nunn.asia


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


نن ټکی اسیا - ازاده او خپلواکه ویب پاڼه

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


یجو د ژینو تړون لاسلیک کړ - ده د جنرال ضیاء الحق د خوښي پر خلاف په ټول ګوندیز کنفرانس کې د ژینو تړون د لاسلیک موافقه تر لاسه کړې وه، - له همدې امله ضیاء الحق د ده حکومت ړنګ کړ. خو د ژنیو تړون لاسلیک شوی و.

له دې دمخه د اوجری کمپ «د افغان جهاد د وسلو او مهماتو ډيپو» د چاودنې پر پلټنو د جونیجو ټینګار، د ملکي حکومت او جنرالانو تر منځ ترینګلتیا غوړولې وه... خو د ژینو تړون پر لاسلیک بیړې د جونیجو حکومت ټغر ور ټول کړ.

که ژینو تړون کي د ناپېیلی موقت حکومت ټینګښت پاموړ بلل شوی وای ، ښایي د وروستيو جګړو او بد مرغیو مخه نيول شوې وی. والله أعلم

په دننه کې د پخلاينې او روغې جوړې هره هڅه د مقابل لوري پر حذف او تسليخيدو را ګرځېده. د کابل سوله د مجاهدينو د تسلیمېدو او واک کې د ګډون په غوښتنه را ټوله وه، مجاهدينو کابل رژیم ایله د بښني وړ ګڼلی شوی.

یوه غاړه هم په مناسب وخت د ناپېیلي حکومت ټينګښت ته نشوی ور ګرځېدی، هري غاړې له سولې خپل ناسم تعريف او تصوير درلوده چې د سولې ټولمنلی او رښتینی تعریف نشوای ګڼل کېدای.

مجاهدین او کابل رژیم دواړه داخلی اختلافاتو او ډلبندیو د پټو معاملو او توطیو په شر او د ملي ګټو او ارزښتونو پر سر د بې توپيرۍ او سودا ګری په هوس اړولي وو.

چې خبر په ګمراهيو د رڼا شوم

زه د ستورو له کاروانه را جلا شوم

د سحر ستوريه پرېوځه چې سبا شو

زه په ټولو رهبرانو ناویسا شوم

«تقویم الحق کاکاخېل»


له پردي تیري تر تنظیمي جګړو
https://www.nunn.asia/?p=184496
شهرت ننګیال - ۱۲ ګرامه ماغزه

د افغان ربړې اواری لومړی پلا د ژېنو مذاکراتو تر سرلیک لاندې ۱۹۹۲ کې د ملګرو ملتو لخوا نژدې شپږ کاله وشاربل شو.

د خبرو پروسه د ملګرو ملتو سرمنشي خاوبر پېرېز دېکوېلار ځانګړي استازي كوردوویز پر مخ وړه، د ۱۹۸۸ د اپریل ۱۴مه يو تړون دریو سندو کې، څلورو تنو هر يوه د کابل له اړخه د بهرنیو چارو وزیر عبد الوكيل، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زین نوراني، د امریکا بهرنیو چارو وزیر جورج شولتز او د شوروي اتحاد بهرنیو چارو وزیر اېډوارډ شېواردنادزې په لاسلیک اعلان شو.

ژېنو خبرو افغانستان کې د سولې په پرتله د شوروي پوځیانو وتلو ته د لارې برابرېدو موخه لومړۍ ګڼله، پاکستان د مداخلې مخنیوي د ((رسمي پولو)) تر منځ د ډېورند تپلې کرښې د رسمیت پېژندلو په نیت د ربړې یو لوری برمته کړی و.

کابل له دغو خبرو سره د خپل مشروعیت ثابتولو هیلې پېيلې وې، امریکا خپلو اوږدمهاله موخو او ګټو ته لار، لوري او ګودرونه کتل -

ځکه خو د ربړې اواري ته سالم میکانېزم او د جګړې د پای ته رسېدو لومړیتوب ته له هماغه پیله نه دا چې په ټيټه وكتل شول بلکې له سره د خبرو اجنډا کې نه و نیول شوې.

ژېنو خبرو یوازې له افغانستان د شوروي لښکرو وتلو ته مخه ورکړی شوه، جګړه يې پای ته ونشوی رسولی، د دغه تړون په مټ د ۱۹۸۸ د می له پېنځلسمې د شوروي عسکرو وتل پیل او د ۱۹۸۹ د فبرورۍ پر ۱۵مه بشپړ شول، خو جګړې دوام وموند، سوله رامنځ ته نه شوه او يو ناپېیلی حکومت جوړ نکړی شو - د ژېنو مذاکراتو اجنډا کې د جګړې مخنیوي، د سولې ټينګښت او ناپېيلي حکومت جوړېدن ځای نه شوی لرلى، چې د خبرو اړخونو او بهرنیو ځواکونو خپلو ګټو او موخو ته د رسېدو هیلې پاللې، ځکه خو د شوروي عسکرو له وتلو سره نه دا چې جګړه پای ته ونه رسېده بلکې لا پسې وغځېده او خونړۍ شوه.

د ژینو مذاکراتو بهیر کې کوردویز افغان ربړه ۹۵ سلنه اواره اعلان کړه، چې له امله يې د کډوالو تر منځ د بېرته ستنېدو تلوسه دومره وغوړېده چې ډېری کډوالو د خپل بار بسترې را غونډولو تابیا ښودله.

استاد پژواک له حقوقي او دېپلوماتیک پلوه له هماغه پیله دغه پروسې ته ګوته ونیوه، افغان مجاهد او مجاهد ولس کې يې په دې اړه په پاخه سياسي منطق او ملي لیدلوري ولاړې لیکنې خپرې کړې چې د ولسمل په اهتمام هماغه وخت په كتابي بڼه چاپ شوې.

استاد پژواک په هر ډول منځګړیتوب او اواري کې د افغانانو د ملي ارادې د درناوي غږ پورته کړ او د پاکستان له خوا يې د افغانانو استازيتوب مردود ګاڼه. له بده بخته تنظيمو د استاد پژواک له سیاسي بصیرت، دیپلوماتیک منطق او ملي درایت ګټه پورته نکړی شوه، په وچ او شعاري مخالفت ودرېدل. لکه څنګه چې افغانستان د امریکا له لاسه د شوروي کومي ته ولوېد، دغسې د ملګرو ملتو کاواکيو د افغانستان ربړه د يوه بل شر غېږې ته وروغورځوله.

استاد پژواک تر نړيوال نظارت لاندې يوه ځانګړي کنفرانس چې لاندې اړخونه پکې برخوال وي وړاندیز درلود...

١- د ملګرو ملتو د امنیت شورا دایمي غړي.

۲- ټول افغاني ګوندونه/ تنظیمونه د خلق، پرچم په ګډون د ګوند په توګه، نه د حکومت

۳- د اسلامي کنفرانس استازي.

۴- د ایران، پاکستان استازي.

د وړاندیز له مخې ملګري ملتو ښايي د سولې لپاره د ټکر د مخنیوي په موخه خپل ځواکونه چمتو او د آزادو ټاکنو د څار لپاره یو پلاوی ټاکلی وای په دې شرط چې د افغانستان ګاونډیان د ملګرو ملتو ځواکونه او ټاکنو پلاوي کې برخه ونلري، د ټاکنو پایلې باید ملګرو ملتو تضمین کړې وای، عبوری حکومت ښايي د اساسي قانون مسوده رامنځ ته کړي او د لويې جرګې جوړېدو ته مخه پرانیستې وای...

د امریکا او پاکستان هوس د شوروي په ماتې نشوی خړوبېدی، ځکه خو پخپلو ژمنو نشوى درېدی.

سیمه کې د شوروي او امریکا د موخو، ګټو او غوښتنو توپیر څه کېدی شوی...؟

سړی ویلی شي چې امریکا د بل پر اوږه د ټوپک اېښودو پالیسي پاموړ ګوري...

لويديز او امریکا وار له مخه د شوروي تيري پر ضد د افغانانو جګړه د کمونېزم او اسلام جنګ ګرځولی، ځکه خو جګړه د افغانانو له ارادې دباندې وغځېده... امریکایي او لویدیز سکالران - پروفیسوران د اسلام او جهاد په ليکچر بوخت وو.

له همدې ځایه وه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه جنګيالي دغه جهاد ته راوبهېدل، هېچا ددغو جنګياليو سبا ته ونه کتله، که ددغو جنګياليو اجنډا د افغانانو له هغې سره په ټکر کي راوځي، امریکا به د خير غونډۍ ته ختلی وي ...؟

ضیاء الحق غوښتل تړون د مجاهدينو مشرتابه لاسلیک کړي، که نه وي لږ تر لږه د مجاهدينو پلاوی ژنیو کې وي ، خو مولوی خالص د اتحاد د مشر په توګه نشوای چمتو کېدای ژینو ته ولاړ شي، جنرال ضياء له ده وغوښتل د ژینو سفر او د سند لاسلیک ته غاړه کیږدي، خو خالص له ریاست استعفا وکړه.

حکمتیار د اتحاد موقت مشر شو، خو وړاندې له دې چې د مجاهدینو پلاوی ژنیو ته ولاړ شي جون


پېښور: روغتون کې د ICU بسترونو د نه شتون له کبله ۷ ناروغان مړه شوي
https://www.nunn.asia/?p=184492
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د حکومتي روغتون «لیډي ریډنګ» کې د آی سي یو بسترونو د نه شتون له کبله د ۷ ناروغانو د مړه شویو خبر ورکړل شوی دی.

د کرونا غبرګون ډلې مشر ډاکټر سلما د لیډي ریډنګ روغتون مدیریت ته په یوه لیک کې ویلي چې د جدي تشخیص ناروغۍ د خونو نه شتون له کبله په روغتون کې ۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې یو یې د نبض څانګه کې د اسانتیاو نشتوالي له کبله مړ شوی دی.

ددغې پېښې په اړه په راښکاره شوي مکتوب کې لیکل شوي چې د روغتون د آی سي یو بسترونو شمېر باید لوړ شي. دغه پېښه د اپریل میاشتې په لومړۍ شپه شوې ده.

مکتوب کې د ناروغانو په جدي وضعیت هم اندېښنې او پوښتنې راپورته شوې دي.

په دغه لیګ کې د روغتون مدیریت پوښتل شوی چې کله په ICU واټ کې بسترونه نه وي او ناروغان په ټپي حالت کې راوړل شي څه باید وشي؟

د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم رسنیو ته ویلي چې د روغتون مدیریت د ناروغانو د مړینې خبر په پام کې نېولی او یوه کمېټه یې جوړه کړې چې په ۴۸ ساعتونو کې به د څیړنې راپور وړاندې کړي.

هغه وویل، اداره د اکسیجن له کموالي یا کوم بل لامل څخه خبره نه وه، د طبي برخې مدیر هم په ۴۸ ساعتونو کې د کرونا مرکز له تنظیمونکي څخه توضیحات وغوښتل.


طالبانو په فاریاب کې له ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
https://www.nunn.asia/?p=184488
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې طالبانو له ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، په دغو مرسته شوو خوراکي توکو کې د هرې کورنۍ لپاره اوړه، غوړي، حبوبات او مالګه شامل دي، چې د یوې منظمې پروسې له مخې ورته ویشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د فاریاب ولایت یو شمېر ولسوالیو خلک د «وچکالۍ» او پوځي عملیاتو له کبله له مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د مرستندویه ټولنو مرستو ته سترګې په لار دي.
باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایاتو کې له اړمنو او ناچاره کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړي او هڅه کوي چې د مرستو د ویش دغه لړۍ د هېواد ټولو بې وزلو او جګړه ځپلو سیمو ته وغځوي.


لاخو مټې شته لا تورې میوندي شته/ مهاجر
https://www.nunn.asia/?p=184472
هلال مهاجر

لاخو مټې شته لا تورې میوندي شته
لا امت کې لارویان د ایوبي شته

د عمر په مسیر تلونکي زلمي ډیر دي
د منصور د څنګ ملګري غیرتي شته

حقاني که له دنیا دی کوچیدلی
کورنۍ کې یې بلا د کار سړي شته

شکر شکر دا ملت بې څوکه نه دی
لا بچي د میرویس خان او غزنوي شته

د دښمن د هر یو  ظلم انتقام ته
سپین لښکر مو د فاتح او د بدري شته

د یرغل خلاف مو ګران افغانستان کې
ډیر باتور باتور باننګه شاه زلمي شته

امارت په داسې خلکو کانې وکړې
نه یې سیال شته په نړۍ نه یي ثاني شته

له کږې پګړۍ دی ځارشم برادره
روب هیبت دې د کاږه واګه پټکي شته

د سر زورو کبرجنو مقابل ته
شکر خدایه امارت اسلامي شته

دا هیواد امپراطوریو ته زوال دی
دا اعــزاز یې له ازله قـدرتي شته

ستا دعشق په تور مجرم طالبه یاره
د هلال په څیر سپیڅلي لیوني شته


کندهار کې پر مسافر وړونکي بس د ټانګ خیژولو له کبله ۱۷ مسافرو ته مرګ ژوبله اړولې
https://www.nunn.asia/?p=184460
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د مسافرو په ۴۰۴  بس موټر د پولیسو د ټانګ خیژولو له کبله لږ تر لږه ۱۷ مسافرو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړل شوی دی.
دا پېښه نن ماښام د میوند ولسوالۍ بازار ته څېرمه دوراهي سیمه کې د پولیسو پوستې ته څېرمه هغه مهال رامهال رامنځته شوه کله چې د پولیسو یو «نشه یې» موټر چلوونکي پر مسافر وړونکي بس موټر هاموې ټانګ ور وخيژولو.
له پېښې سره مخ شوی ۴۰۴ بس موټر د هلمند ټرانسپورټي شرکت اړوند دی، چې له لښکرګاه څخه کابل ته روان ؤ.
ځايي چارواکي وايي، د پېښې له ځایه ۱۴ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي او د درې تنو مسافرو مړي او ژوندي په هکله بیخي معلومات نشته.
د چارواکو په خبره په دغه پېښه کې یو پولیس هم وژل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو او عسکرو ټانګونه د بې احتیاطۍ او «نشې» له کبله د مسافرو موټر باندې خيژول کیږي، بلکې تردې وړاندې هم ورته لسګونو پېښو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
که څه هم د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو چارواکي د پولیسو او عسکرو په لیکو کې د نشه یې توکو او چرسو په استعمال د کلک بندیز خبره کوي؛ خو لاهم د پولیسو او عسکرو په لیکو کې د نشه یې توکو او چرسو استعمال د «معمول» خبره ده، د کومې له کبله چې د دولتي عسکرو په لیکو کې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.


اتمر له جرمني مننه کړې چې افغانستان کې يې پوځي حضور وغځاوه
https://www.nunn.asia/?p=184464
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» په کابل کې د جرمني له سفیر سره په لیدنه کې له نوموړي مننه کړې، چې هیواد یې په افغانستان کې خپل پوځي حضور تمدید کړ.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر نن د جرمني له سفیر «اکسل زیدلر» سره ولیدل.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په دې لیدنه کې دواړه لورو د افغان سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه وغږېدل او اتمر له جرمني مننه وکړه چې په افغانستان کې يې خپل پوځي ماموریت وغځاوه او له افغانستان سره يې په امنیتي، نظامي، کلتوري او نورو پراختیايي برخو کې مرسته کړې.

د خبرپاڼې په بنسټ، دواړه لوري د افغان سولې پروسې په اړه وغږېدل او د سولې پروسې راتلونکو پړاوونو ته د چمتووالي په اړه یې خبرې وکړې.

اتمر داسې مهال له جرمني مننه کوي، چې څو اوونۍ وړاندې د یاد هیواد پارلمان تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو طرحه تصویب کړه.

ورته مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روانې میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

طالبانو ګواښ کړی، که بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي، په وړاندې به یې تونده جګړه پیل شي، چې د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د بهرنیو پوځیانو په غاړه وي.


زرپارې«درويشتمه برخه»
https://www.nunn.asia/?p=184461
ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني

ژباړن: احمد ګل ریان

عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ته نصيحت:
عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د عمر رضی الله عنه لمسي سالم بن عبدالله رحمه الله ته ليک وليږه، چې د عمر بن خطاب رضی الله عنه خطونه ورته واستوي. سالم بن عبدالله رحمه الله ځواب ورکړ:
عمره! هغه پاچايان درياد کړه چې د خوندونو اخيستل يې کله هم نه ختمېدل، نن يې سترګې چاودلې دي، هغه چې خېټې يې نه مړېدې، نن خپله د دوی خيټې پخې شوې دي، نن ورځ د زمکې په غېږ کې له هغوی څخه داسې مرداري جوړه شوې ده چې يو ادنی فقير يې خوا ته ورشي، هم به يې له بد بويي نارامه شي.

د نعمت اثر بايد ښکاره شي:
امام ابو حنيفه رحمه الله يوه ورځ په خپل مجلس کې يو سړی وليد چې زړې او شکېدلې جامې يې پر تن وې. امام صاحب دې سړي ته وويل: جای نماز پورته کړه او څه چې ترې لاندې دي، هغه واخله.

سړي جای نماز پورته کړل او زر درهمه يې وليدل. امام صاحب ورته  وويل چې دا درهم درسره واخله او ځان ته پرې کالي جوړ کړه.

سړي وويل: زه دولت لرم، الله تعالی راباندې ډېر نعمتونه لورولي دي، دې دراهمو ته اړتيا نه لرم.
امام صاحب ورته وويل: تا دا حديث نه دی اورېدلی چې الله تعالی دا خوښوي چې په بنده يې نعمتونه ښکاره او نور خلک وويني؟ تا بايد ځان پاک او نوي کالي اغوښتې وای، تر څو دې په ليدلو نژدې دوستان خپه نه شي. (خطيب رحمه الله: تاريخ بغداد ج: ۱۳ ص: ۳۶۱، بيروت)


ۍ او د ملی یووالي درلودل ضروري دي، له هغه وروسته یو په بل باور، یو بل ته درناوی، تعلیم او تربیه، نظم دسپلین، څارنې، پلټنې، د هر څه قانوني کول، د ډول ډول پروژو توسيع، د معدنیانو دسترسي، د نشه يي توکو کرلو او تهیه کولو مخنیوی، د کرنې او مالدارۍ کمیت او کیفیت لوړولو او نورو ټولو ساحو د خود کفا کولو اړتيا ده، هغسې اردو بايد ولرو چې هدف یې د معاش په ځای د خاورې، خلکو او خپلواکۍ څخه دفاع وي.
اردو، پولیس او امنیتي قواوې باید بې طرفه او ځانګړې لایحې ولري، د هیواد بیا جوړونې لپاره د خلکو د اوږو پر ځای د خلکو په زړونو حکومت وشي الهي نظام کې الهي اصول حکومت کوي او حاکمان د ټولنې خادمان وي.

د الهي اصولو عمده هدف عدالت یا حق حقدار ته رسول او  د جرم د مخه د جرم مخه نیسي، انسان د انسان په واسطه نه استثماریږي، د خلکو ترمنځ امنیت او سوله قایمیږي، د باور فضا کې انسانان له طبیعت دومره بې شمېره لاسته راوړنې ترلاسه کوي چې د نفوس د کنټرول اړه نه محسوسیږي.

۷ ــ د ګاونډیانو او نړیوالو سره ښې اړیکی:
همدارنګه د ګاونډیانو، اسلامي نړۍ او نړیوالو سره د راکړو ورکړو او ښو اړیکو زېږول او د دښمنیو د عواملو پلټل او د هغو په مسالمت امیزه ډول لرې کولو هڅې جاري وساتل شي، د ګاونډیانو سره د دښمنیو په ځای دوستي پیل شي، دا نړیوال کفر دی چې، زمونږ د هر یوه جلا جلا ښکار کولو لپاره یې له ګاونډیانو سره د دوستیو په ځای د دښمنیو سره مخ کړي یو.

پای


سمي نهادونه ولري.

۳ ــ د کار او زده کړو زمینه سازي:
د پرله پسې اشغالو له امله مو سپیڅلی اسلامي فرهنک په غربي ګنده فرهنګ ملوث شوی، د ښځو حقوق، بشر حقوق او داسې نورو حقوقو د دفاع په نوم یې زموږ ټولنې او حتی زموږ کورنۍ متلاشي کړې، میرمنې د میړنو او میړونه له میرمنو، مور او پلار له اولاد او اولاد له مور او پلار لرې او جلا کړي، رښتينې خپلوۍ او دوستۍ نشته، په منفي مادي رقابتو کې یې ننویستلي، د باور فضا خړه پړه، د مېرمنو له زړونو او مخونو  پړونی لرې شوی، د میرمنو او میړنو تر منځ صرف جنسي اړیکې تبادله کیږي، زمونږ ټولنې یې له اسلامي ټولنیز فرهنګ د غرب فردي فرهنګ ته کشولي.

د راتلونکي اسلامي حکومت دنده ده چې د ټولنې د هر قشر لپاره د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د کار او زده کړو زمینه سازي وکړي، مناسب او مصئون چاپیریال ورته ولري.

هره کورنۍ د يوې مؤسسې په شان ډیرو کړنو او څارنو ته اړه لري. د ښځینه فطري جوړښت د کور دننه خفیفه کړنو او د نارینه فطري جوړښت له کوره بهر ثقیله کړنو لپاره مساعدت لري، میرمنې د بچو راوړلو، روزلو، لویولو، پخلی، د کور پاکولو، څارلو او ورته نورو کړنو لپاره طبیعي استعداد لري، د مېرمنو ښکلا او نرم بدن د مېړونو د جذب او د ماشومانو د ښې روزنې لپاره خلق شوي، میرمنې د کور په سیوري او د کورنۍ خفیفه کړنو کې هغه طبیعي ښکلا هم له لاسه نه ورکوي او د مېړه سره د ښه او ډیر وخت تیرولو له امله د ماشومانو راوړل او په ښه روزنه لویول هم زیاتیږي او میرمنې د نارینه وو پرتله د ثقلیه کړنو لپاره کمزوري اندامونه او لږه انرژي لري، ښځې د کور دننه لا ښکلې او نارینه له کوره بهر کړنو کې لاپیاوړي کیږي.

که مېړه او مېرمن دواړه بهرنۍ کړنې تر سره کوي د نورو ماشومانو د زېږېدلو مخنيوی کیږي، میرمنی به  د نورو نارینه وو او نارینه به د  نورو میرمنو سره د ګل او بلبل اړیکې زیږوي او میرمنې به د خپلو معاشو په لرلو له میړونو خود کفا احساس کوي چې له امله به یې د بې باوریو او د شتمنیو لړۍ پرانستل شي، مور به بل میړه او میړه به بله ښځه کوي، که ماشومان لري د هغو برخه لیک به هم کرغېړن کله دلته او کله هلته، د کور دننه کړنو او ماشومانو لویونې او روزنې لپاره به نورو ته معاش ورکول کیږي، په دی واسطه به د کور دننه کړنې او د ماشومانو روزنه به څرنګه چې لازم وي پرمخ نه وړل کیږي.

په هر صورت، بیا هم هغه پیغلې یا میرمنې چې د کور د چارو او ماشومانو په  روزنه سربېره د کار او زده کړو ترلاسه کولو سره مینه لري او ټولنه هم ورته اړه لري، اسلامي حکومت یې د کار او زده کړو مخه نه یواځې نه نیسي بلکه اسانتیاوې او برابر چاپیریال هم ورته برابروي، د کار او زده کړو لپاره مناسب چاپیریال چې د هغوی عزت پکې خوندي وي یعنې د کار او زده کړو چاپیریال کې یې ټولې ميرمنې وي لکه د نجونو ښوونځی، د نجونو پوهنځی، د مېرمنو او یا ماشومانو روغتونونه او داسې نور، مګر کار او زده کړې یې باید د مېړه او مور او پلار سره په تفاهم او اجازه ترسره شي.

راتلونکی اسلامي حکومت ورته د اسلام په رڼا کې منظمه پلان ګذاري او سرمایه ګذاري ولري.

۶ ــ  د نشه يي توکو او فساد مخنیوی:
نړیوال استعمار د مظلوم بشریت د استثمارولو لپاره له انساني ټولنو د ځنګل، وحشت او زور ټولنه جوړه کړې زور یې قانون او په زور حکومت کوي، د ځنګل لیوانو په شان له هر ډول بدو کړنو او بدو وسیلو کار اخلي لکه زموږ هیواد یې د ممنوعه وسلو او بمونو لابراتوار جوړ کړی، د مور تر بمونو یې پکې وکارول چې افغانان به یې تر ډېرو پیړیو بیه پرې کوي، زموږ هیواد یې د نشه يي توکو د تولید، ترویج او قاچاق کې د نشه يي توکو لومړۍ درجه نړیوال مارکیټ جوړ کړ، د نشه يي توکو نړیوال مارکیټ نوي سلنه نشه يي توکي له افغانستان څخه تر لاسه کوي.
یو مقدار یې زموږ هیواد کې د خلکو د مقاومت کمولو لپاره کارول شوي چې څو ميليونه ځوانان  نیم مړه او نیم ژوندي ګرځي او نورو هیوادو ته یې قاچاق د جنګ تاوان جبرانوي.

په هر صورت، راتلونکی اسلامي حکومت د نشه يي توکو د تولید، قاچاق، فساد او نورو ټولو رزیله کړنو د مخنيوي لپاره منظمه پلان ګذاري، بدیلې لارې، فعاله نهادونه، تفتیش او څارنه شتون ولري، د روږد شوو د بیا رغولو لپاره ځانګړي روغتونونه، مسلکي زده کړې او د کاریابۍ ادارې ولري.

۵ ــ  د مهاجرینو راستنول:
د اشغال څلور لسیزو وحشت د هیواد پنځمه برخه افغانان لرې او نزدی هیوادو ته په هجرت کولو اړ کړل، راتلونکی اسلامي حکومت باید د نورو مهمو کړنو تر څنګ هیواد ته د هغو مهاجرینو د بیا راستنولو لپاره په بهر او کور دننه پرله پسې هلې ځلې پیل کړي چې مهاجرین دوباره خپل هیواد ته راستانه او د هغوی له زده کړو او انرژۍ څخه د هیواد بیا جوړونه کې ګټه واخستل شي.

۶ــ هیواد امنیت او بیا جوړونه:
د هیواد بیا جوړونې لپاره کانکریټي ودانۍ او قیر سرکونه نه بلکه د خپلواکۍ، الهي نظام، اسلامی قانون، امنیت، سوکال


د اسلامي حکومت جوړولو طرحه«وروستۍ برخه»
https://www.nunn.asia/?p=184458
الحاج استاذ بیانزی

تعلیم و تربیه، بیا جوړونه او امنیت:
د معارف، لوړو زده کړو، امنیتي قوې، د بیا جوړونې او داسې نور وزارتونه، د وخت او ځای د شرایطو له مخې د هیواد د امنیت، بیا جوړونې او د تعلیم او تربیې لپاره اړین پلانونه تل نظر کې لري او باید ویې لري مونږ مو نورو مهمو ټکو ته پام را اړوو:

درسي کريکولم:
زموږ هیواد د پرله پسې اشغال او هم ټول عمر د عیاشو شاهي رژیمونو شاهد دی چې د خپلو فاسدو رژیمونو د بقا لپاره به یې تل د اسلام د پراختیا او پیاوړتیا مخه نیوله، تش په اسلامي شعارو به یې خلک چوپول، بار دننه پالیسي به یې د استعماري قدرتو په فرمایشو چلیدله او استعمارګرو به له اسلام او الهي نظام ډارول.

استعماري قدرتونو زموږ د ټولنیز جوړښتو په ویجاړولو او طبقاتي کولو سربېره د ټول هیواد د مکاتبو له درسي کريکولم اسلامي مؤثر مضامین حذف یا کمرنګه کړل او په ځای يې د غربي دیموکراسۍ او بې بندوباره ازادیو مضامین ننویستل او د الهي نظام د قایمیدو مخه یې ونیوله.

سربیره پر دې، مدرسې یی له مکاتبو جلا کړې، د دیني زده کړو لپاره یې مدرسې او مساجد او دنياوي زده کړو لپاره یې مکاتب ځانګړي کړل، مکاتب یې له اسلامي زده کړو او مدرسې یې له ساینس او سیاست بې برخې کړل، د مکاتبو شاګردانو ته به مکتبیان او محصلین او د مدرسو شاګردانو ته به طالبان ویل کیدل، طالبانو او ملایانو به مکتبیان ګمراه او مکتبیانو به د مدرسې طالبان او ملایان بی لارې ګڼل، په دې واسطه یې عملي بڼه کې اسلام او سیاست سره جلا او مکتبیان یې په اسانه په استعماري ایزمونو کې ننوېستل چې د اسلام سپیڅلي دین سره یې ورته کرکې وزېږولې.

سربیره پر دې د مکاتبو لپاره هر څه او د مدرسو لپاره هیڅ نه و، راتلونکی اسلامي حکومت باید که مناسبه وه مکتب او مدرسه سره یو کړي که نه د مدرسو لپاره هم د مکاتبو په شان منظمې ودانۍ، درسي مواد، له معیار سره برابر ښوونکی، میز چوکۍ، رسمي ازموینې او رسمي اسنادو جوړولو  او ورکولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، یا درسي کريکولم باندې له سره غور وشي، لږ تر لږه مکاتبو کې مؤثره او اړین اسلامي مضامین او مدرسو کې هم مؤثره او اړین ساینسي مضامین شامل او طالبان د مساجدو او مدرسو له له چارچوبو بیرون کړي يعنې د مکتبیانو په شان بهرنيو اسلامي هیوادو ته د ماسترۍ او دکتورا تر لاسه کولو لپاره چانس ولري، حکومتي او مسلکي ادارو کې د کار جوګه شي.  ټول هیواد کې د ابوحنیفه یو ښوونځی، یو دارالعلوم، او یو اسلامي پوهنځی او هغو کې هم ساینسي مضامین نه تدریس کیدل، مکتبیان له اسلامه ناخبره، قران یې له مخې نه شو لوستلی، نړیوال کفر په جلا جلا ایزمو کې ورننویستل، بې دینه شو.

ملایان او طالبان سیاسي او مسلکي زده کړې نه لري له مسجدو او مدرسو بهر ورته کار نشته، همدا د سیکولریزم پلان ګذاري وه چې دین له سیاسته عملي بڼه کې جلا کړي، خلکو له ملایتوب ځانونه لرې ساتل، چې له امله یې د طالبانو او ملایانو شمیر ورځ له بلې کمیدلو.
مکتبیان انجینران، ډاکټران، سیاست مداران، حقوقدانان او داسې نور جوړېدل ماستري او دکتورا ترلاسه کولې، حکومت او سیاست هم د مکتبیانو (سيکولرانو) په واک او کنټرول کې وي. مکتبیان به له دین سره د دښمنۍ له امله د سیکولریزم په ګنده لومو کې ولویدل او له هغه وروسته به د نړیوال استعمار نانځکې شوې.

راتلونکی اسلامي حکومت باید د مکتب او مدرسې دغه فاصله لرې کړي، دواړه یوه مکتب او یا یوه مدرسه کې د یو طالب یا یوه شاګرد د نوم لاندې چې دیني او دنياوي دواړه زده کړې پکې تدریس کیږي؛ متحد او ونغاړي یا مکاتبو کې څه اړینې اسلامي زده کړې او مدرسو کې څه د ساینس او سیاست اړینې زده کړې شروع شي او مدرسو لپاره هم د مکاتبو په شان منظمې ودانۍ او رسمي ادارې ولري، که نه موږ به بیا او بیا د ورته برخه لیکو سره مخ کیږو.

۲ــ د ایزمونو او ګوندونو په اړه:
نزدې نیمه پېړۍ نړیوال کفر زموږ خلک، خاوره او خپلواکي اشغال کړې وه، مجاهد ولس د اسلامي امارت په قیادت اشغالګر له خاورې وشړل، خپلواکي یې ترلاسه کړه مګر ذهني اشغال ختمول به څو پېړۍ ونیسي، ایزمونه او ګوندونه به بیا او بیا وده کوي او تاریخ به بیا او بیا تکراریږي، د دغه ذهني اشغال ختمولو لپاره د ایزمیانو او ګوندونو (حتی اسلامي ګوندونه) ته د یو واحد اسلام بلنې اړه ده، الله ج فرمایی(وعتصموا بحبل الله جميعأ ولا تفرقوا... ) ترڅو د اسلامي فرهنګ سره په عملي بڼه کې بلد او پخپله خوښه د اسلام اړینه برخه ومني او عملي او پر کړي، د ښوونځیو، پوهنځیو، تلویزونونو، رسنیو اخبارو او داسې نورو کې د منظمو پروګرامونو لرلو سره سره د مسالمت امیزو مناظرو دایرولو لپاره هم مناسب رسمي چاپیریال جوړ شي، تر څو سيکولران له ایزمي ناولتیاوو سپیڅلي چابیریال ته راوګرځي، راتلونکی اسلامي حکومت باید خپل حکومتي تشکيل کې د دې لپاره منظم او ر


نظامي کمیسون که بې تېکې توره!
https://www.nunn.asia/?p=184455
ډاکټر احرار

الحمد لله موږ پخپل قیادت ویاړو تل یې د اسلام او خاورې د دفاع اړوند پریکنده پریکړې کړي چې له ورایه د بشپړ تفکر او درایت ښکارندویه وي، له شل کلنې جګړې وروسته چې زموږ ولس او طالب مشرانو نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړي، په سیاسي ډګر کې یې هم کارنامې د یادولو وړ دي، د کفري نړۍ ټول اتهامات چې طالبان ترهګر دي، افراطیان دي، زورواکي دي، یوازې د جګړې په ژبه پوهیږي رد کړي او خپل سیاسي ځراکت یې وړاندې کړ، یو تاریخي تړون یې لاسلیک کړ، بیایې په تېر یو کال کې د تړون پوره ساتنه وکړه او د اسلام د حکم په اساس د کړې وعدې حفاظت یې وکړ، اشغالګر یې له مرګ، زخم او ډار نه وایستل او ولس ته یې امید ورکړ چې سولې ته رسیږو.

داچې اشغالګر دین او اصل نلري یاد تړون یې په څو مواردو کې نقض کړ او خپله زورواکي یې بیاهم وازمایله او اشغال پلوه رسنۍ یې ملاتړې وې، یوازې د طالب دفاعي عملیات یې یادول د ولس په ویر ورګډ نه و د اولس تلفات یې نه منعکس کول د صفر یک قطعات چې د بلیک واټر کرایه شوي ځواکونه دي؛ د خلګو په کورونو چاپې ولس وژنه او لوټ مار یې ګډ کړی و، د اسلامي امارت مشرتابه مجبورا نظامي کمیسون ته اجازه ورکړه تر څو هیرجن دښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دا یو نیک او پروخت اقدام دی او دا د افغان ولس ترجماني ده.

درې یاداشتونه یا پیشنهادونه لرم چې یو یې د سیاسي چارو او بل دوه له نظامي چارو پورې اړه لري،  نظامي کمیسون دې تندریز او ځنځیري عملیات پیل کړي، مثلاً په یوه وخت کې دې په متعددو ولایاتو او ولسوالیو کې عملیات پیل کړي؛ تر څو د دښمن او ګوډاګیانو څخه لاره ورکه شي، د دښمن ځواک دې په څو نقطو کې تقسیم کړي، که په کوم خاص ولایت یا ځای کې عملیات وي، دښمن یې د دفاع او رسد توان لري ولې که جګړه منتشره او شدیده شي دښمن په ډیرو ځایو کې مصروف شي د خپلو عسکرو اکمال او رسد ورڅخه پاتیږي نور یې عسکر مورال بایلي او طالبانو ته تسلیمیږي.

د طالبانو د روغتیایي چارو کمیسون دې د هیواد په داخل کې مستند جراحان راجلب کړي او د خپلو زخمیانو علاج ته دې زیات مراکز جوړ کړي تر څو یې ټيپانو ته په وخت رسيدګي وشي، تلف نشي او له يوې سيمې څخه بلې ته د وړلو اړتيا پېښ نشي، په دې سره به له يوې خوا د ټپيانو په وخت اداري شوي وي او له بلې خوا به طالبان د نورو له سياسي فشارونو څخه بچ وي.
په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات کې ډاکټران شته دي چې د ناروغانو په تداوۍ او روغتيايي فعاليتونو کې پراخه او قوي مسلکي ونډه لري.

دریم زموږ ویاړلی سیاسي کمیسون او د قطر دفتر دې د مذاکراتو دروازې مؤقت وتړي او د فشار په توګه دې د استانبول غونډه تحریم کړي، په نه ګډون دې د نړیوالو او هم سرحده هیوادونو ډیموکراتیک اتحاد ور وشلوي او د بهرنیانو مکمل وتل، د ټولو بندیانو ازادیدل او د کابل ادارې مذاکراتي ټیم ته د پریکړو په صلاحیت ورکول دې مشروط کړي، که د کابل ادارې خپل مذاکراتي ټيم ته د پریکړو اختیارات ورکړي وای نن به د دوحې تړون له مخې بهرنیان وتل او یو بین الافغاني جوړښت به د غني متبادل جوړ وای.

افغانان د طالبانو ملګري دي او جدي اسلامي پریکړو ته په طمع دي، دښمن غواړي موږ مصروف کړي او د غني فاسد او مرګي حاله دولت ته د ګاونډیانو ملاتړ تر لاسه کړي.

د طالبانو شدید او ځنځیري عملیات او د مذاکراتو تحریم به دښمن بیرته خپلو کړیو ژمنو ته متوجې کړي او طالبان دې ټول جهادی مشران، مدني فعالان او سیاسیون له مختلفو لارو جلب کړي، اعتماد دې ورباندې وکړي، دوی دې هم متیقن کړي او د راتلونکي اسلامي امارت یا حکومت کې د اشتراک او ونډې وعده دې ورکړي، د بیان ازادي د یوې خپلواکې رسنۍ چې اسلام او افغاني فرهنګ ته درناوی ولري اطمینان دې ورکړي همداراز د ښځینو د کار او تعلیم مسئله هم باید د محمدي شریعت او زموږ درانه فرهنګ له مخې باید ولس ته ډاډ ورکړل شي او د هر راز موانعو خاتمه دې وشي تر څو د کابل اداره په خپله د کور دننه خنثا شي او د جمهوریت تابوت ناټویان له ځان سره یوسي.

د اشغال د خاتمې او سوکالۍ په هیله

ډاکټر احرار


د لویانو چوپتیا
https://www.nunn.asia/?p=184446
حامد افغان

محمد بن واسع الازدي (وفاة: 123هـ) رحمه الله ستر امام، مجاهد او تابعي و، یوه ورځ د خراسان والي قتيبة بن مسلم رحمه الله ته په داسې حالت کې ورغی چې د وړۍو چپنه یې اغوستې وه، قتیبة ورته وویل: دا جامې دې ولې اغوستې دي؟ هغه چوپ ناست و! قتیبة ورته وویل: زه درته غږیږم ته ځواب نه راکوې؟!

محمد ورته وویل: دا خوند نه راکوي چې درته ووایم د زهد له امله، ځکه دا د ځان پاکونه او ستاینه ده او که درته ووایم چې د غریبي له امله مې د وړۍو چپنه اغوستې ده؛ دا د الله نه شکایت غوندې کیږي. نو ستا د خبرې ځواب چوپتیا ده. العقد الفريد لابن عبدربه

اوریدلي مې دي چې د کوزې پښتونخوا، صوابۍ ولسوالۍ، زروبۍ سیمې مشهور عالم، مفتي محمد فرید رحمه الله نه به که چا د مرض په حالت کې د مرض پوښتنه وکړه؛ هغه به چوپ پاتې شو!

یو وخت په دې اړه کوم نږدې شاګرد پوښتلی و، هغه ورته ویلي و چې که ناروغي کې د حال پوښتونکي ته ووایم چې ښه یم نو دا دروغ شول او که ورته ووایم چې نه یم ښه، نو دا له الله نه شکایت غوندې شو، ځکه چوپتیا غوره کوم.

یو وخت زموږ مخکې یوه ملګري په مکرر ډول وپوښتی چې صحت مو څنګه دی؟

دی اول کې چوپ و، وروسته یې په موسکا ورته وویل: ډېرې پوختنې خې نه یي...

الله دې جنتونه نصیب کړي.


د ارګ دننه کیسې: اشرف غني وزیران ښکنځي او ګواښونه ورته کوي
https://www.nunn.asia/?p=184450
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني»‌ چې له تېرو اووه کلونو راپدېخوا د حکومت مشري‌ په غاړه لري، وزیران یې له ناوړه چلند شکایت لري‌ او نوموړی تورنوي چې ځيني وخت د کابینې غړو ته ښکنځل کوي‌ او ان یو وخت یې کوم جنرال ته ګواښ کړی و، چې پرتوګ به یې وباسي.

د بي بي‌ سي فارسي‌ څانګې خبریال په کابل کې له ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو وزیرانو او د کابینې له غړو سره لیدلي‌ او له هغوی یې پوښتلي‌ چې د دندې په مهال د اشرف غني چلند ورسره څه ډول وو.

یوه پخواني وزیر ورته ویلي، چې اشرف غني‌ له وزیرانو سره دوه ګونی چلند کاوه، او تر طرحې زیات د طرحې وروړونکی ورته مهم وو ، د عبدالله د برخې کوم وزیر که به هر څومره ښه طرحه راوړه، خو ده به ورباندې توند انتقاد کاوه او د اجراء پر ځای یې رد ته لومړیتوب ورکاوه؛ ځکه نه یې غوښتل چې کومه لاسته راوړنه د عبدالله د ټیم غړي‌ ته منسوبه شي.

د کابینې یوه بل غړي‌ ویلی، چې غني‌ یو وخت د امنیتي‌ ځواکونو پر یوه جنرال غوسه شو او هغه ته یې وویل، چې «که اوس درغلم پرتوګ دې کاږم.»

یو بل تن چې د ګډ حکومت په مهال یې له اشرف غني سره په کابینه کې کار کړی وایي، په لومړیو کې د غني‌ چلند بیخي‌ ښه و‌ او د هغو ورځو یاد لکه د واده د لومړیو شپو او ورځو «عسل میاشتې» یادونه چې کېږي، خوږ لګېږي؛ خو وروسته ورو، ورو دا چلند بدل شو او هر هغه وزیر چې د غني نه خوښېده دوسیه به یې ورته جوړوله.

د کابینې یوه بل غړي سرچینې ته ویلي، چې یو وخت اشرف غني پر یوه وزیر له دې امله غوسه شو، چې ولې یې خپل پلان نه دی راوړی؛ خو هغه وویل، چې اوونۍ وړاندې یې دده دفتر ته سپارلی، چې په غبرګون کې یې غني نور هم غوسه شوه او هغه ته یې وویل «تا غو... خوړل.»

د کابینې یو شمېر پخواني او اوسني‌ غړي وایي، اشرف غني‌ غوښتل له ده سره د یو عالم په حیث چلند وشي او په هره برخه کې چې دی معلومات وړاندې کوي، باید نور ټول ورته غاړه کږه کړي او دده په خبرو هیڅ نقد ونکړي.

ددوی په خبره، له غني‌ سره په ناستو کې هیڅ وزیر او معین حق نه درلود، چې نقد وکړي‌ او همدا ددې لامل شوي‌ و، چې اشرف غني‌ ځان په هر څه پوه او تر بل هر چا عالم وګڼي.

دوی زیاتوي، کله چې به د اشرف غني‌ په وړاندې داسې یوه مسئله چې دده له ذوق سره به برابره نه وه؛ مطرح شوه، نو دی به غوسه شو او که چا به جرأت وکړ او موضوع به یې له قانون سره سمه وبلله؛ نو غني به په غوسه کې چیغې کړې، چې زه د څه لپاره یم؟ یعني‌ مطلب یې دا و، چې زما هره خبره قانون دی.

یو ځل د سفر په مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي‌ استازولۍ «یوناما» د مشرې په حضور کې اشرف غني پر یوه معین غوسه شو او هغه ته یې وویل، چې سر له سبا ته معین نه یې، څو ورځې وروسته د هغه پر ځای بل څوک وګمارل شو.

ورته مهال د ارګ د فرهنګي سلاکار «شاه حسین مرتضوي»‌ او د غني ځیني نږدې کسان بیا د وزیرانو څرګندونې ردوي‌ او ادعاء لري چې ستونزه په وزیرانو کې ده.


سپينه ماڼۍ: بایډن د افغانستان په اړه په سلا مشورو بوخت دی، پرېکړه وخت نیسي
https://www.nunn.asia/?p=184448
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس له افغانستانه د امریکایي‌ او ناټو عسکرو د بشپړې انخلاء موده را نږدې شوې؛ سپينه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر «جوبایډن» د همدې موضوع په تړاو له خپلو متحدینو او امنیتي چارواکو سره سلا مشورې کوي‌.

د سپینې ماڼۍ ویاندې «جن ساکي» په یوه خبري ناسته کې ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا د مۍ په لومړۍ نېټه به ټول عسکرله افغانستانه ووځي، وویل چې له لوژستیکي او تخنیکي‌ پلوه به په یاده شوې نېټه د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن وي؛ خو ددې په خبره، بایډن لا هم د همدې موضوع په تړاو له خپلو متحدینو او د امریکا له امنیتي چارواکو سره په سلا مشورو بوخت دی.

دې وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه قاطع پریکړه کول به څه موده په بر کې ونیسي.

د امریکايي عسکرو د ایستلو په تړاو د سپیني‌ ماڼۍ پورتنی موقف داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ توافق په اساس ټول بهرني عسکر باید د اپریل د میاشتې تر پای ته رسېدو پورې له افغانستانه ووځي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر هم ویلي و، چې دی له افغانستانه د ټولو امریکایي پوځیانو ایستلو ته ژمن دی؛ خو د می تر لومړۍ نېټې پورې دا کار ستونزمن بریښي.

ورته مهال طالبان بیا په ټاکل شوې نېټه د ټولو عسکرو پر ایستلو ټینګار لري‌ او ګواښ کوي، که بهرني‌ عسکر له افغانستانه ونه وځي،‌ په وړاندې به یې یو ځل بیا تونده جګړه پيل شي.


تر څو یو وضعي اساسي قانون چې لارښود یې کتاب او نبوي سنت او حنفي فقه وي تدوین او ترتیب کړي او جرګې ته یې د غور او تصویب لپاره وړاندې کړي.

دا قانون د نظام د اداراتو اړیکې او د وګړو او نظام د حقوقو او وظایفو څرنګوالی تشریح کوي.
-جرګه د قضا او څارنوالۍ د دندو د تنظیم په موخه جیدو قاضیانو او مفتیانو او دیني علماوو ته دنده ورسپاري تر څو د افغانستان د جزا قانون د کتاب الله او نبوي سیرت او حنفي فقهې په رڼا کې تدوین کړي او د تصویب له پاره یې جرګې ته وړاندې کړي.

-جرګه د جرم او جنایت سره د مبارزې له پاره دیني عالمانو او متخصصو څارنوالانو ته او مسلکي دینداره  پولیسانو ته دنده سپاري تر څو په بیړه د داخلي وزارت له دیني اصولو سره سم اصلاح کړي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر احکام پلي کړي. دغه ډله پر عادلانه  اجراأتو جرګې ته مسؤله ده.

-جرګه به مشر هم ټاکي، مشر باید په دو ثلثو رایو وټاکل شي.ساده اکثریت ستونزې راوستلی شي.
مشر مسوول دی، مشر واجب الاطاعة دی.
مشر واجب الاحترام او غیر مسؤل شخص نه دی. مشر هر وخت د سوال او پوښتنو مورد ګرځیدلی شي.
مشر د جرګې له خوا د خپلو کړنو په باب پوښتیدلی شي او مکلف دی چې ځواب ورکړي.
مشر اصلا د جرګې د فیصلو تیار سئ مجری او عملي کوونکی دی نه مطلق العنانه ټولواک.

مشر باید  شرعي عیبونه او د غدر او خیانت داغونه او د اداري او اخلاقي فساد جرمونه  ونه لري.
مشر باید د هر افغان مشر وي، نه د کومې ډلې، قوم یا فرقې مشر. فیصلې باید په بیړه ونه کړي. دده دندې باید د حل او عقد جرګې له خوا تل وپلټل شي تر څو عدل اجراء شي.

د عدل پلي کول د یوه اسلامي نظام اصلي موخه ده. متعادله، متوازنه دیني، دنیايي ټولنه جوړول. ښوونه او روزنه کې هم باید عدل حاکم وي. اقتصادي، ټولنیز، سیاسي، ادبي، کرهنه او هر عام المنفعه او خصوصي هڅو کې باید د عدل اړخ رعایت شي او دا صرف په پوهاوي او تعلیم او تعلم کیدلی شي.
الله شاهد دی زښت نور مسایل دي چې هغه هم په کې راګډ کړم خو لیکنه  اوږدیږي.
پورتني وړاندیزونه ددې لپاره ضروري ګڼم چې زمونږ په دیموکراسۍ مین تکنوکراتان او شریکان لګیا دي بیا طرحې جوړوي او حا یې توحید ته ملا تړلې ده هرخوا له شلو زیاتو طرحو کې ټول له سیکولر جمهوریت نه نۀ تیریږی او هغه ته یې د تقدس مقام ورکړی دی. بلې خوا غرب د جمهوریت خریدار دی خو زمونږ خلک یې د بوسو په بیه هم نه اخلي.
بیا وایم: ای مستو مدهوشو دیمکراتانو!
وطن خطر کې دی؛ هغه وژغورئ، دیموکراسي افغانستان کې د ژغورلو نه ده.
تابوت یې د ناټو پوځيان له ځان سره  لویدیځو هیوادونو ته بیايي، په سد شئ او  له نشې را ووځئ.


بين الافغاني ناستې ته لنډ وړاندیزونه
https://www.nunn.asia/?p=184443
عبدالغفار سربڼ

شک نه شته چې افغانان باید د بهرنیانو له څرګندو او ناڅرګندو لاسوهنو پرته سره وغږیږي او يوې فيصلې ته ورسیږي.
ددې موخې لپاره لازمه ده چې ټولې ډلې په دې توافق وکړي چې د خپلو غوښتنو د لاس ته راوړلو لپاره فقط پر خپل مټ او طاقت تکیه ولري او له بهرنیو ځواکونو نه د فشار د وسیلې په توګه ګټه پورته نه کړي.

دا اوس اوس بهرني پوځیان ددې لپاره پر هوایي بمبار کې برخه اخلي تر څو پر طالبانو هغه څه ومني کوم چې طالبانو دا ۲۶ ویشت کاله نه دي منلي. هغه خواوې څه حکومتي او څه غیر حکومتي تنظیمي چې د ناټو  او امریکا له حمایت نه برخمن دي بالاخره باید پوه شي چې نن بهرنیان حاضر نه دي چې په هر قیمت دوی وساتي.

نن د تورونو او بهانو توفاني سمندر وچ شوی او د غربي نړۍ په کارخانو کې هم تور او بهانه لکه پخوا نه جوړیږي کوم چې یو وخت یې بازار تود و.
تروریزم هغسې نه پلورل کیږي چې د یوه سړي د سر بیه پنځوسو ملیونه ډالرو ته جګه شي او د بل پنځه ویشت ملیونو ته. باید د ژوند حقایق ومنل شي.

په ورزش کې یوه مقوله ده چې با تهذیبه لوبغاړی هماغه دی چې خپله ماتې او بايلات په سړه سینه او صبر ومني، نه دا چې لج او سرکشي وکړي.

زه په خواشینۍ سره باید دا ووایم چې د ناټو وطني انډيوالانو کې یو خصلت عام دی هغه دا چې د دوی تاریخي اطلاعات یا ناقصه دي او یا هغه د قدرت د نشې په غبار کې نه شي لیدلی، ځکه:
افغانستان د خپل قومي، جغرافیایي او تاریخي  او خصوصاً دیني  او بیا اقتصادي جوړښت له کبله او له اړخه له بل هیڅ بل کوم هیواد سره پرتله کیدلی نه شي.
فدرالېزم، جمهوریت او دیموکراسي دغه هیواد تجزیه کوي.دغه خاص جوړښت افغانان مجبوروي چې فقط په یو واحد، مرکزي او د ټولو قومونو په خوښه اسلامي نظام موافقه او دعا وشي.
دغه هیواد نه ترکیه دی، نه تونس، نه ايتوپيا، نه ایران او نه پاکستان... بلکې د زر ګونو کلونو په لړ کې یې د مرکزي نظام په مرسته خپله بقا ساتلې.  هره قومي، ولایتي خود مختاري د همسایه هیوادونو د بې ثباتۍ سبب ګرځېدلی شي.

لاندې څرګندونې د وړاندیز په توګه راتلونکو ناستو ته ضروري ګڼل کیږي:
-د نظام انتخاب باید ددی سبب نه شي چې هیواد له داسې بی ثباتۍ سره مخامخ شي چې جغرافیې ته یې خطر وي.

-خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره ټول بهرني خواخوږي او مرستندویان  باید حذف او هیر کړل شي.
-بندیان پرته له شرطونو ازاد شي.
ټول بندیزونه باید د طالبانو پر مشرانو لغو شي، تورلیست باطل اعلان شي.
-پر دې باید موافقه وشي چې اینده نظام اسلامي وي.
-ازمایل شوې نسخې باید مردود وګڼل شي.
-دسیسه او توطئه او کودتا  باید د ټولو ډلو له خوا واک ته د رسیدلو د وسیلې په توګه نا روا وګڼل شي.
-د ناستې ګډون کونکي باید پس له اوږدو خبرو لاندې مسایل حل کړي او پر هغو تړون وکړي:

۱.یوه متخصصه کار پوهه متعهده او امینه کاري ډله په همدې غونډه کې باید جوړه شي تر څو د يوې پراخې جرګې (ستره ملي جرګه ) چې دیني عالمان یې اکثریت وي او نور قومي مشران دنیوي عالمان معلمان او استادان او د صنعت او حرفي استادان ولسي خیر خواهان او نیکنامي اشخاص په دې جرګې کې راوبلل شي.
دغه جرګه دې د قندهار تاریخي ښار کې (د معاصر افغانستان د تاسیس او قیام یادګار)د يوې نوې امنیتي لښکر تر  څارنې لاندې جوړه شي.
(دغه امنیتی لښکر دې د امارت او کابل ادارې فوج له افرادو تشکیل شي.)

د دغې جرګې ګډون کوونکي باید فقط دا یو تعهد او هوډ وکړي چې راتلونکی نظام به اسلامي مرکزي نظام وي او د هغه د راتګ له پاره به خپله دنده په امانت تر سره کوي.
یاده شوې ډله دنده لري چې د لويې جرګې د تدوین کار د امارت اسلامي د محلي اداراتو او د کابل د ادارې د محلي اداراتو په مرسته تر سره کړي.
۲.د سترې ملي جرګې دنده داده چې:
-یوه دایمي جرګه د دیني علماوو او  متخصصو کار پوهانو (له طب او زراعت او وترنرۍ او مالدارۍ او معدن او صنایعو نیولې بیا تر فارمسي او نورو پورې)نه جوړه کړي چې غړي یې د خیانت او فساد داغ پر تندي ونه لري.
غړي یې باید د مهارت او کارپوهنې په بناء وټاکل شي. څوک به شاید دغې جرګې ته د حل او عقد جرګه او شورا وایي خو نوم یې له عمل نه کم اهمیت لري.

-همدغه جرګه د یو متعهده دینداره امین پوځ پر جوړولو غور او فیصله کوي. شک نه شته چې پرته له غدارو جنرالانو افسرانو د کابل حکومت فوج به هم ددې تشکيل برخه شي او لازم شرعي او دیني روزنه به ورکړل شي.

-بیا جرګه پر دایمي اوربند مشوره او فیصله کوي.
-همدا جرګه په ډیر دقت د افغانستان د بهرنیو اړیکو سیاست څیړي او دې هیواد ته به یو با ثباته مستقله او ناپېيلی بهرنی سیاست ټاکي چې د هغه په رڼا کې به هيڅ یو په اسلامي ضد او اخلاقي ضد او ملي ضد تړون یا انډیوالۍ او ایتلاف کې نه شامليږي.

-جرګه یوه کاري ډله چې دیني متخصصین او مسلکي ماهران یې غړي وي ټاکي


سعودي حکومت په روژه کې د عمرې لپاره شرطونه اعلان کړل
https://www.nunn.asia/?p=184440
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د سعودي حکومت په روژه کې د عمرې ادا کولو لپاره ځانګړي شرطونه اعلان کړي دي.

د سعودي د حج او اوقافو وزارت ويلي، چې دوی به يوازې هغه چا ته د عمرې ادا کولو او په حرمينو شريفينو کې د لمونځ اجازه ورکوي، چې د کرونا ضد واکسينونه يې لګولي وي.

د حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې ټولو هغو کسانو ته به د عمرې او په حرمينو شريفينو کې د لمونځ کولو اجازه ورکول کيږي، چې دوه ډوزه کرونا ضد واکسين يې لګولی وي او يا هم د لومړي کرونا ضد واکسين څخه يې څوارلس ورځې تېرې شوي وي.

د کرونا وبا له امله مسجد الحرام د لمونځ کوونکو پر مخ تړل شوی و، خو له اوو مياشتو ځنډو وروسته په تېر اکتوبر کې بېرته پرانیستل شو، همدارنګه عمره کوونکو ته هم اجازه ورکړل شوه او سعودي چارواکو د عمرې او حرمينو کې د لمونځ کولو لپاره شرطونه هم اسانه کړل.

سعودي حکومت د عمرې او حج لپاره احتیاطي تدابير وضع کړي، تېر کال يې هم د حج ادا کولو لپاره د کرونا وبا له امله بې ساري احتیاطي تدابير نيولي وو او يوازې لس زرو کسانو ته د حج اجازه ورکړل شوې وه او هغه هم د سعودي داخل کسانو ته، په داسې حال کې، چې هر کال په عادي حالاتو کې ۲.۵ ميليونه خلک د حج ادا کولو لپاره  سعودي ته ځي.

همدارنګه د ټول کال په اوږدو کې د نړۍ له ګڼو هېوادونو د عمرې لپاره ميليونونه خلک ځي، خو د تېر کال په مارچ مياشت کې د کرونا وبا له امله د عمرې په ادا کولو هم بنديز ولګېد او بيا له اوو مياشتو ځنډ وروسته په اکتوبر کې د سختو احتیاطي تدابيرو او شرطونو سره د عمرې ادا کولو اجازه ورکړل شوه.

په دې وروستيو ورځو کې په سعودي عربستان کې د کرونا ويروس ناروغانو شمېر ۳۹۰ زرو کسانو ته رسېدلی او ۶۷۰۰ کسان ترې وفات شوي هم دي.


روسیه: افغان سوله کې د هند رول مهم دی
https://www.nunn.asia/?p=184438
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» وایي، هند د افغان سولې په پروسه کې مهم رول لري‌ او باید په همدې برخه کې کېدونکو نړیوالو هڅو کې ور ګډ شي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د لاوروف له قوله ویلي، چې هند په افغانستان کې د سولې او سیاسي جوړښت په تامین کې مهم رول لري‌ او یو مهم سیمه ییز لوبغاړی دی چې باید د افغان سولې په برخه کې کېدونکو نړیوالو هڅو کې دخیل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې هند که څه هم په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې «ټرویکا» ناستې غړی نه و؛ خو د «مسکو فارمټ» غړیتوب لري، کوم چې د افغانستان په ګاونډ کې مهم هیوادونه متحد ساتي.

لاوروف ددې تر څنګ د افغانستان په قضیه کې له نړیوالو سره د روسیې د مشورو له بیا ځلې پیلېدو خبر ورکړی او د سیمه ییزې اجماع جوړېدل یې اړین بللي.

روسیه داسې مهال هند د افغانستان د سولې پروسې هڅو کې ګډون ته رابولي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه تر بل هر وخت را لنډه شوې، چې ورسره جوخت د پخلاینې لپاره کېدونکې هڅې هم چټکې شوې دي.

تمه ده روانه میلادي میاشت د ترکیې په استانبول ښار کې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي، چې د حکومت او طالب استازو تر څنګ به د هند او روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هیوادونه هم برخه پکې ولري.


پخلاینې عالي شورا: د سولې دېرش طرحې رارسېدلي دي، چې په یو کولو یې کار روان دی
https://www.nunn.asia/?p=184423
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): د پخلاینې عالي‌ شورا وایي، د سولې دېرش طرحې چې د ترکیې په راتلونکې ناسته کې یې د وړاندې کولو وړاندیز شوی، ورته رسېدلي او د یو کولو کار یې روان دی.

د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» وايي، د پخلاینې عالي شورا اړوند د طرحو د توحید کولو کمېټې د یونس قانوني تر مشرۍ لاندې د سولې لپاره د وړاندې شویو طرحو په ارزولو او یو کولو کار روان کړی دی او په راتلونکې کې به هم په دې تړاو ناستې روانې وي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې دغه کمېټه پنځلس تنه غړي لري چې د پخلاینې عالي شورا رییس، د ملي‌ امنیت شورا سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر یې هم برخه دي.

د پخلاینې عالي شورا که څه هم نه دي ویلي، چې تر کتنې لاندې طرحو کې د اشرف غني چمتو شوې طرحه هم شتون لري که نه، خو ویل کېږي نوموړي د سولې لپاره په درې پړاوونو کې پلې کېدونکې طرحه چمتو کړې، چې د اوربند، ټاکنو او د نوي نظام د جوړښت په اړه پکې یو شمېر وړاندیزونه شوي.

د ترکیې ناسته چې ښايي د روانې میلادي‌ میاشتې په نیمایي کې په استانبول کې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې راوبلل شي، د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې د یو شمېر هیوادونو استازي هم ښایي برخه پکې ولري.

یادې ناستې ته لا له وړاندې بېلابېلو جهتونو طرحې چمتو کړې دي، چې د شنونکو په باور ښایی د طرحو تعدد یو شمېر ستونزې هم وزیږوي.

تر دې وړاندې ولسي جرګې هم د ترکیې په ناسته کې د خپلې طرحې له وړاندې کولو خبر

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

502

obunachilar
Kanal statistikasi