بدرُالدین ځلاند


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


بدرالدین ځلاند له نیو اشعارو سره؟

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


غزل

چې درد مې په پرهر کې ؤ بیدار تمامه شپه
ما وکړلو داستا دلارې څار تمامه شپه

اې ستړیه لار ویه لږ دمه وکړه بیا لاړ شه
مزل به دې خسته کړي ترسهار تمام شپه

دزړه په سر مې یاد راڅرخیدو راتاویدو
له زړه نه مې هیڅ نه وتلو یار تما مه شپه

ته بیرته پرې ستون نشوې خو ماؤ درته کړی
دچم په لویه لارکې انتظار تمامه شپه

زه غلی ورته ناست وم ستا دیدن مې کړو آشنا
رڼا شیندله ستا ښایسته رخسار تمامه شپه

دژوند کیسه مې دلته بدرالدین ځلانده کړمه
دا نن شپه پاتې کیږم په دې ښار تمامه شپه

بدرالدین ځلاند


غزل


چې تويېدلې مې له سترګو نه دانې داوښکو
کولې تاپسې مې سترګو سرې لمبې د اوښکو

لیکوال ته به هم پرې ستړی شې دي دومره ډیرې
که درته ومې کړې دخپل ژوندون کیسې داوښکو

ماذیګری ؤ ستا نشتون ؤ زړه مې ښه نه ولو
په ګریوانه باندې راتله لې مې؟ رمې داوښکو

لا به ترڅو پورې جاري وي لا به نه ختمې ږي
اې نو ترکومه به وي نور هم سلسلې داوښکو

داستا له یاده مې داوښکو له غميو څخه
دي جوړې کړې ګوره ښې ډیرې تسبې داوښکو

ما اوریدلې بدرالدین ځلانده تا چې بیګا
ولې لیکلې په قلم څو ترانې داوښکو

بدرالدین ځلاند


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نوې ترانه

غږ جلاالدین حقاني
لیک بدرالدین ځلاند

په سر دې اړه ولې نن پیاله دشهادت ده
په ټول هیواد خپره دې اوازه دشهادت ده

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


غزل


چا دې نوم واخیست زړه مې وکړله درزا درپسې
نه نه هیریږې کوم هر وختې ژړا درپسې

بیګا همزولې ټول راټول ؤ خو ته نه وې پکې
وم غریو نيولی کمې دله به مې ساه درپسې

بیا به په لاس رانشې بیا به دې هیڅ نه وینمه
که لټ په پټ کړمه جانانه دا دنیا درپسې

دکلي خلک دې هروخت دنامه ذِکر کوي
دکلي رنګ سم بدل شوی ده آشنا درپسې

ماذیګر راشم هغه ځای ته چې به دواړه ناست ؤ
بیرته ناهیلې ترې نه ځم په وا ویلا درپسې

ښکلیه ؟الله ج دې دجنت دسپینو حورو یارکړه
ښکلیه هر وخت مې وي په خوله دغه دوعاء درپسې

چې بدرالدین ځلاند دې یاد کړي دغزل په شونډو
له تورو سترګو مې راځي داوښکو وراء درپسې

بدرالدین ځلاند


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

داستا دميني او وفا نه مو
بي برخي مه کړې
ستا فه دربار کي له لقا نه

شاعر
بدرالدین ځلاند

اواز دقاري نورانی
او الله داد هلال

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


غزل


ستا دوینو خوشبويي وله شهیده
څه دعطرو آب پاشي وله شهیده

مخ دې ایښی پر قبله ولو جانانه
ګرمه وینه دې رهي وله شهیده

هغه ورځ له ټولو ورځو ډیره سخته
هغه ورځ دجُدايې وله شهیده

ستا دنشتون لړه مانو به چيچَلم
سره لمبه مې زندکي وله شهیده

ستا دتن غوښې مو ټولې کړې څادرکې
ستا په دین ماته ځواني وله شهیده

بیا مې ؤ نه لیدې لاړلـې تر عمره
آخیري خدای ج پاماني وله شهیده

بدرالدین ځلاند دې پرې ښی دغم چم کې
ورته پاتې پردیسي وله شهیده

بدرالدین ځلاند


غزل


له دې تورو خاورو لاندې مې پروت زړه ده
دسپیڅلي شهادت په خوب ویده ده

هغه نه ؤ چې پرون مې څنګ ته ناست ؤ
کوچې دلی نن له ستړي ژوندانه ده

یوچا چیغې کړې دحجر بیابان کې
درد ډیر تریخ دګران لالي دبیلتانه ده

ماهم ډیرې تړمې اوښکې پسې توی کړې
خوږیدلې مې دستر ګو هر باڼه ده

په غیرت دې سلامونه کړم جانانه
دهمت څلی د ې لوړ لکه دغره ده

په پرهر مې مالګې ولې شیندې وخته
بس دی نور خو مې دازړه اره اره ده

څوک به داسې چیغه ونکړي آرمان ده
بدرالدین ځلاند شهید مخ پر قبله ده


بدرالدین ځلاند


ستا یادونه لکه ته داسې خواږه دي
چې ساتلي مې په زړه داسې خواږه دي

ته ها ستوري دآسمان په ټنډه ګوره
لکه ستا سترګې باڼه داسې خواږه دي

بیتونه




نوې ترانه

وجود باندې مى بار ده خپله ساه له بې وسۍ
تنها په لاره پرېښودم يو چـا لـه بې وسۍ


اواز قاري ملامحمدجلات مزمل

شاعر بدرالدين ځلاند


@Muzemmil12


غزل


په نه کیسه ؟دې دومره ناځواني وکړه او لاړې
تر نیمې لارې ولې دې یاري وکړه او لاړې

تازه تازه مې هیلې دوصال وې غوړېدلې
ناڅا په دې خبر دجُـدايي وکړه او لاړې

نه دومره ظلم ښه نه ؤ تاولې داسې وکړل
رَسا حمله دې زما په مات زړګي وکړه او لاړې

تراوسه مې د ذِهین په آسمان باندې ګرځیږي
داستا مخ څه دلچسپه رڼايي وکړه او لاړې

دګرمو اوښکو ډیر غمي مې تويې شول له سترګو
ستا نشتون کې مې سخته زندګي وکړه اولاړې

اې ستا له پیرزو ینې نه مننه بیا مننه
زما د هر پرهر دې تـداوي وکړه او لا ړې

غزل دبدرالدین ځلاند دې واو ریدو مسکی شوې
فتویٰ دې په هغه دلیوني وکړه او لاړې

بدرالدین ځلاند




العصر خپرندوی ادراه dan repost
د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانو البوم
جدائې
دګرانو ورور ترانه ویونکي
عابد الله آمين صاحب
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل څخه تر لاسه کولى شۍ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇

#العصرځانکړي_نشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


زما دزړه تصویر دې که پکار ولو عکاسه
ځه واخله له دې ماتې آئینې نه یو تصویر

بدرالدین ځلاند


غزل



مودې کیږي چې ګونګه دې صدا ده ژوند پیکه ده
ویجاړه مې په تاپسې دنیا ده ژوند پیکه ده

زمونږ دچم په لاره یې خاپونه لا ړنګ ندي
شهید مې هغه دنګ طالب آشناده ژوند پیکه ده

ترسترګو مې یو څو سپینې جنډې شوې هدیره کې
دانوی قبر جوړ دلته په چا ده ژوند پیکه ده

ستا نشتون ده که زهر مې دي ګډ دژوند په شهتو
له غم څخه مې ماته نرۍ ملاده ژوند پیکه ده

په دنګو چنار قدو زلمو هروخت خزان ګډ وي
په مونږ يې د دردونو انتهاء ده ژوند پیکه ده

له هغې ورڅې ورسته تاچې کله رخست واخیست
له شونډو نه مې هم ورکه خندا ده ژوند پیکه ده

له یاد سره دې بیا نن بدرالدین ځلاند جانانه
په زوره زوره کړې ښه ژړا ده ژوند پیکه ده


بدرالدین ځلاند


الزمزم خپرندويه اداره dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish


الزمزم خپرندويه اداره dan repost
https://youtu.be/qgOVhqPYP84
ودانه مي دهیلو دنیاګۍ کړه ماشهیدکړه
سینه په مرموسورۍ سوري کړه ماشهیدکړه

نوي ښکلي ترانه دسپیځلي شهادت

شاعردی محترم بدرالدین ځلاند

ترنم کړی قاري محمد خالد منعَم
زموږ د يوټيوب چینل درسره سبسکرائب کړئ
https://youtube.com/channel/UCqH7O-uugdjV1-Kpw632mmA

زموږ فیس بک پیج درسره لائک او نشر کړئ
https://www.facebook.com/الزمزم-خپرندويه-اداره-109237484578886/

زموږ د ټیلیګرام چینل درسره جوائن کړئ
https://t.me/ALZAMAZAM22

زموږ د وټس اپ ګروپ درسره جوائن کړئ
https://chat.whatsapp.com/LFhl4GNAuAA4h18cAvcqMb

خوږو ملګرو ده دي لنکونو په مټ موږ سره په انټرنیټ کې ملګري شئ او تر ملګرو یي ورسوئ

#الزمزم خپرندويه اداره




العصر خپرندوی ادراه dan repost
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نوې ترانه

ښکلیه مجاهـده تاریخ سازه مبارک دي سه
وه د اولس زړه د اولس نازه مبارک دي سه

آوازونه : مولوی شمس الرحمان مستغفر
مولوي بدري تکل
اومولوي بسم الله حیدري جان

شاعر : بدرالدین ځلاند

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

ودانه مي دهیلو دنیاګۍ کړه ماشهیدکړه
سینه په مرموسورۍ سوري کړه ماشهیدکړه

نوي ښکلي ترانه دسپیځلي شهادت

شاعردی محترم بدرالدین ځلاند

ترنم کړی قاري محمد خالد منعَم

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

678

obunachilar
Kanal statistikasi