ښکلا د مینې یې پټۍ د زخمي زړه اختره
راځه مرهم شه مرحبا نېکمرغه ته اختره
د انتظار سېلۍ مو هر څه د ژوندون ترخه کړل
هجران اخیستي یو په غېږ کې مېلمانه اختره
یتیم پرهر مو نور ګنډه د ارمانونو په تار
د وخت سِتم ته زهر ورکړه څه ناڅه اختره
شبګیري سترګې یې مړې کړه د یوسف په دیدن
یعقوب کنعان څاري او غواړي ترې رانجه اختره
د سولي غږ کړه بدرګه د ملالۍ په ټپه
ولس ولاړ درته د هیلو په لمانځه اختره
ګلان سپړیږي درته غېږ کې دې چینه د زمزم
د کوثر جام نه دې پرې وشینده اوبه اختره
رویبار ښودلې حقاني فیض ته نېټه ده دا ستا
مجنون ته ورکړه د لیلا په لاس خواږه اختره