موسیقي په اسلام او ساینس کي (۲)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
ماولی داڅېړنه وکړل؟
داچي کفري نړۍ پر مسلمانانو علاوه له فوځي، اقتصادي، سیاسي یرغل څخه فکري يرغل هم کوي، نو ځکه دوی کوښښ کوي چي داسي ډلې او اشخاص تربیه او پیدا کاندي چي په اسلامي امت کي اختلافات پیدا کړي، مسلمانان پخپلو عقائدو او نصوصو کي شکمن و ساتي، خپل شبهات څرګند کړي تر څو ځوان قشر ګمراه او د هدایت د ښکلې لارې څخه و دوږخ ته سوق کړي نو ځکه یو د هغو فتنو څخه د مستشرقینو ډله ده چي تل حلال ته حرام او حرام ته د حلالو نسبت کوي، لکه دوی چي وايي چي (موسیقي په اسلام کي د روح غذا او حرامه نه ده) العیاذ بالله.
مستشرقين څوک دي؟
مستشرق د باب استفعال د استشراق د اسم فاعل صیغه ده، چي (س) او (ت) د مبالغې لپاره پکښې ده، چي لغوي معنا یې ده ( ښه رڼا حاصلونکي) او په اصطلاح کي مستشرقین هغه عیسايی راهبان دي چي په اسلامي علومو کي یې پوره مهارت حاصل کړیدی او اصل موخه یې داده چي په اسلام کي شکوک او شبهات پیدا کړي او پر اسلام باندي بې ځایه اعتراضات وکړي.
ٖپه منظم ډول سره د استشراق په نامه دا مکتب د ۱۸ میلادي پېړۍ په پای را څرګند سو، چي د بریتانکا د دائرة المعارف په آند چي لومړی مستشرق پروفیسر جي اې ویلیم وو (۱۸۱۱- ۱۸۵۲ م) ، چي دا لړۍ اوس روانه ده، چي دوی ددې لپاره پوره نړیوال کورسونه او پوهنتونونه لري.
داچي دوی د تاریخ په اوږدو کي هر ځای د ( ﷻ په پوره فضل سره د جنګ په میدان کي ماتې خوړلې ده نو ځکه دوی دغه فکري محاذ خلاص کړئ، تر څو ددې محاذ د لارې څه لاسته راوړي، دغه مستشرقین په احادیثو کي تخصص کوي او بیا پر احادیثو باندي اعتراضونه کوي، دوی په تفاسیرو کي تخصص کوي او بیا پر تفسیرو باندي اعتراضونه کوي،دوی په فقه شریفه کي تخصص کوي او بیا پر فقه شریفه باندي اعتراضونه کوي، دوی په سیرت النبی کي تخصص کوي او بیا پر سیرت النبی باندي اعتراضونه کوي او داسي نور...
دوی ډېر متعصب او سپین سترګې اشخاص دي و ماته د قرآنکریم دغه مبارک ایات رایاد سي: (قَدْ بَدَتِ ٱلْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ وَمَا تُخْفِى صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ )ـ سورت آل عمران: ۱۱۸
ژباړه: د هغو د زړه دښمني له خولې څخه راوځي او څه چي هغوی پخپلو سینو کي پټ ساتلي دي هغه له دې څخه زیات دي.
دوی به تر قیامته پوري پوره کوښښ کوي چي د اسلام مبارک دین له منځه یوسي خو دا د دوی د توان کار نه دی بلکي دوی به له منځه ځي، ( رب العزت فرمايي: يُرِيدُونَ لِيُطْفِـُٔوا نُورَ ٱللَّهِ بِأَفْوَٰهِهِمْ وَٱللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَٰفِرُونَ (سورت الصف: ۸)
ژباړه: دوی د خولو په پوکيو سره د ( د رڼا مړه کول غواړي او د ( فیصله داده چي چي هغه خپله رڼا بشپړه خوره کړي که د کافرانو دا هر څومره بده ايسي هم.
د نړۍ څو مشهوره مستشرقين:
درمنګم، نولدکې، تامس کارلائل، بلاشیر جیفری، ګولډزیهر، ګریم، ګب، ټسډال، الحداد، هوبرټ ګریم، ګریم کس، ګستاؤلیبان، ویلز، کلیمنټ، وارټ، پروفیسر تور آندرې، کازانوا، ډاکتر منجانا او داسي نور...
دغو مستشرقین پر اسلام باندي مختلف اعتراضونه کړیدي، د بیلګي په ډول سره: قرآنکریم د خدای کلام نه دی، دا ځکه یو مستشرق وايي چي محمد ﷺ دغه قرآنکریم له زید بن حارثه څخه زده کړ(العیاذ بالله)، بل مستشرق وايي چي له ورقه بن نوفل څخه یې زده کړ، بل مستشرق وايي چي له شاعر امیه بن ابی الصلت د شعرو څخه یې را اخستی دی، بل مستشرق وايي چي د امرؤ القیس د شعرو ټولګه ده، ځیني وايي چي قرآنکریم له تورات او انجیل څخه اخیستل سویدی . (العیاذ بالله ) (مجلة العالم الاسلامی اکتوبر ۱۹۵۵)
همداسي دوی په لکونو احمقانه، د تعصب او حسد څخه ډک اعتراضات پر اسلام باندي کړیدي، چي ځیني به زما په راتلونکي کتاب (سالم فکر وکړئ) کي به ځواب سي. او همدارنګه به د مستشرقینو په هکله بشپړ معلومات پکښې وي. ان شاء الله
دغو مستشرقینو بیا په اسلامي نړۍ کي ځنیي داسي مشهورې څهرې د مادیاتو په مقابل کي استخدام کړیدي چي په نامه مسلمانان بیا دغه د مستشرقینو دنده و سرته رسوي، لکه غلام احمد پرویز، غلام احمد قادیانی، جاوید احمد غامدی چي مطلق له مبارکو احادیثو څخه منکره دي، مولانا وحیدالدین زمان خان هم له ډیرو احایثو څخه منکره دی، چي ما د وحیدالدین او جاوید احمد غامدی د شبهات رد کړی او علمي ځواب مي په تفصیل سره زما په چاپ سوي کتاب (نړیوال سوالونه ځوابونه) کي ورکړیدی، د غلام احمدپرویز ډله (پرویزان) وايي چي موږ صرف قرآن منو او احادیث نه منو، جاوید احمد غامدی وايي چي قرآن منم او په احادیثو کومه عقیده نه ثابتیږي.
نور بیا...