احمدخاطري"


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خوږو ملګرو!
مخکنی چینل مي بلاک سو
اوس دلته راسره ملګري شئ او خپله ادبي تنده زموږ په شعرونو او ترنم سوو ترانو خړوبه کړئ

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


عهد ماتوې که؟

ځې به پاتېـــــدای نه سې عهد ماتوې که نه؟
ماته ســــوې کفري نړی ته به یې منې که نه؟

سپیني ماڼۍ ړنګه ســـوې
تـــــوره او بدرنګه ســـوې
زور، غرور، دي ختم ســـو
ستړې مي له جنګه ســوې
ستا خوښه! حیثیت دي لا نور خرابوې که نه؟


اوس لا ښــــه فرصت لرې
تېښتي ته خـــو نیــت لرې
چانس که دي ضایع کــړلو
بیـــا بــــه بد حـــــالت لرې
اېښې د وړو پـــــزه دي بیـــــرته بېلوې که نه؟

ســـوبي کامیــابۍ زمـــوږ
ویــــــــاړ د ازادۍ زمـــوږ
فتحـــه د "مکې" مــــو یاد
ستري خــوشحالۍ زمـــوږ
خپــل د پلار نېکـــه تاریخ بیا تکراروې که نه؟

دا دی د "عمـــــــــر" وطــن
ګام په ګام سنګــــر وطــن
شیخ "هبــــــة الله" لـــــري
هـــم د "بــــــــرادر" وطــن
هر یو "ایوبي" د وخت ځان په ختموې که نه؟

"می" تــــــه انتظـــار کـــوو
ستا د تېښتي څــــار کـــوو
اوس هم په اِعداد مصروف
بیــــا "خاطِـــري" وار کـــوو
زموږ د استشهاد لښکـــر ځان ته پاروې که نه؟

احمد"خاطٍري"


"مجاهد" صاحب ته تحفه

د حق ژبه دي کـــــــــان د ملغلــــــرو مجاهده
قربان دي له رښتیا سپینـــــو خبـــرو مجاهده

دښمن باندي زري مرمۍاو غشي زهـرجن دي
خو موږ ته بیا خـــوږې دي تر شکرو مجاهده

د نوم په سر کي(ذال)دي ذکاوت باندي ګواه دی
عــــــالي فکــــــــر دي زور پر زورورو مجاهده

د لمرغوندي خپرې د وینا وړانګي دي نړی کي
ویاند د سپینو ستــــــورو د لښکـــرو مجاهده

هرسوال ته دي جواب داسي معقول وي او مقبول چي
منـــــلی بې اختیـــــاره سیکولــــرو مجاهده

مؤمن ذهنونه ژغـورې د فکـري جنګ له ضرره
قلم دي سپین خنجر پر اشغالګــــــرو مجاهده

پیاوړی استعداد دي "خاطِري"په قلــم ستایي
خدمت دي لیکل غواړي په سرو زرو مجاهده

شاعر احمد "خاطِري"
تاریخ ۶/۷/۱۴۴۲ هـ ق


د خپــــل هــــدف مبارزه له لاسه نه ورکوو
شل کاله بعد هم حوصله له لاسه نه ورکوو

تر څو لاسونه روح مو تن پوري وي هسکه به وي
په ژوند خو دا سپینه جنډه له لاسه نه ورکوو

که څه هم یون دی پر اغزو باندي د هیلو باغ ته
ځــــــــو! د ګلـــــونو ننـــداره له لاسه نه ورکوو

هسي نه پاته یو کافر سي یرغل ختم نه سي
د حق جهاد قـــوي مورچه له لاسه نه ورکوو

جزبې مو لوړي ضمیر ویښ ساتي په غوږ کي مو ده
مـــلالي ستا د ننــــــګ ټپــــــه له لاسه نه ورکوو

دنیا که زموږ په خلاف ټول اسباب په کار اچوي
موږ به پر خپل رب بروَســـه له لاسه نه ورکوو

د سپینو تورو پړه کا وړي توري تیارې د اشغال
"خاطِري" دا بلــــــه ډېــــــوه له لاسه نه ورکوو


🌲نوی اختریز نظم🌲

نن دي ځانګړی استقبال کوو راځه اختره

هیلــه ده زړو کي بیـــا هوس راسي
ستــــړی ولس د ارام ســــاه واخلې
ستـــا لدې ښکلي او رنګین وختـــه
دا ملــــت نــــوره هم ښکلا واخلي
د ظالم کــــور وي لوټي لوټي سوی
مظلوم په شونډو کي مسکا واخلي
تـــورو تیــارو تــــه د تیــــارو زامن
دا پاتـــه کډه ژر پــــه شــــا واخلي
موږ انتظار د داسي حال کوو راځه اختره
نن دي ځانګړی استقبال کوو راځه اختره
🏳️🌷🌷🌷🏳️
د هوس غېږه کړه پـــه مینه خلاصه
د غــم روژه پـــــه خوشحالۍ ماتوو
د محــــبت ډېــــوه دي بله ساتــــــه
مــوږ پرې د کــــرکي ترږمۍ ماتوو
د داسي ښکلـــــو بــــاران وه اوروه
چي بیـــــا جهان کي بدرنګۍ ماتوو
د غـــــــلامۍ د ژوند ذلیله چــوپتیا
پــــــــه هســک اواز د ازادۍ ماتـوو
اذان د عصـــــر پــه بلال کوو راځه اختره
نن دي ځانګړی استقبال کوو راځه اختره
🏳️🌷🌷🌷🏳️

چي بیا لاسونه په نکریځو سره وي
نــه په ســــرو وینو! د افغاني خور
نه بــه پره دي ور اوړي کــور باندي
ددې پتــــــمني مسلمــــاني خــــور
نه بــــه یې ورور وي د زندان مېلمه
اوښکې بــه وچي وي د ګراني خور
نه به یې څوک دسرټېکری کش کړي
نـه د ماشـــومي نه د ځـــواني خور
د حیـا، ستر، به یې خیال کوو راځه اختره
نن دي ځانګـړی استقبال کوو راځه اختره
🏳️🌷🌷🌷🏳️
پـــه خړو سترګـــو د ملت مخته
وي بـــه ولاړ دا د پــــــردو مزدور
تر اشغالګــرو چي یې ځان ځاروی
هم د لــــوېدیز هم د ناټـــو مزدور
چي ارزښتونــه یې ټـول وپلـــورل
دا د ډالـــــرو او پیســــــــو مزدور
دا د حیـــا، عــزت، عفـــت قــــاتل
د سرو فاحشـــــو لېونـــــو مزدور
حساب کتاب به په کمال کوو راځه اختره
نن دې ځانګړی استقبال کوو راځه اختره
🏳️🌷🌷🌷🏳️
د ازادۍ د ممثِــــــــــــــل لاس کي
وینــو سپین تـوغ د اسلامي نظام
عزم یې کـــړی مخ په وړاندي ځي
راولي بیــــــــــا بــــــه الــهي نظام
څـه! فاتح ځواک دی بدرګه ورسره
غواړي پیــــــاوړی او قــــوي نظام
لــه تېري وړانـــــدي تیريګر ډاروي
داسي ځــــــواکمن او مرکزي نظام
ډېر یې تحسین د لوړمرال کوو راځه اختره
نن دي ځانګـــړی استقبال کوو راځه اختره
🏳️🌷🌷🌷🏳️
خــــود بـــه تاریخ کي اتلان یاد سو
موږ زبرځــواک ددې نــړۍ مات کــړ
فرعــــــوني فکـــــر یې بدل ښکاري
زور مـــو ددې سپیني ماڼۍ مات کړ
ده شاهانـــــه غــرور کي جنګ کاوه
موږ پـــــه ملنګـــه زندګۍ مات کــړ
دښمن هم وکــړل تبلیغات "خاطِري"
خو موږ پــه تٌنده شاعرۍ مات کــړ
لږ وروسته جشنِ استقلال کوو راځه اختره
نن دي ځانګـــړی استقبال کوو راځه اختره

تاریخ ۱۴۴۲/۹/۲۱هـ ق
شاعر احمد "خاطِري"


درد و غــــم چي زړه باندي را تاو سوله
اوښکـــــه مي باڼــــه باندي را تاو سوله

کورکي څه!مظلومي ساندي پورته سوې
سره کفــــار چي وره باندي را تاو سوله

هغــــــه وخت لا کــــــډه ټولول دښمن
زموږ زلمي چي غــره باندي را تاو سوله

ور یې تبرېکي کـــــــړه شهیـــد زوی لره
مـــــور چې کَفَنَــــــه باندي را تاو سوله

دا زخمي غـــــازي او که ګلاب دی پروت
خلګ بیا پـــــه څـــــه باندي را تاو سوله

وســــو چي اُحُــد کي پر حبیب ګــــذار
ټـــــول صحابـــــه ده باندي را تاو سوله

راغلــــــــه "خاطِـري" د ازادۍ نـــــــاوې
خلــــــــــګ یې واده باندي را تاو سوله

احمــــد "خاطِري"
۱۴۴۲/۱۰/۱۸هـ ق


په غزني ولایت کي د دښمن لخوا د شهیدانو د جسدونو د سوځولو او سپکاوي په خاطِر لیکل سوی

د جهنم پــــه اور کبــاب سې شهید مه سوځوه
اخته دلوی رب په عذاب سې شهید مه سوځوه

د خلیلي هوډ خاوندان له اوره نــــــــه ډاریږي
پر نمرودیانو به حساب سې شهید مه سوځوه

د انسانیت تر پولـــــو واوښتې وحشي دښمنه
د چړې وړ بــه د قصاب سې شهید مه سوځوه

چې دي و قبر تــــه کړکۍ د دوزخ خلاصـــه نسي
مرګ لرې،سوچ وکړه،خراب سې شهید مه سوځوه

راسه تسلیم سه له دې کړنو نــور توبه وباسه
بیا به ګټونکۍ د ثواب سې شهید مه سوځوه

د "خاطِري" اختار ته غوږ سه انتقام اخلــو موږ
ښکار به ډېر ژر د انقلاب سې شهید مه سوځوه


لر او بر هیواد کي بیا څه! ستر فتوحات دي
فتحي دي او فتحي دي "فتحه" عملیات دي

نن مو پروطن باندي،ستره خوشحالي راځي
ختم صلیبي اشغـــال، سپینــــه آزادي راځي
بیا د"امــــارت" په نوم، نظام اسلامي راځي
صبر، انتظار وکـــړئ، ژر دی او دستي راځي

تا کي د سنګر غــــازي، رب اېښئ کمال دی
وړی دي نـــــړۍکي تل، د غیرت مېډال دی
هسک دې تر پامیر لا هم، نن قوي مرال دی
مبــــــارک ګټلی دي، فتحـــــه استقلال دی

اېښئ مو پر ســر زلمـــو، تاج دی د بریو نن
وړی مو میــدان رشتیا، له خپلـــو پردیو نن
وځي ځي مزدور دښمــن، لـــه ولسوالیو نن
واخیست انتقام مو بیـا، د ظلـــم سلګیو نن


بیا مو پر دښمن باندي،څـــــــه کاري ګذار سو
تېښتې،تسلیمیږي ټول،زوړونو کي یې ډارسو
بیا د غیرتي غـــــازي، سخت د تـوري وار سو
وختــــه د غلام تابوت، ستـــا پر اوږو بار سو

بیا مو په څپــــو باندي، نیل غوندي هلمند دی
هر فرعون د عصر ته، لـــوی عبرت او پنـد دی
پرې سـوی غربي ښامار، دلته بنــد پــه بند دی
هم د "خاطِري" وطــــن، ننګ کــړی میوند دی


سږ مو روژه پــه خـــوږ آذان د آزادۍ ماته کړه
د رب پـه مرسته مو یاغي کفري نړۍ ماته کړه

دلته لسګـــونو پـــــه یو واري ماتي وخــــوړله
یوازي نه چي مو د غرب سپینه ماڼۍ ماته کړه

سپرلی بـــه خود د ښکلاګانو بـدرګه کي راځي
موږ د ګلـونو پــه تعرض باندي سیلۍ ماته کړه

ســــوه د انګرېز د امیـــــدونو بېړۍ دړي وړي
غازي میـــوند کي بیـــا ټپې د ملالۍ ماته کړه

د ظلم تــوره اوږده شپـــه پر تېرېدلــو ښکاري
د عــدل لمـــر خو دغه تـــوره ترږمۍ ماته کړه

د اسلامي حاکـــمیت د سپیني تـــوري ګــــذار
"خاطِري" سمـه یې پر ملا ډيمکراسۍ ماته کړه


✍️ احمد"خاطِري


خــــدایـــه شکر زوره وره نړۍ تښتي
نن ترې جوړه ده سوالګره نړۍ تښتي
ــــ①
آزادي دي مبارک شــــه ګـــران هیواده
ستا له لـــــره او له بــــــره نړۍ تښتي
ــــ②
عقیده لـــــــرو تشویش راسره نستـــه
خامخا بــــــه اشغالګــــــره نړۍ تښتي
ــــ③
مظلوم شونډو کي مُسکی سو وې ویله
چي ظالمــــه ستمګــــــــــره نړۍ تښتي
ـــــ④
د وتلو لاره هم ســـــوه ترې نه ورکــــه
سرګــــــردانه در پــــــه دره نړۍ تښتي
ــــ⑤
تـــــه هم کډه ټولـــــوه ور پسي درومه
ژوند دي وژغـــــوره نوکـره نړۍ تښتي
ـــــ⑥
د مـــوسی د عصــا زور ورته معلوم شو
"خاطِــــري" ها جــادوګـــره نړۍ تښتي

احمد "خاطِري"


کندهاره

بیا "ارغنــد" دي په څپــــو دی کندهاره
غلیــــــم سم په غـــرقېدو دی کندهاره

د ایـوب لښکـــر ګذار کـــړی "میوند"کي
د انګــــــرېز پر دې بچـــــو دی کندهاره

په"ژړی"کي دي دښمـــن په ژړا سـر سو
وارخطــــــا دی پـه نـــــارو دی کندهاره

"پنجوایې"کي چار و پنج مجاهد ګرځي
د غـــــــلام روح پر وتـــــو دی کندهاره

"ارغسان"کي به ټینګ نه سي ډالرخوره
شــــــرمېدلی په شــــــرمو دی کندهاره

ستــا په "ډنډ"کي ویني ډنډ د ظالمانـــو
هر مظلــــــــوم په خندېدو دی کندهاره

تر زخمي زخمي وجود دي ویني څاڅي
چـــــــا ویشتلی په بمـــــو دی کندهاره

تبریکي د "خاطِري"واخله ســـتا زړه کي
سپین بیــــرغ په رپېـــــدو دی کندهاره

احمد خاطِري


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نوی دہ فتحو په ویاړ ترانه

لراوبر هیواد کی بیا څه سترفتوحات دی
فتحی دی او فتحی دی فتحه عملیات دی

آواز
قاری امین الله روحانی
شاعر
احمدخاطری

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa




الغازي خــــپرنـدویه اداره
الغازي خـــپرندویه اداره به تاسو ته وخت په وخت نوي حمدونه نعتونه اوحماسي تراني وڔانـدي کوي
https://t.me/ALKHAZIKHPRNDUYAADARA


وروستیو فتحـــــــو دی راوړی بشارت مبارک
ژر به حاکم سي په هیواد کي "امارت" مبارک

د استعمــــار او غلامۍټغر بــــه سم ټــوليږي
بیا به رادرومي خپلـــــواکي او حُریت مبارک

د دې هدف پــــه پار مو ډیري قربانۍ ورکړي
زندان، زخمـــونه او ستړیا آن شهادت مبارک

ډېموکراسۍ، جمهوریت،څخه نفرت لرو ټول
د هر مؤمن هیله شــــرعي حــــاکمیت مبارک

هره مؤمنه، پښتنه بــــه پــه حجاب وي پټه
سي به محفوظه هم حیا او هم عفت مبارک

دمظلوم زړه به وي تسل دیتیم اوښکي وچي
پر هر ظالم بـــــه پلۍکیـــــږي عدالت مبارک

د استشهاد او د جهـاد قــــــــدرداني به کوو
"خاطِري" وینـــو یې په سترګو برکت مبارک

احمد "خاطِري"

14 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

14

obunachilar
Kanal statistikasi