غزل
چا دې نوم واخیست زړه مې وکړله درزا درپسې
نه نه هیریږې کوم هر وختې ژړا درپسې
بیګا همزولې ټول راټول ؤ خو ته نه وې پکې
وم غریو نيولی کمې دله به مې ساه درپسې
بیا به په لاس رانشې بیا به دې هیڅ نه وینمه
که لټ په پټ کړمه جانانه دا دنیا درپسې
دکلي خلک دې هروخت دنامه ذِکر کوي
دکلي رنګ سم بدل شوی ده آشنا درپسې
ماذیګر راشم هغه ځای ته چې به دواړه ناست ؤ
بیرته ناهیلې ترې نه ځم په وا ویلا درپسې
ښکلیه ؟الله ج دې دجنت دسپینو حورو یارکړه
ښکلیه هر وخت مې وي په خوله دغه دوعاء درپسې
چې بدرالدین ځلاند دې یاد کړي دغزل په شونډو
له تورو سترګو مې راځي داوښکو وراء درپسې
بدرالدین ځلاند