د هـر تېاره سنـګر په غېږه کي رڼـا وهلو
څه دسپیڅلي عشق په لاره کي خندا وهلو
مونږ د بدرنګه زماني پړوا ته نه رسـیدو
مونږ د ریښتېني باب په برخه کي ښکلا وهلو
مـــونږه د رب لِــقا ته زکه اِراده کــړي وه
مونږ د جنت حورو په خوب کي هر بېګا وهلو
مونږ افغانانو کوچینوالي کې غیرت پاللۍ
د بــیغرته ژونــــد پســـر باندي بابا وهلو
دومره آسانه مو هېواده را خپل کړی نه یې
د مــقدس جِهاد په لاره کي هــرچا وهلو
مونږ دخپلوی فیصلي وکړلي په زړه کي ورته
د خپل وطن خلګو خو مونږه په ریښتیا وهلو
مونږه دوښمن ته دومره ستره ماته ورکړله چي
د زمري نوم یې آخیشته نوري په شا وهلو
"الهامه" زکه له خیانت نه کلکه کرکه لــرو
پــه تصّور کــي د شهـید لالـي وینا وهلو
احسان الله الهام
https://t.me/ABCalham
څه دسپیڅلي عشق په لاره کي خندا وهلو
مونږ د بدرنګه زماني پړوا ته نه رسـیدو
مونږ د ریښتېني باب په برخه کي ښکلا وهلو
مـــونږه د رب لِــقا ته زکه اِراده کــړي وه
مونږ د جنت حورو په خوب کي هر بېګا وهلو
مونږ افغانانو کوچینوالي کې غیرت پاللۍ
د بــیغرته ژونــــد پســـر باندي بابا وهلو
دومره آسانه مو هېواده را خپل کړی نه یې
د مــقدس جِهاد په لاره کي هــرچا وهلو
مونږ دخپلوی فیصلي وکړلي په زړه کي ورته
د خپل وطن خلګو خو مونږه په ریښتیا وهلو
مونږه دوښمن ته دومره ستره ماته ورکړله چي
د زمري نوم یې آخیشته نوري په شا وهلو
"الهامه" زکه له خیانت نه کلکه کرکه لــرو
پــه تصّور کــي د شهـید لالـي وینا وهلو
احسان الله الهام
https://t.me/ABCalham