړې ډېرې شي!!!



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


دزکات مال جلا کړي ته تر ورکولودمخه هلاک سي
الاستفتاء : السلام علیکم ورحمةالله وبر کاته مولوي صاحب که يو څوک دزکات په نيت مال جلا کړي خو دغه مال يې دزکات يو مستحق انسان ته نه وي ورکړی په دغه وخت کي دغه مال هلاک سي اوس په دغه صورت کي دمال دخاوند زکات اداء سو که به بل وار نور مال په زکات کي ورکوي ؟بينوا " توجروا"
الفتوی بعون الله تعالی نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّیْ وَنُسَلِّمُ عَلی رَسُوْلِهِ الْکَرِیْمِ وَعَلی الِه وَاصْحَابِه اَجْمَعِین اما بعد:. محترمه :په مسئوله صورت کي زکات نه دی اداء سوی پر مالک دا لازمه ده چي نور مال په زکات کي ورکړي
وفي البحر الرائق)لما في الخانية: لو أفرز من النصاب خمسة ثم ضاعت لا تسقط عنه الزكاة. ج ۲ ص ۳۶۹كتاب الزكاة..
في الهندية : رجل وجبت عليه زكاة المائتين فأفرز خمسة من ماله ثم ضاعت منه تلك الخمسة لا تسقط عنه الزكاة . ( ج ۱ ص ۱۸۲ كتاب الزكاة الباب الثالث في زكاة الذهب والفضة والعروض مسائل شتى، کذا في الدرالمختار مع ردالمحتار ج ۲ ص ۱۳ كتاب الزكاة مطلب في زكاة ثمن المبيع وفاء )
مرتب قاضی مولوی سید اغا حفظه الله تعالی من شركل شرير آمیـــــــــــــــــن ثم آمـــــيـن یا رب العالمین


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯     @HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

6 690

obunachilar
Kanal statistikasi