د اسلامي حکومت جوړولو طرحه«وروستۍ برخه»
https://www.nunn.asia/?p=184458
الحاج استاذ بیانزی
تعلیم و تربیه، بیا جوړونه او امنیت:
د معارف، لوړو زده کړو، امنیتي قوې، د بیا جوړونې او داسې نور وزارتونه، د وخت او ځای د شرایطو له مخې د هیواد د امنیت، بیا جوړونې او د تعلیم او تربیې لپاره اړین پلانونه تل نظر کې لري او باید ویې لري مونږ مو نورو مهمو ټکو ته پام را اړوو:
درسي کريکولم:
زموږ هیواد د پرله پسې اشغال او هم ټول عمر د عیاشو شاهي رژیمونو شاهد دی چې د خپلو فاسدو رژیمونو د بقا لپاره به یې تل د اسلام د پراختیا او پیاوړتیا مخه نیوله، تش په اسلامي شعارو به یې خلک چوپول، بار دننه پالیسي به یې د استعماري قدرتو په فرمایشو چلیدله او استعمارګرو به له اسلام او الهي نظام ډارول.
استعماري قدرتونو زموږ د ټولنیز جوړښتو په ویجاړولو او طبقاتي کولو سربېره د ټول هیواد د مکاتبو له درسي کريکولم اسلامي مؤثر مضامین حذف یا کمرنګه کړل او په ځای يې د غربي دیموکراسۍ او بې بندوباره ازادیو مضامین ننویستل او د الهي نظام د قایمیدو مخه یې ونیوله.
سربیره پر دې، مدرسې یی له مکاتبو جلا کړې، د دیني زده کړو لپاره یې مدرسې او مساجد او دنياوي زده کړو لپاره یې مکاتب ځانګړي کړل، مکاتب یې له اسلامي زده کړو او مدرسې یې له ساینس او سیاست بې برخې کړل، د مکاتبو شاګردانو ته به مکتبیان او محصلین او د مدرسو شاګردانو ته به طالبان ویل کیدل، طالبانو او ملایانو به مکتبیان ګمراه او مکتبیانو به د مدرسې طالبان او ملایان بی لارې ګڼل، په دې واسطه یې عملي بڼه کې اسلام او سیاست سره جلا او مکتبیان یې په اسانه په استعماري ایزمونو کې ننوېستل چې د اسلام سپیڅلي دین سره یې ورته کرکې وزېږولې.
سربیره پر دې د مکاتبو لپاره هر څه او د مدرسو لپاره هیڅ نه و، راتلونکی اسلامي حکومت باید که مناسبه وه مکتب او مدرسه سره یو کړي که نه د مدرسو لپاره هم د مکاتبو په شان منظمې ودانۍ، درسي مواد، له معیار سره برابر ښوونکی، میز چوکۍ، رسمي ازموینې او رسمي اسنادو جوړولو او ورکولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، یا درسي کريکولم باندې له سره غور وشي، لږ تر لږه مکاتبو کې مؤثره او اړین اسلامي مضامین او مدرسو کې هم مؤثره او اړین ساینسي مضامین شامل او طالبان د مساجدو او مدرسو له له چارچوبو بیرون کړي يعنې د مکتبیانو په شان بهرنيو اسلامي هیوادو ته د ماسترۍ او دکتورا تر لاسه کولو لپاره چانس ولري، حکومتي او مسلکي ادارو کې د کار جوګه شي. ټول هیواد کې د ابوحنیفه یو ښوونځی، یو دارالعلوم، او یو اسلامي پوهنځی او هغو کې هم ساینسي مضامین نه تدریس کیدل، مکتبیان له اسلامه ناخبره، قران یې له مخې نه شو لوستلی، نړیوال کفر په جلا جلا ایزمو کې ورننویستل، بې دینه شو.
ملایان او طالبان سیاسي او مسلکي زده کړې نه لري له مسجدو او مدرسو بهر ورته کار نشته، همدا د سیکولریزم پلان ګذاري وه چې دین له سیاسته عملي بڼه کې جلا کړي، خلکو له ملایتوب ځانونه لرې ساتل، چې له امله یې د طالبانو او ملایانو شمیر ورځ له بلې کمیدلو.
مکتبیان انجینران، ډاکټران، سیاست مداران، حقوقدانان او داسې نور جوړېدل ماستري او دکتورا ترلاسه کولې، حکومت او سیاست هم د مکتبیانو (سيکولرانو) په واک او کنټرول کې وي. مکتبیان به له دین سره د دښمنۍ له امله د سیکولریزم په ګنده لومو کې ولویدل او له هغه وروسته به د نړیوال استعمار نانځکې شوې.
راتلونکی اسلامي حکومت باید د مکتب او مدرسې دغه فاصله لرې کړي، دواړه یوه مکتب او یا یوه مدرسه کې د یو طالب یا یوه شاګرد د نوم لاندې چې دیني او دنياوي دواړه زده کړې پکې تدریس کیږي؛ متحد او ونغاړي یا مکاتبو کې څه اړینې اسلامي زده کړې او مدرسو کې څه د ساینس او سیاست اړینې زده کړې شروع شي او مدرسو لپاره هم د مکاتبو په شان منظمې ودانۍ او رسمي ادارې ولري، که نه موږ به بیا او بیا د ورته برخه لیکو سره مخ کیږو.
۲ــ د ایزمونو او ګوندونو په اړه:
نزدې نیمه پېړۍ نړیوال کفر زموږ خلک، خاوره او خپلواکي اشغال کړې وه، مجاهد ولس د اسلامي امارت په قیادت اشغالګر له خاورې وشړل، خپلواکي یې ترلاسه کړه مګر ذهني اشغال ختمول به څو پېړۍ ونیسي، ایزمونه او ګوندونه به بیا او بیا وده کوي او تاریخ به بیا او بیا تکراریږي، د دغه ذهني اشغال ختمولو لپاره د ایزمیانو او ګوندونو (حتی اسلامي ګوندونه) ته د یو واحد اسلام بلنې اړه ده، الله ج فرمایی(وعتصموا بحبل الله جميعأ ولا تفرقوا... ) ترڅو د اسلامي فرهنګ سره په عملي بڼه کې بلد او پخپله خوښه د اسلام اړینه برخه ومني او عملي او پر کړي، د ښوونځیو، پوهنځیو، تلویزونونو، رسنیو اخبارو او داسې نورو کې د منظمو پروګرامونو لرلو سره سره د مسالمت امیزو مناظرو دایرولو لپاره هم مناسب رسمي چاپیریال جوړ شي، تر څو سيکولران له ایزمي ناولتیاوو سپیڅلي چابیریال ته راوګرځي، راتلونکی اسلامي حکومت باید خپل حکومتي تشکيل کې د دې لپاره منظم او ر