فیض حقاني


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


سبب د جنون کیف اخلي په تلو د ورک لټون
ناڅاپه بروسه کړي اعتماد له لېونتوبه💔
دلته به درته کله ناکله خپل ویل شوي لیکل شوی اشعار ږدو هیله ده چې تر ډېره مو ملتیا وکړئ!
مننه!

ورور مو (فیض حقاني)

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


(کلیمه ئ طیبه ده)

شور د جنتو ورسره مل دی ښه درنه ده
کلیمه ئ طیبه ده
اُور نه د دوزخ دي بچ کوي لو زریعه ده
کلیمه ئ طیبه ده

سختو عذابو نه دې
د دوزخ څپو نه دې
ساتي آخیرت کي دې
اور او سرو لمبو نه دې
وایه یې په صدق عجیبه لو وسیله ده
کلیمه ئ طیبه ده

زړه ته هم سکون مومي
ډیر ښه پیوستون مومي
ده د هر مرض دوا
درد نه هم خلاصون مومي
موږ ته رالېږلې پاک الله یوه تحفه ده
کلیمه ئ طیبه ده

زموږ د دوی توفیر پروت دی
دې کې مو تفسیر پروت دی
فرق د مسلم او کافر
پکې زموږ مسیر پروت دی
وايو هر زمان د ژوند ډیوه مو پرې ښایسته ده
کلیمه ئ طیبه ده

زړو کې مو ایمان دی پرې
د هر مسلمان دی پرې
کرکه له الحاد لرو
دا مو هم پیمان دی پرې
دا مو د تلپاتي ژوندانه ستره اسره ده
کلیمه ئ طیبه ده

ساتو یې په تورو به
له باطل مغرورو به
کړو به پرې الله ج راضي
ستون به شو تر حورو به
فیض حقاني وایم زما په زړه کي نوشته ده
کلیمه ئ طیبه ده

https://t.me/faizhaqani12
۲۶/۱۱/۲۰۲۰


(کلیمه ئ طیبه ده)

شور د جنتو ورسره مل دی ښه درنه ده
کلیمه ئ طیبه ده
اُور نه د دوزخ دي بچ کوي لو زریعه ده
کلیمه ئ طیبه ده

سختو عذابو نه دې
د دوزخ څپو نه دې
ساتي آخیرت کي دې
اور او سرو لمبو نه دې
وایه یې په صدق عجیبه لو وسیله ده
کلیمه ئ طیبه ده

زړه ته هم سکون مومي
ډیر ښه پیوستون مومي
ده د هر مرض دوا
درد نه هم خلاصون مومي
موږ ته رالېږلې پاک الله یوه تحفه ده
کلیمه ئ طیبه ده

زموږ د دوی توفیر پروت دی
دې کې مو تفسیر پروت دی
فرق د مسلم او کافر
پکې زموږ مسیر پروت دی
وايو هر زمان د ژوند ډیوه مو پرې ښایسته ده
کلیمه ئ طیبه ده

زړو کې مو ایمان دی پرې
د هر مسلمان دی پرې
کرکه له الحاد لرو
دا مو هم پیمان دی پرې
دا مو د تلپاتي ژوندانه ستره اسره ده
کلیمه ئ طیبه ده

ساتو یې په تورو به
له باطل مغرورو به
کړو به پرې الله ج راضي
ستون به شو تر حورو به
فیض حقاني وایم زما په زړه کي نوشته ده
کلیمه ئ طیبه ده

۲۶/۱۱/۲۰۲۰




حقاني ميډيا Haqani Media dan repost
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
1 پېيم داوښکو تارکې ستاپرلوري سلامونه
2 په برياخداۍ نازولي دي شهيده
3 اۍ شهيده اروښاد عمرته حال درسره يوسه


اواز
ولسيارحقاني

شاعران
فيض حقاني
دردمن خوستوال
حسيب الله دادالله
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasarchannel


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
نعت شریف

پېیم د اوښکو تار کي ستا پر لوري سلامونه
که وصل شي حبیبه تر تا پورې سلامونه

اواز : رضوان الله فيضاني
شاعر : فيض حقاني
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasarchannel


حـقـانـي جـانـان dan repost
د العصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو نعتونوالبوم

دمينې پېرزوينې
دګران ورور نعت ویونکي
مولوي رضوان الله فیضاني
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل
څخه تر لاسه کولى شئ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasarchannel


د العصر خپرندويه ادارې له خواه وړاندې کېږي


{ نعت شریف }

کســـــر:
پېیم د اوښکو تار کي ستا پر لوري سلامونه
که وصل شي حبیبه تر تا پوري سلامونه

اوازونه:
مولوي مستقیم
شکراللّه اسلام یار

شاعر: فیض حقاني


#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasarchannel


(غزل)

یادونه دي بس تل غواړي قلنګه واه ملنګه
د هجر ټال کې وامې خلې په ځنګه واه ملنګه

کرۍ شپه نږدې نه وي لا لوېده وي د لمر پاتي
راځي له مازدیګره غنمرنګه واه ملنګه

انځور د فرشتو سترګو دې ساتم په سینه کې
قضا پرې د غمو راوړم لونګه واه ملنګه

نړۍ دي د ښکلا تابع شوه ځار طالبه یاره
سیالۍ کې دي نمبر وړی پتنګه واه ملنګه

قرار دي چرته نشي د پستو زلفو وارونه
شاهي کوي پر زړونو هم غورځنګه واه ملنګه

دا مينه دې په رګ رګ کې پرته ده د عُشاقو
کړې میم چي ته په و بدل آهنګه واه ملنګه

کچکول د فراق ور دي کړو ګرېوان دي کړو ور تار تار
ښکاري حقاني فیض درته ملنګه واه ملنګه؟

۱۰/۱/۲۰۲۱


جهاد پال افغانستان

په ننګ غیرت مېړانه یې سمبال افغانستانه
تاریخ کې دې نوم لیک په جهاد پال افغانستانه

د ډیرو ککرۍ مغرور فکرونه دې کړل خاورې
شاهان دي د نړۍ کړو هم په سوال افغانستانه

ابدال یې زېږولی غزنوي لمسی یادیږې
ته کور یې د عمر منصور جلال افغانستانه

روزلي ایوبي صلاح الدین درکې عسکر دي
چې هوډ خلیلي عزم کړي سر شال افغانستانه

ریښې دې ښې پرې کړي د چنګېز ګورګین او روس هم
نسکور هم دي پړ مخی کړ اشغال افغانستانه

ټپه د ملالۍ دي زمزمه په یوسفي ږغ
مجنون دي کړو په ځان طالب ملال افغانستانه

ځاریږي له تا فیض حقاني کور یې د بابا يې
شمله د برادر دي شوه مډال افغانستانه

۲۱/۴/۲۰۲۱


ښکلا د مینې یې پټۍ د زخمي زړه اختره
راځه مرهم شه مرحبا نېکمرغه ته اختره

د انتظار سېلۍ مو هر څه د ژوندون ترخه کړل
هجران اخیستي یو په غېږ کې مېلمانه اختره

یتیم پرهر مو نور ګنډه د ارمانونو په تار
د وخت سِتم ته زهر ورکړه څه ناڅه اختره

شبګیري سترګې یې مړې کړه د یوسف په دیدن
یعقوب کنعان څاري او غواړي ترې رانجه اختره

د سولي غږ کړه بدرګه د ملالۍ په ټپه
ولس ولاړ درته د هیلو په لمانځه اختره

ګلان سپړیږي درته غېږ کې دې چینه د زمزم
د کوثر جام نه دې پرې وشینده اوبه اختره

رویبار ښودلې حقاني فیض ته نېټه ده دا ستا
مجنون ته ورکړه د لیلا په لاس خواږه اختره


ده ډکه له غفران د رحمتونو میاشت روژه ده
مسلمه چې غافل نشې د عفوې ښه اسره ده

کړه ټولې خطاګانې دې د ژوند پکې خزاني
راغلې موږ ته دا د رب له لوري خاص تحفه ده

پرې ماته دې کړه تنده د وصال جامونه نوش کړه
بهیږي درنه تېره د کوثر اوبو چینه ده

په در کې د رحیم رحمن کوه ښه استقبال يې
هم دا درته په درې تقسیم اوقاتو مېلمنه ده

نازل پکې قرآن دی د ګناوو رژول کړي
په ستر انعام پوښلې هم د مینې باغيچه ده

رخصت خو درنه اخلي په ژړا دې ګرېوان لوند کړه
په اوښکو یې لمانځل وکړه د قدر هره شپه ده

راځي چې راته بیا ډېر به ويده يو په لحد کې
د یوې ثانیې ارمان ته یې دا پوري هدیره ده

تندی له ځمکې پورته نکړې فیض حقاني واوره
داځکه چې دا ستا د ګناهو تله درنه ده

۲۱/۴/۲۰۲۱


د زړه درده ملهم څنګه
کړم پيدا درته بيماره
انګړ کې یاد ستا د لالي
ریښې کړي دي چناره
مین ته یې سترګې ژاړي
چې لفظونه یې رانغاړې
دا جمله د خدای پامان ته
مه را ژباړه ناقراره

ستا انځور د خیال پر دښته
رسموم په وینو باندې
درزا نه محسوسومه
مړ یم په آهونو باندې
کړې شبګیر سره تړون ته
درمل لاره کړه خارداره

فِراق نه موندي تغیر هیڅ
جدايي کړي پیوستون
جوړه تابیا نیسي دا ستا
قلنګ غواړي له ژوندون
له کوم جنون دانه دانه
څاڅي نم د بڼو تاره

په سېلۍ سېلۍ سلګۍ کې
پنا وړې له کوم کنعانه
یوسفي سترګې پټیږي
له یعقوب نظر قربانه
په څپو د ګرداب ډوبه
ازار اخلې له فرهاره

په شپو شپو چې توسېدې
اوښکې تلې او توېدې
ماتو هیلو کي زګېروی کړي
بند په بند راتاوېدې
ولې فیض حقاني څارې
دا په نشتون کې خماره

۱/۷/۲۰۲۱


د هجران تنور

څومره زور دی راته وایه
تا لیدلی بېلتانه کې؟
د وجود زهرنه سا ده
په یو آه د ژوندانه کې
څوک درخپل کړه بیا یې هېر کړه
تصور یې وکړه زړه کې
د فراق زخمو ته نسته
درمل مه غواړه هر څه کي

ته مې دا خبره واوره
چې شهید ارمان ته ګورې
مړې مړې اوښکي دي تویږي
لامده پرش ګریوان ته ګورې
په سر باد یې کړي بیا خاوري
دا صحنه هم آن ته ګورې
په تا څه به کیږي وایه
د دې هر څه په کاته کې

ستړي هیلي دي مړې شوي
بې وسۍ اخستی زور وي
د فراق لمبې وي بلي
تا جوړ کړی پکې ګور وي
د صحرا لمن نیولې
فکر هم دي په دې لور وي
کاشکې ما هم ځای نیولی
وای د سترګو په باڼه کې

د قیامت دې باب ته ګوره
د یار سترګي پټي شوي
ته یې ښکل کړې نه غړیږي
ستا په زړه وي ښخي شوي
د ابد فراق رنجو کې
وي ښې سمې توري شوي
د سکروټو په سر یون شي
د هجران سره تناره کې

نه په یو غزل نه نظم
کې بېلتون زه رسموای شم
دا کتاب ته ضروت دی
تر یوحد یې رسوای شم
دا له کوم جنون نه جوړ دی
نه خپل ځان محسوسوای شم
حقاني فیض ته دعا کړئ
خامخا په هر لمانځه کې

۲۰/۱۰/۲۰۲۱


غزل

رالوېږمه ځنګېږم ارواح ښاد له لېونتوبه
یو آه د سوي زړه راکړ فریاد له لېونتوبه

یو څنګ مې د ماتم نیولی درد ته مې تکیه ده
ځیګر خوناب نیولی دی ستا یاد له لېونتوبه

دانه دانه پېیم قطرې بڅري کوي ګوره
د اوښکو اُور سوځلی دی فرهاد له لېونتوبه

څه درسته خاموشي خپره کړه روح د زنکدن دې
چې ستونې کې سلګی نشي ازاد له لېونتوبه

سبب د جنون کیف اخلي په تلو د ورک لټون کې
ناڅاپه بروسه کړي اعتماد له لېونتوبه

سړې سېلۍ تم شوي یو خېمه د غریب پلوري
جانان زخمو خوړلی دی او ښاد له لېونتوبه

له تانه وروسته ساه د زنکدن غوټه زغمل دي
دې څړیکې حقاني فیض کړو برباد له لېونتوبه

۵/۹/۲۰۲۱


نعتیه کلام.

پېیم د اوښکو تار کې ستا پر لوري سلامونه
که وصل شي حبیبه تر تا پوري سلامونه

د زړه دښته اباده وي په تا د درود ویلو
دادوې شونډې مې ستا په یادو ښوري سلامونه

ایره دي شي دا ستا په پاکه مینه کې بشر مې
ارمان مې غواړي ستا د دیدن سیوري سلامونه

دا ټول لفظونه خلاص که شي دنیا هم شي راړنګه
پوره به ستا صفت ته نه شي توري سلامونه

خاتم المرسلين يې اولين او آخرين يې
د حسن دي مثال نشته در اوري سلامونه

د خدای په بندګانو کي عظیمُ الشان بنده یې
دا ځمکي اسمانونه په تا ستوري سلامونه

تیاره جهان رڼا شو ستا د سپین مخ په انوارو
الهام د حقاني فیض غزل ګوري سلامونه

۲۴/۱۰/۲۰۲۱


مناجات

ملنګ سر په سجده پروت یم ستا در کې په ژړا
د ټول عمر ګناوي مې معاف کړې یا الله

اقرار د خپل قصور کړم غوږ نیولی په سلګو
راتلونکی مې دا ستا په اطاعت کي کړه زیبا

تېریږي زما نیمګړی بې باوره ژوند خطا کې
زړګی مې کړه روښانه ستا په ذکر او ثنا

د خپل ناقص عمل په وړاندي یمه شرمسار
خِجل یم پرې توبه کړم زما په حال یې ته اګاه

کړې غرقه د عصیان بېړۍ مې ستا په رحمتونو
دا سوال کړمه عاجز یم درته پړ یمه مولا

که زما په نیت کې بیا وه کبیره یا صغیره
راستون مې کړې له هرې سرکشۍ په فضل ستا

جنت ورکړې هستۍ زما د ژوند مې مور او پلار
قبوله کړې زما فیض حقاني لپه کي دعا

۱۱/۱۱/۲۰۲۱


(نعت شریف)

په یاد کې دې د نوم د حسن ټوله انتها شي
د زړه پیره بدرنګ جهان بس ټول راته ښکلا شي

پیدا کړه رب دنیا او مافیها دا ستا له رویه
کړ نور یې ستا هم خپور چې تاریکیو ته رڼا شي

ایمان لرو پر تا او پس له خدایه ذِکر ستا دی
هم لااله الا الله نه وروسته اِسم ستا شي

بېړۍ د جهل ډوبه شوه چې کله ستا شغله شوه
صلاةُ و سلام ته دې عالم لاس په دعا شي

ځان حِس کړم هغه دم پاچا له ځانه بې پروا شم
چې کله پر تا درود وايم زړګي ته مې شِفا شي

په خوب کي یو ځل راشه د هجران درد به ټکور شي
وصال به یې مرهم ته هم د عشق لدې معنا شي

ژړېږم حقاني فیض نم بېواکه شي د سترګو
قرآن کي یاسین ولولم ضحٰی په مخه را شي

۱۰/۴/۲۰۲۱


(غزل)

هر څومره چي وستایمه ستا هر يو صفت ربه
کم به وي بيا هم ځکه چې شان لرې اوچت ربه

تا یو پیدا کړي تا راکړي موږ ته لوی واړه
شکر بې ادا نه کړم دا ستا د یو نعمت ربه

غواړمه حلال درنه حرامو نه مې وساتې
هم مې په ژوندون کې راته راکړې برکت ربه

ټول یو جدا شوي دې جابري نړۍ لاس دی کې
کړې مو سره یو هم رانه واخلې نور غفلت ربه

خوند کوي لویي هم ولا ستا مبارک ذات سره
لوی دی له دې ټولي نړۍ لوی دی ستا عظمت ربه

ډیر خوښ يم مومن يم هم افغان یم مجاهد یمه
دا راباندې شوی ستا له لوري دی رحمت ربه

دواړه لاسه لپه حقاني فیض په لمانځه درته
کرکه له نفرت لري او غواړي محبت ربه

۱۱/۹/۲۰۲۰


(غزل) شین خالۍ

په څِیر مو د يعقوب درپسې کړي دي سلګۍ
يو ځل راشه تر چمه مو نیازبینې ازادۍ

هم ته شوې کِبرجنه په خپل حسن یوسفي
چې ځان دې سنګار کړی دی مغرورې ناوکۍ

ته وایه چي په مَهر کي هم څومره شولې ځار ستا
چی کړای نشو هیڅ خیال کي تَصور يې د ځوانۍ

فرهاد او د مجنون غوندي لوګی شوو ستا لپاره
خپل سر او مال مو ځار کړله حسینې زندګۍ

نور بس کړه راپخلا شه نور مو ونیسه په غيږه کې
ټپه د یا قربان راوړه د ورکې ملالۍ

له ډیرو مودو ورکه وې هم ستړې غوندې ښکارې
دمه شه نور لمنه د هیواد کې خپلواکۍ

اِیله به شي وروستی ارمان پوره د حقاني فيض
هم زیری به پرې وشي هم د مینې شیرنۍ

۲۶/۹/۲۰۲۰


غزل

څه تېره څه که پاتي ستا په هجر کې ځواني ده
لازمه مې پر زړه د عشق تړون ته پابندي ده

په سترګو فرشتو دې کړې خورې عنبري زلفي
موږ سیوري ته دمه کړه د جبين دې روښنايي ده

کړي بيا مرګ د ملا مرګ د طالب مرګ د عابد مرګ
بیا غواړي قتلِ عام حساب د مینې خونخواري ده

ته ناز مې ګلبشرې واخله نن راشه و حجرې ته
دمه شه کيسې وکړه له تا ځار مې طالبي ده

نازک ځان به قربان په یاقربان کړمه ملالې
ټپه ټپه غزل غزل ځواني مې قرباني ده

ته درس د استشهاد فیض حقاني وايه اعداد کې
په مينه کې ملا شه بيا د حورو اشنایي ده

۱۷/۵/۲۰۲۱

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

3

obunachilar
Kanal statistikasi